ads

پر ټاکنو، سیاسي، قومي او سمتي اغېزې

افغانانو د تېرکال  ۱۳۹۳ لمریزکال د وري په ۱۶مه په لومړي ځل د سیاسي واک د سوله ییز لېږد تجربه وکړه او د امنیت، سرتاسري سولې، ښه اقتصاد، بیارغونې او کارموندنې په برخو کې یې خپلې ټولې هيلې د نوي حكومت په رامنځته کېدو پورې وتړلې او په ټاکنو کې یې پراخه برخه واخسته. اوس […]

نویسنده: TKG
30 وری 1394
پر ټاکنو، سیاسي، قومي او سمتي اغېزې

افغانانو د تېرکال  ۱۳۹۳ لمریزکال د وري په ۱۶مه په لومړي ځل د سیاسي واک د سوله ییز لېږد تجربه وکړه او د امنیت، سرتاسري سولې، ښه اقتصاد، بیارغونې او کارموندنې په برخو کې یې خپلې ټولې هيلې د نوي حكومت په رامنځته کېدو پورې وتړلې او په ټاکنو کې یې پراخه برخه واخسته. اوس څه

 

 

افغانانو د تېرکال  ۱۳۹۳ لمریزکال د وري په ۱۶مه په لومړي ځل د سیاسي واک د سوله ییز لېږد تجربه وکړه او د امنیت، سرتاسري سولې، ښه اقتصاد، بیارغونې او کارموندنې په برخو کې یې خپلې ټولې هيلې د نوي حكومت په رامنځته کېدو پورې وتړلې او په ټاکنو کې یې پراخه برخه واخسته. اوس څه باندې یو کال د لومړي پړاو له ټاکنو تېریږي. کلید ګروپ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د لومړي او دوهم پړاو ټاکنو په اړه مرکې کړې او ګڼ راپورونه برابر کړې چې یو په بل پسې خپرېږي.

د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر د هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو اوسېدونکو هم داسې انګيرله چې د چارو د لا ښه سمون هيلې به يې د ټاكنو له لارې د نوي حكومت پر مټ پوره شي او د سياسي قدرت انتقال به دې ته لاره اواره كړي چې اصلاحات رامنځته او ټولو شته ناخوالو ته د پاى ټكى کېږدي.

خو په تېر یوه کال کې د کلید ګروپ له لوري ترسره شوې څېړنې ښيي چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري د ۱۶مې نېټې ټاکنې یوازې او یوازې د ملي روحيې او ولسواکۍ د معیارونو له مخې نه دي ترسره شوې، بلكې په دې ټاكنو کې پر مالي امتيازاتو سربېره، جهادي روحيې، قومي نفوذ، سمتي، قومي او ژبني اړخ پوره اغېز درلود او د جمهوري رياست نوماندانو د ټاكنو هغه معيارونه هم په پام كې نه دې نېولې چې د ټاكنو خپلواك كمسيون دوى ته ټاكلي وو.

ملي روحيه

په نيمروز، هلمند او فراه ولايتونو كې د کلید ګروپ موندنې ښيي چې د هېواد د نورو سيمو په څېر خلكو خپلې رايې د بېلابېلو لاملونو له مخې كارولې دي. كه دلته له هر چا وپوښتې چې رايه یې د كوم معیار له مخې صندوق ته غورځولې، حتماً يو خاص او ځانګړی دلیل درته په ګوته کوي، خو په دې منځ كې داسې كسان هم شته چې ملي روحيه او ملي ګټې يې په نظر كې نيولې او خپله ګوته يې رنګ كړې ده.

د هلمند اوسېدونكى او مدني فعال روح الله الهام چې د جمهوري رياست ټاكنو په لومړي پړاو كې د زلمي رسول او په دويم پړاو كې د اشرف غني احمدزي پلوى پاتې شوى، په ټاكنو كې د خلكو ګډون د ډيموكراسۍ يو اصل ګڼي. دى وايي:((ما د يوه افغان په توګه په ټاكنو كې خپله رايه كارولې او د شايسته سالارۍ اصل مې په نظر كې نيولی، خو په دې اړه څه نه شم ويلاى چې هېوادوالو به مو كوم معيار په نظر كې نيولى وي.)) د همدې ولايت يو بل اوسېدونكى مولوي مهردل فراهي بیا وايي چې ټاكنې د اسلامي احكامو سره مطابقت لري:(( ما د قران كريم د احكامو له مخې خلكو ته بلنه وركړې چې رايه وركړي. ما خپله د افغانستان د پرمختګ، امنيت او سوكالۍ لپاره رایه کارولې ده.))

په تېرو جمهوري رياست ټاكنو كې د کاندیدانو له برنامو او پروګرامونو څخه د خلكو د خبرولو ښه سرچينه رسنۍ وې او له همدې لارې هم ډېری خلك په دې توانيدلي چې د خپلې خوښې كانديد په نښه او رایه وركړي. د فراه ولايت اوسېدونكى ملا شاه محمد له همدغسې كسانو څخه دى، ده چې خپله رايه د انتخاباتو پرمهال اشرف غني ته كارولې، وايي يوازې پوهه او درایت یې په نظر كې نيولی و:(( خپله رايه مې د قوميت او پښتنولۍ نه ځار نه كړه، بلكې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره مې دغه كار ترسره كړ.))  د فراه ولایت اوسېدونكى غلام محمد چې په خپلې كارول شوې رايه پښېمانه ښكاري، د حكومت جوړښت او همدارنګه د شايسته سالارۍ اړخ تر پوښتنې لاندې راولي. د ده په خبره، قوميت او سمت يې په پام كې ونه نیو او رايه يې وركړه، خو خواشینی په دې، دی چې په خبره یې نوی حكومت د قوم او سمت پالنې ښکار او پر همدې بنسټ رامنځته شو. غلام محمد چې خپله رايه ډاکټر عبدالله ته وركړې، وايي:(( په ټاكنو كې ونډه اخستل د هر افغان حق دى، خو بايد په رايو يې ملنډې نه وای وهل شوې.)) د نيمروز د ولايتي شورا یو غړى چې په تېرو ټاكنو كې په خپله كارول شوې رايه خوښ دى، وايي چې رايه وركول يې ايماني او وجداني دنده وه او همدې اصل ته په پام یې ګوته توره كړه:(( په ټاكنو کې مې د ملي احساس له مخې ونډه اخستې وه.)) ميرزا محمد چې د همدې ولايت بل اوسېدونكى دى او په تېرو ټاكنو كې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې پلوى پاتې شوی، وايي چې ټاكنې د ډيموكراسۍ يو مهم اصل دى او له همدې امله يې ګډون په كې كړى. دى وايي:(( هر څوك د خپلې خوښې له مخې نوماند ټاكي او ماهم همدا اصل په نظر کې نیولی و.))

مادي امتیاز

د مادي امتیازاتو په بدل کې رایه ورکول، بل ټکی دی چې په تېرو جمهوري رياست ټاكنو يې سيورى غړولى و او په ډېرى سيمو كې ترلاسه شوي اسناد په ګوته کوي چې يو شمېر خلكو ته د جمهوري رياست نوماندانو مادي امتيازات وركړي او یا منلې دي دي.

د هلمند ولايت په ولسواليو كې دا چاره د ناامنه سيمو پر عادي اوسېدونكو سربېره د دولت تر مخالف لوري هم غځېدلې وه او د ټاكنو په ورځ ورته له دې امله چې د سيمي امنيت له ګواښ سره مخ نه كړي، نامعلومه اندازه پيسې وركړل شوي دي. د سنګين ولسوالۍ اوسېدونكی خپلواك هېوادوال همدا خبره کوي او وايي چې وسله والو ته پيسې وركړل شوې، خو زیاتوي چې اندازه یې ورته څرګنده نه ده. د ده په خبره ((په ناامنه سيمو كې له دې امله وسله والو ته پيسې وركړل شوي چې چاته زیان وانه وړي او سرونه یې خوندي پاتې شي)). وسله والو ته د پيسو وركول د هلمند ولايت د اقوامو او قبايلو شورا مسوول محمد شريف عظيمي هم تاییدوي، خو زیاتوي، پيسې په دې خاطر نه دې وركړل شوي چې د كوم نوماند په ګټه صندوق ډك كړل شي، بلكې دا کار د دې لپاره شوی چې كمپاينران خپل ژوند له خطره وژغوري:(( پيسې ځكه وركړل شوې وې چې وسله والو خلك نه پرېښودل چې رايه وركړي او يا كمپاين وكړي، له دې امله چې ټاكنې په ښه توګه ترسره شي د وسله والو جيبونه ډك كړل شوي چې زه يې هم ملاتړى يم.)) د هلمند ولایت د ګرشك ولسوالۍ يو قومي مشر بهلول خان چې د تحول او تداوم ټيم ملاتړى پاتې شوی، وسله والو ته د امتياز وركولو په اړه په خپلو څرګندونو کې کلید ته ویلي:(( ډېره عجيبه ده، په امن سيمو كې دومره صندوقونه ډك نه شول، خو برعکس په نوزاد ولسوالۍ كې له هر کلي شل شل صندوقونه راډک شوي وو.)) خو په هلمند ولایت کې د ټاكنو پر مهال د تحول او تداوم ټيم د همغږۍ شورا مشر سيف الملوك بيا چا ته د نقدو پيسو وركول نه مني، مګر د دې پخلی کوی چې د ټاكنو په ورځ د رايې اچونې بهير ته د افرادو د لېږدولو په خاطر لېږدونکي وسایط کرایه شوي وو، هغه وايي:(( هيچا ته نقدې پيسې نه دي وركړل شوي، خو يوازې د رايې اچونې مركزونو ته په موټرو كې وړل شوي دي.)) د فراه ولايت اوسېدونكى او مدني فعال عبدالرزاق سيفي بيا په تېرو ټاكنو كې پر عامو خلكو سربېره حتي د ټاكنو كمسيون کارکوونکو ته د پيسو وركول تاییدوي. دى وايي چې دی خپله د دې شاهد پاتې شوى چې د ټاكنو كمسيون ساحوي غړو ته د صندوقونو د ډكولو په بدل كې پيسې وركړل شوي:(( زه د دې شاهد يم كه د ټاكنو كمسيون ساحوي مشرانو ته كانديد شپيته زره افغانۍ وركړې وې، شپيته فيصده پاڼې ورته ډكې شوې او كه څلوېښت زره يې وركړې وې؛ نو له څلوېښت فيصده رايو برخمن شول.)) د فراه ولایت اوسېدونكى او قومي مشر حاجي خليل احمد بيا د عبدالرزاق سیفي له خبرو سره موافق نه دی. دی وايي، دلته مصارف او لګښتونه هر چا د خپل ټيم په ګټه له خپل جيب كړې دي:(( ما له تحول او تداوم ټيم ملاتړ كاوه، له خپله جيبه مې موټر نيولی او خپل ملاتړي مې د رايې اچونې مركز ته وړي، پر دې سربېره مې ډوډۍ هم له خپله جيبه وركړې ده.))

دويم متفكر او كه جهادي رهبر؟:

په داسې حال كې چې په دويم پړاو ټاكنو كې دوو نوماندانو پخپلو كې سره سيالي كوله، خلكو ته يې هم دا اسانتيا رامنځته كړه چې اسانه انتخاب ولري. د نيمروز، هلمند او فراه ولايتونو ډېری اوسېدونكو اشرف غني او عبدالله عبدالله ته د دوو ټكو پر اساس رایې کارولې دي، يو دويم مفكر او بل جهادي رهبر .

دوى وايي، اشرف غني يې ځكه ټاكلى چې د نړۍ پر مخ ستر پلان جوړوونكى، اقتصادپوه، قاطع رهبر او له هر ډول فساد او جنايت يې لاسونه پاك دي. خو د عبدالله عبدالله پلويان بيا له خپل نوماند څخه د خپل ملاتړ علت د هغه جهادي شخصیت بولي. د هلمند ولايت اوسېدونكى او د حزب اسلامي ګوند ولايتي مشر حفيظ الله حقيار په تېرو ټاكنو كې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم سره د خپل حزب د یو ځای کېدو علت د دواړو ډلو جهادي لیدلوري بولي:(( موږ تل جهاد كړى او له عبدالله عبدالله سره يو ځاى كېدل مو هم د جهادي ماضي له مخې دي. اشرف غني سره دوستم ولاړ و او دا هغه څوك و چې د مجاهدينو، سيدانو او نور ملت پر وړاندې جنګېدلى.)) د همدې ولايت اوسېدونكى او قومي مشر ميرويس خان بيا له عبدالله عبدالله څخه د خپل ملاتړ علت ګوندیتوب بولي. دی وايي:((عبدالله عبدالله زموږ د تنظيم (جمعيت اسلامي) غړى و او له همدې امله يې ما ملاتړ كړی.)) د فراه ولايت اوسېدونكى او قومي مشر جيلاني خان بيا له تحول او تداوم ټيم څخه د خپل ملاتړ علت له خپلو خلكو سره د سلامشورو پايله بولي. دى وايي:(( د فراه د خلكو شورا تر درې ځلي ناستو او سلا مشورو وروسته په دې هوکړه وکړه چې تحول او تداوم ټيم د هېواد اوسنيو شرایطو ته په پام د ملاتړ وړ دی، ځكه  مشر يې پوه، متخصص او نړيوال شخصيت دى.)) د نيمروز ولايت اوسېدونكى او مدني فعال علي احمد مهاجر هم همدې ټكي ته اشاره كوي او وايي:(( اشرف غني يو سياسي او نړيوال شخصيت دى او له همدې کبله د هغه پوهې ته په درناوي، ما بې حده کوښښ  وکړ چې بریالی شي.))

لوړ لګښتونه

په داسې حال چې د ټاكنو قانون د جمهوري ریاست ټاکنواو همدارنګه د نورو نوماندانو لپاره د كمپاينونو پر مهال د لګښتونو ټاكل شوى معيار لري، خو په ټاكنو كې د نوماندانو لوړ لګښتونه د دې ټاكل شوي معيار څو چنده زیات په نظر راځي. كه له يوه لورې په تېرو ټاكنو كې ډېرى كمپاینران وايي، كمپاينونه يې په رضاكارانه شكل مخته ته وړي، خو داسې شواهد هم شته چې د نوماندانو د لوړو لګښتونو ښکارندويي کوي. د هلمند ولايت اوسېدونكى سلطان شاه صفاري چې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې پلوى دى، وايي چې په تېرو ټاكنو كې لګښتونه د معيار له مخې نه، بلكې د سيالۍ له مخې ترسره شوي دي. نوموړى وايي:(( د ولسمشرۍ نوماندانو د ټاكنو خپلواك كمسيون له لوري د لګښتونو ټاكل شوي حدود په نظر كې نه دي نيولي او نه كمسيون په دې اړه كومه څارنه کړې.)) خو په هلمند كې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د كمپاين غړى خالد پرواني د نوماندانو لګښتونه له قانون سره سم بولي. نوموړى وايي:(( زموږ د كمپاين مصارف د ټاكنو خپلواك كمسيون د ټاكل شوي معيار سره برابر و، خو هغه مصارف چې د ټيمونو ملاتړو كړي، هغه يوه جلا خبره ده.))

انډیوالي او سیاسي اړیکې

پر نورو مواردو سربېره له سیمه ییزو مشرانو سره د سیاسي مشرانو اړیکې او ارتباطات هم د دې سبب شوي چې په تېرو ټاکنو کې ورته رایې وګټي. ځینو سیمه ییزو مشرانو په خپلو سیمو کې عام وګړي د همدغو سیاسي اړیکو د پاللو په مقصد، دې ته هڅولي وو چې د دوی د خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

د هلمند ولايت اوسېدونكي حاجي قاضي خان چې په لومړي پړاو ټاكنو كې د ګل اغا شيرزي ملا تړله وه، په دويم پړاو ټاکنو کې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د شیرزي په ملګري کېدو، دی هم د هغه په پل پل ږدي:(( ګل اغا شيرزی مې له پخوا راهيسې ملګرى و، ترې ملاتړ مې هم د همدې ملګرتيا پايله وه.)) د فراه اوسېدونکی او د سیمه ییزې شورا مشر حاجي عبدالرحیم فراهي وايي چې د شورا په هوکړه یې له تحول او تداوم ټیم څخه په ټاکنو کې ملاتړ کړی، هغه وايي:(( تر مشورې وروسته مو له ټولو خپلوانو او ملګرو وغوښتل چې اشرف غني ته رایه ورکړي، موږ له همدې اړیکو ګټه پورته کړه.))

قومي، ژبنی او سمتي اغېز

كه څه هم تر دويم پړاو ټاكنو دمخه، دواړو نوماندانو ویلي وو چې ټاكنې د قومي، ژبني او سمتي معيار له مخې نه ترسره كېږي او له خلكو هم غواړي چې د دې معيار له مخې رایې ونه کاروي، خو بیا هم قومي، ژبني او سمتي تمایلاتو پر ټاکنو خپل سیوری غوړولی و.

د هلمند ولايت د ولايتي شورا په ټاكنو كې بريالى شوى نوماند حيات الله مايار په ټاكنو كې د قوم، ژبې او سمت تاثير نه ردوي، خو زياتوي چې دا اغېزې د له منځه تللو په حال کې دي:(( په تېرو ټاكنو كې دې ټكو پوره تاثېر درلود، خو خلك هڅه كوي له دې اړخ ځانونه ژر وباسي.)) د نيمروز ولايت اوسېدونكى او قومي مشر نورالدين خان نورزى چې د تحول او تداوم ټيم ملاتړى دى وايي، له قومي اغېزو يې په استفادې د تحول او تداوم ټيم تګلاره د سيمې اوسېدونكو ته رسولې او رایه يې ترې غوښتې ده:(( پوره هڅه مو وكړه چې له قومي ټکو په استفادې له خلكو رايه وغواړو، ځكه دا لاره د هېواد د نجات لپاره يوازنۍ حل لاره وه.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA