د هېواد په جنوب ختیځ ولایت خوست کې د ښځو څو ټولنې او بنسټونه د ښځو د حقونو د خوندیتوب او په دوی پورې تړلو ستونزو ته د اواري لپاره هڅې کوي.
د هېواد په جنوب ختیځ ولایت خوست کې د ښځو څو ټولنې او بنسټونه د ښځو د حقونو د خوندیتوب او په دوی پورې تړلو ستونزو ته د اواري لپاره هڅې کوي.
د دغو بنسټونو مسوولینې وایي چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې یې ښځو ته د تعلیمي اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د تاوتریخوالي د له منځه وړو په خاطر هم ډېر فعالیتونه ترسره کړي دي.
اوس په خوست کې یو شمېر ښځې غواړي چې د ښځو د حقونو د لا خوندیتوب او د ښځینه مدني غړو ترمنځ د ښې همغږۍ په هدف یوه اتحادیه جوړه کړي.
په خوست کې ښځینه فعاله نادیه باوري وایي چې د یادې اتحادیې له جوړیدو یې هدف د ولایت په کچه د ښځو د حقونو د غوښتنو د غږ پورته کول دي.
نادیه باوري زیاتوي:(( مخکې مې هم د ښځو له حقونو څخه د دفاع په ټولنو کې کار کړی او اوس هم په دې برخه کې خپل فغالیتونه مخکې وړم، خو په اوسنیو شرایطو کې د ښځو پر وړاندې د شتو سترو ستونزو سره د جدي مبارزې لپاره د خپلو ښځو ملګرو او همکارانو سره دې پایلې ته ورسېدم چې د ښځو ټولې اتحادیې سره منظمې او یوه لویه اتحادیه ترې جوړه کړم، ترڅو د خوست د بې وزله او له حقونو څخه د بې برخه ښځو غږ ټولې نړۍ او په ځانګړې ډول د ملي یووالي حکومت ته ورسوو.))
په خوست کې د ښځو چارو بله فعاله کامل اکبري هم د ښځو له حقونو څخه د دفاع او د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې تر سرلیک لاندې ټولنه لري. نوموړې هم د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د اتحادیې جوړول ښه ګام بولي او وایي چې دوی اوس هم د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي او له نوموړې اتحادیې سره به هم پوره همکاري وکړي. کامله اکبري وايي:(( تل مو مرکز او ښارونو ته په نږدې سیمو کې ښځو ته په نسبتا شتو اسانتیاوو مو حساب کړی او اکثریت د لرې پرتو سیمو ښځې مو له ذهن وتلي دي. باید د ټولنو او رسنیو له لارې د هغوی حقونه هم وغواړو.))
په اوسنیو شرایطو کې د ښځو ستونزو ته د لاسي رسي لپاره د ښځو ترمنځ کلکې همغږۍ ته اړتیا لیدل کیږي. د خوست اوسیدونکې نسرین د ښځو د اتحادیې جوړول ځکه مهم بولي چې ښځې د ښځو په ژبه پوهیږي او ترڅنګ به د ټولنې د ځپل شویو ښځو غږونه هم ښه پورته شې:(( ښځې اوس د افغانستان په ټولو ارګانونو کې پراخ ونډه لري؛ نو دې ته په کتو موږ باید سره منظمې شو، اتحادیې، ټولنې او شبکې جوړې کړو، ترڅو له دې لارې وکولای شو چې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې له منځه یوسو.))
د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د څلورم ټولګي محصل نصرت الله تسل هم په ټولنه کې د همفکرو خلکو یا ټولنو یو ځای کیدل غوره بولي او وایي چې دغه ډول همغږي اهدافو ته رسېدل اسانه کولای شي. نوموړی وایي چې په خوست کې لسګونه ښځې فعالې دي او په هراړخیز ډول فعالیتونه کوي:((خو که دوی سره یو لاس شي، غږ به یې لا تر ډېره ځایه ورسیږي او د لرې پرتو بی وزله ښځو درد به هم ورسره دوا شي.))
د ښځو د چارو فعالانې وایي چې په افغانستان کې د ښځو شته نړیوال او ځینې کورني بنسټونه د ښځو حقونه په پرژوې شکل غواړي چې کله ناکله یې تر ګټې زیان ډېر وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


