ads

افغان دولت د ولس باور له لاسه وركوي

افغانستان او افغانان لا هم د واک پر سر د ځینو د سلیقوي برخوردونو او مخالفتونو د قربانۍ بیه پرې کوي. خو  د دولت مقامات دې ته نه دي متوجه چې په دې کار سره بالاخره د ولس باور له لاسه ورکوي او امکان يې شته چې پراخو ننګونو سره هم مخ شي. افغانستان او […]

نویسنده: The Killid Group
25 وری 1394
افغان دولت د ولس باور له لاسه وركوي

افغانستان او افغانان لا هم د واک پر سر د ځینو د سلیقوي برخوردونو او مخالفتونو د قربانۍ بیه پرې کوي. خو  د دولت مقامات دې ته نه دي متوجه چې په دې کار سره بالاخره د ولس باور له لاسه ورکوي او امکان يې شته چې پراخو ننګونو سره هم مخ شي.

افغانستان او افغانان لا هم د واک پر سر د ځینو د سلیقوي برخوردونو او مخالفتونو د قربانۍ بیه پرې کوي. خو  د دولت مقامات دې ته نه دي متوجه چې په دې کار سره بالاخره د ولس باور له لاسه ورکوي او امکان يې شته چې پراخو ننګونو سره هم مخ شي.

له نړیوالو ځواکونو افغان ځواکونوته د امنیت د لېږد له پروسې وروسته تر ننه پورې هر لوړپوړی افغان دولتي چارواکی، ناټو او امریکايي جنرالان تل دا وايي چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د دفاع وړتیا لري، خو هیڅ یو لوری دا نه وايي چې دغه دفاع په کومو امکاناتو او تجهیزاتو ترسره کېدای شي او دمګړۍ افغان ځواکونه څومره ځمکني او هوايي امکانات په لاس کې لري؟

تېره جمعه د دولت ګڼ شمېر وسله والو مخالفانو د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو او مرکزونو بریدونه وکړل، چې له کبله يې دغو ځواکونو ته تلفات وراوښتي دي. د دې تلفاتو په اړه د دولتي سرچينو نظر توپیر لري. د ملي دفاع وزارت د جرم ولسوالۍ په جګړه کې د ملي اردو د ٣٣ منسوبينو د مرګ ژوبلې او ورکې او په دې اړه د اردو د يو شمېر چارواکو له نيولو خبر ورکړى دى.

خو په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي او د دې جرګې منشي څارنوال عبدالروف انعامي بیا وايي چې د دغه بريد د مرګ ژوبلې په اړه ناسمې شمېرې خپرې شوې دي. د هغه په وینا د بدخشان له کلينيکونو او روغتونونو ورسره اړيکه نيول شوې او ويلي يې دي چې په ياد بريد کې د ملي اردو له ٢٨ تنو يوازې سرونه پرې شوي، ٣٠ نور نادرکه دي او ١٤تنه ټپيان دي. د هغه د معلوماتو له مخې، وسله والو مخالفينو ٣ ټانکونه، ٧ رينجر موټر او ٧٩ميله وسله له ځان سره وړې او ٣ عرادې رينجر موټر يې سوځولي دي.

سيمه ييزو چارواکو بیا ویلي چې د ٢٧ وسله والو مخالفينو تر څنګ د ملي اردو ٩ سرتېري وژل شوي، ٧ تنه ټپيان او ٨ نور تر اوسه نادرکه دي.

د پېښې جزیات چې هر ډول وي، وي به خو مهمه دا ده چې د یوې امنيتي خلا او ستونزې له کبله افغان ځواکونه له دومره شمېرې مرګ ژوبلې سره مخ شوي دي او افغان حکومت او په تېره پوځي ارګانونه يې باید ځواب ووايي. د چارواکو مسوولیت په دې نه خلاصېږي چې د دې پېښې تلفات کم او یا زیات وښيي. که ملامت دي خپل پړه ومني او په راتلونکې کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره نوي اقدامات خپل کړي.

د جرم ولسوالۍ په برید کې یوه متفاوته خبره هم کېږي، چې د دقت وړ دی. د ولسي جرګې د غړې فوزيه کوفي وايي که په جرم ولسوالۍ کې د بريد پر مهال امنيتي ځواکونو تيل لرلاى نو کېداى شواى چې سيمه يې پرېيښې واى او دومره مرګ ژوبله نه اوښته. د نوموړې له دې خبرې دا راڅرګندېږي چې هلته مېشت افغان ځواکونه له امکاناتو او تجهیزاتو بې برخې وو. دا له لویه سره د لوړپوړو دولتي چارواکو پړه ده او مکلف دي چې ځواب يې ووايي.

د رپوټونو له مخې په جرم ولسوالۍ کې دغه برید شپږ ساعته دوام کړی خو هیڅ راز هوايي مرسته ورسره نه ده شوې.

دا سمه ده چې افغانان د خپل هیواد د دفاع وړتیا لري او په تش لاس هم دغې دفاع ته وردانګې، ځان پر دښمن وژني خو کږه غاړه له سنګره نه راوځي.

د بدخشان پېښه د کونړ د غازي اباد له پېښې یو کال وروسته رامنځته کېږي. په هغه برید کې هم د هوايي او ځمکني مرستو د نه رسیدو له کبله یوویشت افغان سرتيري وژل شوي وو. افغان چارواکي د بدخشان د دې برید د پلټنې خبره کړې او وايي چې په سیمه کې يې ځيني هغه پوځي چارواکي نیولي دي چې په دې برخه کې بې پروايي کړې ده. په کونړ کې هم دولت همداسې وکړل، خو بیا د څېړنو نتیجه يې ترننه ورکه ده. له هغې پېښې باید افغان لوړپوړو پوځيانو پوځي زده کړه کړې وای چې نن په بدخشان کې د دې پېښې شاهدان وای.

د بدخشان پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د افغانستان دفاع وزرات د سرپرستۍ له تریخ واقعیت سره مخ دی. داسې یو حالت چې د پېښو په اړه جدي تصمیم نیونه په کې يو څه ناممکنه بريښي. نوي حکومت د خپل کار په پيل کې د امنیتي ثبات د ټینګښت لپاره د يوې امنيتي ستراتيژۍ د جوړولو خبر ورکړ، خو دا دی شپږ میاشتې وروسته هم له هغې ستراتيژۍ کوم خبر نشته او موږ یو ځل بیا د خپلو عزیزانو د ویر پر ټغر ناست يو.

د نوي ملي وحدت له حکومته دا دی شپږ میاشتې تېرېږي، خو لا هم د یو ستر امنيتي ارګان د حکومت په کچه د سیاسي مشرانو د سلیقو او مخالفتونو له کبله وزیر نه لري.

ولس په انتخاباتو کې ځکه ګډون وکړ او رایه يې وکړه چې په ملک کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات رامنځته شي، نه دا چې نظام د ځینو مشرانو د مخالفتونو له کبله له ګواښ سره مخ شي او ورځ تر بلې پر افغانانو د ژوند ساحه راتنګه شي.

د نوي افغان حکومت مشرۍ ته په کار ده چې خپلو سلیقوي مخالفتونو ته د وطن د سیاسي، امنيتي او اقتصادي ثبات لپاره نور د پای ټکی کېږدي او په دې برخه کې د کمپاينونو په وخت کې خپلې ژمنې په رښتني ډول عملي کړي او پر ځان د ولس باور له لاسه ورنه کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA