په یمن د سعودي عربستان او متحدینو د تازه هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸۵ تنه وژل شوي دي. وژل شوي کسان د سعودي هوایي بریدونو او د حوثي وسله والو او سني قبایلو تر منځ نښتو کې وژل شوي دي.
په یمن د سعودي عربستان او متحدینو د تازه هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸۵ تنه وژل شوي دي.
وژل شوي کسان د سعودي هوایي بریدونو او د حوثي وسله والو او سني قبایلو تر منځ نښتو کې وژل شوي دي.
بلې ډډې ته د حوثي وسله والو مشر عبدالمالک الحوثي ویلي، چې وسله به پر ځمکه کېنږدي.
د راپورنو له مخي تر ټولو سخته جګړه د عدن په شمال دالي سیمه کې شوې، چې ۴۱ حوثي وسله وال او ۱۷ قبایلي وسله وال پكې وژل شوي دي.
همدا راز په تعیز کې ۱۱ حوثي وسله وال وژل شوي.
دا تازه بریدونه له تېرې شپې راهیسې روان دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې په یمن کې د پیل شوې جګړې له امله ۲۵۰ زره کسان نورو سیمو ته کوچېدلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


