په لیبیا کې د غیر قانوني کډوالو یوه لېږدونکې بېړۍ، چې ۵۵۰ تنه پکې سپاره وو ډوبه شوې ده. د رپوټونو له مخې په بېړۍ کې له سپرو كسانو ۴۰۰ تنه يې په اوبو كې ډوب شوي دي.
په لیبیا کې د غیر قانوني کډوالو یوه لېږدونکې بېړۍ، چې ۵۵۰ تنه پکې سپاره وو ډوبه شوې ده.
د رپوټونو له مخې په بېړۍ کې له سپرو كسانو ۴۰۰ تنه يې په اوبو كې ډوب شوي دي.
د راپورونو له مخې يادو كسانو غوښتل په ناقانونه توګه ایټالیا ته لاړ شي.
لیبیایی چارواکو ویلي، چې ډېرى کډوال د افریقا وو او د لیبیا له سواحلو څخه تر حرکت یو ساعت وروسته په اوبو کې ډوب شوي دي.
تر اوسه د بېړۍ ډوبېدو لامل نه دی معلوم، خو چارواکو ویلي، د پېښې څېړنه یې پیل کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


