د پاکستان لومړى وزير نواز شريف، د دې هېواد د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د دفاع وزير خواجه اصف نن د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا په يو ورځني سفر رياض ته لاړل او له سعودي چارواکو سره به د يمن د موضوع په ګډون پر يو شمېر نورو مسايلو خبرې وکړي.

د پاکستان د دولتي ټلويزيون د رپوټ له مخې، نواز شريف دا پرېکړه پرون په اسلام اباد کې له پوځي او سياسي مشرانو سره تر هغې مشورتي غونډې وروسته وکړه، چې د منځني ختيځ د روان وضعيت څېړلو په هدف رابلل شوې وه.
د پاکستان دغه پلاوى په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر كوي، چې د ىمن په اړه سعودي عربستان له پاکستانه غوښتي وو، چې ځمکنۍ، سمندري او هوايي مرسته ورسره وکړي، خو تر اوږدو بحثونو وروسته د پاکستان پارلمان د يمن په مسئله کې خپل حکومت ته د بې طرفه پاتې کېدو سپارښتنه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ