د چین جمهور رئيس شي جين پېنګ په دوه ورځني سفر د پاکستان مركز اسلام اباد ته ورسېد. د اسلام اباد په هوایی ډګر کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او جمهور رئيس ممنون حسین د چین جمهور رئيس ته هر کلی وویلو او د ۲۱ توپونو سلامي
د چین جمهور رئيس شي جين پېنګ په دوه ورځني سفر د پاکستان مركز اسلام اباد ته ورسېد.
د اسلام اباد په هوایی ډګر کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او جمهور رئيس ممنون حسین د چین جمهور رئيس ته هر کلی وویلو او د ۲۱ توپونو سلامي هم ورته وړاندې شوه.
پاکستاني چارواکو ویلي، د چین جمهور رئيس شي جين پېنګ به د ۴۰ میلیارده ډالرو په ارزښت په یو لړ پروژو لاسلیکونه وکړي، چې پکې سړکونه، د اورګاډو پټلۍ او نورې ټولګټې پروژې شاملې دي.
د چین جمهور رئيس به سبا د سې شنبې په ورځ د پاکستان پارلمان ته په وینا سربېره د یوشمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره هم وګوري.
په اسلام اباد کې ټولې لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي او دوو ورځو لپاره د پاکستان د لویو ښارونو امنیت پوځ ته سپارل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


