ads

پکتيا: ۲۴ زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته ځي

د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال به شاوخوا څلرويشت زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته شامل شي او تر څنګ يې ژمنه کوي چې د تېر په پرتله به په پوهنيز بهير کې پام وړ پرمختګونه وشي. د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال به شاوخوا څلرويشت زره […]

نویسنده: TKG
1 غویی 1394
پکتيا: ۲۴ زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته ځي

د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال به شاوخوا څلرويشت زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته شامل شي او تر څنګ يې ژمنه کوي چې د تېر په پرتله به په پوهنيز بهير کې پام وړ پرمختګونه وشي.

د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال به شاوخوا څلرويشت زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته شامل شي او تر څنګ يې ژمنه کوي چې د تېر په پرتله به په پوهنيز بهير کې پام وړ پرمختګونه وشي.

د دې ولايت د پوهنې تدريسي مرستيال اسلام الدين منګل وايي، سږ کال يې ټولو ښوونځيو ته درسي کتابونه رسولي او همدارنګه يې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه هم تر ډېره اواره کړې ده.

نوموړی وايي، د نويو شاګردانو د جذب په خاطر يې د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه پيل کړي او هغو سيمو کې چې د پوهې مينه وال کم دي، دوی ولسي خلک زده کړو ته هڅولي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي:((سږ کال موږ په ناامنه او هغو سيمو کې چې د پوهنې بهير يو څه ټکنی دی، د زده کړې د عامولو په خاطر د عامه پوهاوي ګڼ پروګرامونه تر سره کړي دي.))

ولسي خلک بيا وايي چې اکثريت ښوونځي ودانۍ نه لري، ښوونکي يې تر يو بريده غير مسلکي دي او درسي کتابونه پر خپل وخت تر ښوونځيو نه رسېږي. دوی له حکومتي چارواکو غواړي چې د زده کړې د بهير د پياوړتيا لپاره دې چټکې هڅې وکړي. عبدالمجيد چې د ګردېز ښار اوسېدونکی دی، په دې اړه وايي:(( د پکتيا اکثريت ښوونځي ودانۍ نه لري، کتابونه پر خپل وخت تر ښوونځيو نه رسېږي، يو شمېر ښوونکي لا هم غير مسلكي دي.))

د حمزه په نوم يو بل پكتياوال هم ورته خبره کوي او وايي چې په تېرو څو کلونو کې د پکتيا د پوهنې رياست هسې پرمختګ ونه کړ، څومره چې اړينه وه. يو بل تن چې ځان محمد موسی راپيژني او د عمر نږدې څلوېښت پسرلي یې په پکتيا کې تېر کړي وايي، هيله من دی چې سږنی پسرلی به ګڼ شمېر ماشومان د زده کړو له بهير سره ملګري شي: (( د پکتيا نفوس ته په کتو چې نږدې دولس سوه زره کېږي، د دوه سوه زره زده کوونکو شمېر کم دی، بايد د نارينه زده کوونکو سره د نجونو زده کوونکو انډول برابر وای، خو له بده مرغه چې د نارينه زده کوونکو شمېر تر نجونو درې چنده زيات دی.))

د پوهنې رياست تدريسي مرستيال اسلام الدين منګل هم د ولسي خلکو شکايتونه تر يو بريده مني او وايي چې سږ کال د پنځلس بابه ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي، خو په دې سره يې د ودانيو ستونزه په بشپړ ډول نه  اوارېږي. دی وايي، په دې ولايت کې ټول ۳۶۵ بابه ښوونځي لري چې په دې کې ۱۶۰ بابه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې او پاتې يې بې ودانيو دي. منګل همداراز زياتوي:((تېر کال مو هم د ښوونځيو  ودانيو د جوړېدو پلان درلود، خو د ټول کال په تېرېدو مو يوه ودانۍ هم جوړه نه کړه، سږ کال مو اراده ده چې ۱۵ بابه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړو.))

نوموړی  د معارف په برخه کې شته ستونزې تر يو حده مني، خو وايي چې د تېر په پرتله ګڼې ستونزې را کمې شوې دي. ((زموږ اکثريت ښوونکي اوس مسلکي شوي دي او يو شمېر يې د دې تر څنګ چې نيمه عالي زده کړې لري، ليسانسه شوي هم دي.))

د پکتيا د پوهنې رياست د معلوماتو پر اساس په دې ولايت کې دوه سوه زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې پنځوس زره يې نجونې او پاتې هلکان دي.

په پکتيا کې ناامني، د درسي کتابونو کمښت، د مسلکي ښوونکو کمښت، د ودانيو نشت تر څنګ د نجونو په وړاندې ټولنيز دودونه هم د يادونې وړ دي چې د پوهنې بهير يې ټکنی کړی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA