ads

د خارجه سياست په تفريح بوخت زاړه ډپلوماټان

پژواك خبري اژانس په يو څېړنيز راپور كې ويلي چې افغانستان د غوره بهرنیو ډپلوماټيكو اړيكو د نه درلودلو له ستونزې سره سره دا مهال په سيمه كې له زرو زيات ډپلوماټان لري چې ډېری يې یا د واسطو په زور ګمارل شوي او يا هم د اوسنيو او پخوانيو چارواكو د كورنيو غړي، خپلوان […]

نویسنده: TKG
30 وری 1394
د  خارجه سياست په تفريح بوخت زاړه ډپلوماټان

پژواك خبري اژانس په يو څېړنيز راپور كې ويلي چې افغانستان د غوره بهرنیو ډپلوماټيكو اړيكو د نه درلودلو له ستونزې سره سره دا مهال په سيمه كې له زرو زيات ډپلوماټان لري چې ډېری يې یا د واسطو په زور ګمارل شوي او يا هم د اوسنيو او پخوانيو چارواكو د كورنيو غړي، خپلوان او دوستان دي.

پژواك خبري اژانس په يو څېړنيز راپور كې ويلي چې افغانستان د غوره بهرنیو ډپلوماټيكو اړيكو د نه درلودلو له ستونزې سره سره دا مهال په سيمه كې له زرو زيات ډپلوماټان لري چې ډېری يې یا د واسطو په زور ګمارل شوي او يا هم د اوسنيو او پخوانيو چارواكو د كورنيو غړي، خپلوان او دوستان دي.

د راپور له مخې دا مهال د افغانستان يو شمېر سفارتونه د همدغو چارواكو د كورنيو د ضعيف العمره كسانو په استراحت ځايونو بدل شوي، خو تر اوسه هېڅوك داسې نشته چې پوښتنه ترې وكړي. په دې راپور كې ويل شوي، دا مهال د بهرنيو چارو وزارت د خدماتي کارکوونکو په ګډون ١٤٠٠ سياسي او نور كاركوونكي لري، له هېواده بهر بيا له ۶۰ زياتو هېوادونو كې سياسي څانګې لري او د تعجب وړ، خو دا ده چې په سيمه كې تر اوسه يو هېواد هم د بهرني سياست په برخه كې دومره كاركوونكي نه لري.

ويل كېږي د نړۍ تر ټولو ستر جمهوريت هندوستان د شاوخوا يو نيم مليارد نفوس په درلودلو په ټوله نړۍ كې يوازې ۹۳۰ ډپلوماټان لري، ايران، پاكستان، تركيه او شاوخوا نور هېوادونه هم له ۶۰۰ زيات ډپلوماټان نه لري.

په دې راپور كې بله تر ټولو حيرانوونكې خبره دا ده چې د خارجه وزارت د ۱۴۰۰كارمندانو له ډلې ۲۰۰ سفيران او ډپلوماټان داسې دي چې د ډپلوماټانو د استخدام له اصولو څخه په سرغړونه مقرر شوي او عمرونه يې هم له شپېتو كلونو لوړ دي، اسنادونه يې تر ليسانس ښکته دي، ځينو يې بيا د قانون له مخې د ډپلوماسۍ د دندې درې كلونه لا پخوا پوره كړي او بايد تقاعد شي.

سياسي كارپوهان او د نړيوالو اړيكو شنونكي په بهرنيو چارو وزارت كې روان دغه وضعیت تر كلك تنقيد لاندې نيسي او وايي، دغه وزارت ته په كار وه چې د افغان بې وزله ولس د ستونزو د حل لپاره يې د بهرنيو اړيكو يو بنياد ايښى واى، نه دا چې د سيمې په كچه يې په خارجه وزارتونو كې د شته فساد ريكارډ مات كړى دى. د چارو كارپوه رضوان الله بشرمل همدا خبره كوي:(( اول خو دا ده چې په قانون كې له ۶۰ كلنۍ زيات كسان ډپلوماسۍ ته نه ګمارل كېږي، بل دا چې په دوى كې اكثره كسانو د ډپلوماسۍ ۳ كلنه قانوني دوره تېره كړې، دوى بايد نور تقاعد شي، خو حكومت فساد ته په لوى لاس زمينه برابره كړه او د هغوى د كار موده یې يو كال نوره هم وغځوله، دا له ملت سره جفا ده چې د ملي يووالي حكومت لخوا په هره برخه كې قوانين ماتېږي.))

بشرمل اوسنۍ او تېر حكومت ملامتوي چې د يوې قوي بهرنۍ سياسي تګلارې د جوړولو پر ځاى يې د جوړجاړي پر بنياد په بهرنيو چارو وزارت كې په لوى لاس فساد ته زمينه مساعده كړې ده:(( په تېرو ۱۳ كلونو كې زموږ د بهرني سياست د نه بشپړېدو يوه ستونزه او عامل دا دى راووت، هغه دا چې ملت د بهرني سياست له پلوه تر پايه تېر ایستل شوى، په خارجه وزارت كې يوازې سياسي فوټبال شوى او هر څوك د يو چا د شخصي ګټو د ساتلو لپاره هلته ناست دى.))

د علومو اكاډمۍ غړى او سياسي شنونكى اكبر پولاد بيا وايي، حكومت كه رښتيا هم د يو غوره خارجي سياست د جوړولو په لټه كې وي؛ نو د خارجه وزارت په تشكيلاتو كې دې ژور او اساسي بدلونونه راولي. دى وايي، اوسني كاركوونكي بايد په تدريجي ډول له دې وزارته وايستل شي او په كار پوه او اهل كسان دې د خارجه پالېسيو د جوړولو لپاره كېنول شي:(( كه د اداراتو د پاكولو كمپاين پيلېږي؛ نو دا بايد له خارجه وزارته پيل شي او بيا په نورو وزارتونو راوګرځي، كه د خارجه وزارت اوسني زيات شمېر كاركوونكي كم شي او كيفيت ته يې توجه وشي، زه باور لرم چې په راتلونكې كې به موږ يوه غوره خارجي سياسي پاليسي د ځان لپاره جوړه كړې وي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA