داسې ښكاري چې د ملي وحدت حكومت يو لړ داخلي اختلافاتو د هېواد په ګوټ ګوټ كې نامسووله وسله وال خپلو ناروا كړنو ته وزګار كړي وي. راپورونه ښيي چې د دغو نامسووله وسله والو دلاسه په یو شمېر سیمو کې ځايي اوسېدونکې دومره په عذاب شوي چې اوس د مظاهرو له لارې له حکومت
داسې ښكاري چې د ملي وحدت حكومت يو لړ داخلي اختلافاتو د هېواد په ګوټ ګوټ كې نامسووله وسله وال خپلو ناروا كړنو ته وزګار كړي وي. راپورونه ښيي چې د دغو نامسووله وسله والو دلاسه په یو شمېر سیمو کې ځايي اوسېدونکې دومره په عذاب شوي چې اوس د مظاهرو له لارې له حکومت څخه د دغو وسله والو د بې وسلې کولو چغې او نارې وهي.
شواهد او د ځینو دولتي او نادولتي چارواکو څرګندونې ښيي چې په یو شمېر سیمو کې نامسووله وسله وال د پخوا په نسبت زيات فعاله شوي او په اكثره غلاوو، وژنو او د جنسي تېريو په پېښو كې ښكېل دي.
د وري په ۱۱مه د دایکندي ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ملي شورا مخې ته د يوې مظاهرې په ترڅ كې له افغان حكومته وغوښتل چې دوى د نامسووله وسله والو له ظلمه وژغوري، كه نه د سيمې يوه لويه برخه خلك به اړ شي چې خپل كور او كلى وسله والو ته پرېږدي.
دوى د ملي شورا غړو ته د خپلو ستونزو د بيانولو پرمهال وويل چې دا مهال د دايكندي ولايت اشترلي ولسوالي د نامسووله وسله والو تر ټولو لوی مركز دى او كه حكومت يې د بې وسلې كولو پراخ تدابير ونه نيسي، دغه ځاى به په راتلونكې كې حكومت ته ګڼ خطرونه متوجه كړي.
زهرا ابراهيمي د دغې مظاهرې یوه ګډونواله وه، هغه ویل چې دغو نامسووله وسله والو له اشترلي ولسوالۍ څخه نه یوازې ټول ولايت ناارامه كړى، بلكې د دوی له لاسه له ۳ زرو زياتې كورنۍ د دربدرۍ شپې تېروي:(( له اشترلي ولسوالۍ څخه ۳ زره كورنۍ وتلي او همدومره شمېر يې سخت ژوند تېروي، هر سړي ته د مرګ ګواښ متوجه دى، موږ شاهدان يو چې وسله وال مو د شپې له كوره نارينه وباسي او راز راز شكنجې وركوي.))
دا چې په دايكندي كې مېشت نامسووله وسله وال څوك دي؟ په اړه يې د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونكى محمد حسين وايي، دا هغه پخواني قومندانان دي چې قانون له ځانه ټيټ بولي او هلته د موازي حكومت په څېر چلند كوي:(( دوى له كورنيو جګړو له وخته ۴۰۰ ميله درنه او سپكه وسله لري، بس په همدې زور ډاډه دي، د خلكو كورونه چور كوي، مالداره سړي هم وژني هم پيسې ترې وړي، خو تر اوسه هېچا ترې پوښتنه نه ده كړې.))
د دايكنډي سرپرست امنيه قومندان جمعه ګلدي ياردم له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې په سيمه كې د نامسووله وسله والو د شتون خبر تاييد کړی، خو په وينا يې دوى له دې ډلې اكثره كسان نيولي او دا مهال په زندان كې پراته دي:(( موږ په دې اړه ځينې اقدامات کړې او لا يې د مخنيوي هڅه كوو.))
د دایکندي تر اوسېدونکو راوروسته د وري په ۱۵ مه بيا د كاپيسا خلكو هم د نامسووله وسله والو د فعاليت پرضد خپل غږ پورته او له حكومته يې وغوښتل چې په سيمه كې دې ناقانونه وسله والې ډلې ژر تر ژره بې وسلې کړي.
دوى چې د ولايت مركز محمودراقي ښار ته راټول شوي وو، د دوو هغو كسانو مړي هم له ځان سره لېږدول چې په وينا يې د نامسووله وسله والو لخوا وژل شوي دي. اكثره لاريونوالو ويل، دوى د پخوا په پرتله اوس د نامسووله وسله والو له كړنو زيات په عذاب دي، خو حكومت په دې اړه هېڅ اقدام نه كوي او وسله وال يې لا د خپلو بدو اعمالو په اړه ډاډه كړي دي. خو د كاپيسا امنيه قومندان فقير احمد صديقي بيا وايي چې په دې اړه امنيتي ارګانونه غلي نه دي پاتې، بلكې د هغو دوو كسانو د قتل په تړاو يې د وسله والو دوه تنه نيولې او درې نور يې ټپيان كړي چې خلكو يې جسدونه تر ښاره راوړي وو.
په دايكنډي او كاپيسا كې د نامسووله وسله والو پر ضد وروستۍ مظاهرې په داسې حال كې كېږي چې څو ورځې وړاندې د كندوز والي محمد عمر ساپي هم حكومت ته ګواښ وكړ چې كه سيمه د پراخو نظامي مرستو په زور له نامسووله وسله والو پاكه نشي؛ نو دى به له ولايته استعفی وركړي.
ساپي په دې اړه رسنيو ته ويلي چې په كندوز كې نامسووله وسله وال نه یوازې د حكومتي پرمختګونو پر وړاندې تر ټولو لوى خنډ دى، بلكې اوس خو د دوى لاسونه دومره اوږده شوي چې په كابل كې د لوړپوړو چارواكو د ملاتړ په زور د ولايت په اداري او حكومتي چارو كې هم لاسوهنې كوي:(( ما په دې اړه جمهور رئیس ته هر څه په يو خط كې ليكلي او ترې غوښتي مې دي چې د دغو ډلو د ظلم په مخنيوي او وركولو كې راسره مرسته وكړي، كه نه زه به د حمل تر ۳۱مې نېټې استعفی وركړم.))
ساپى وايي، نامسووله وسله وال د كندوز لپاره دا مهال تر طالبانو ستر ګواښ دی، ځكه په كابل كې د همدې وسله والو ملاتړي ناست دي او د فشار له لارې پرې ولسوالان او امنيه قومندانان مقرروي، څو د دولت پرمختيايي چارې په كندوز كې ضعيفې شي:(( دلته چې جدي اصلاحات رانه شي او ځينې امنيتي مسوولين او د ادارو مشران چې له نامسووله وسله والو سره نېغې اړيكې لري، له دندو ګوښه نه شي، نو زه په داسې حكومت كې ځان ته د كار د دوام شرم نه جوړوم.))
عمر ساپى پنځه مياشتې وړاندې د كندوز والي وټاكل شو، خو نوموړى اوس وايي په دغه سيمه كې د نامسووله وسله والو له زوره په پوره صداقت دنده ترسره كول ورته ناممكن دي.
د ولسي جرګې غړي هم د هېواد په یو شمېر سيمو كې د نامسووله وسله والو لخوا پراته خنډونه په راتلونكې كې خطرناك بولي او وايي، حكومت ته په كار ده چې د هېواد د امنيتي وضعيت او د خلكو د خونديتوب په خاطر د دغو ډلو د له منځه وړلو لپاره كافي اقدامات وكړي. د ولسي جرګې غړي هم ادعا كوي چې د نظام په داخل كې د يو شمېر نامسووله وسله والو كړيو ملاتړي موجود دي او حكومت بايد لومړى د دوى مخه ونيسي تر څو خلك يې له شره خلاص شي.
په ولسي جرګه كې د كورني امنيت د كمسيون غړې نظيفه ذكي همدا خبره كوي او وايي، د هېواد په ګډوډيو كې نامسووله وسله وال ډېر زيات رول لري او بل دا چې دوى په يو شمېر سيمو كې د حكومت د پراختيايي پروژو مخه هم نيولې ده:(( دا مهال دوی په بدخشان، فاریاب، سرپل او تخار ولایتونو، د کندوز په خان اباد او يو شمېر نورو ولسواليو واك چلوي، غلاوې او اختطاف يې كار دى، امنيت يې ترينګلى كړى، په خپلو منځونو كې نښتې كوي، په بغلان كې شمال ته تلونكي موټر لوټي، ځايي امنيتي چارواكي د دوى پر وړاندې له اقدام كولو درول كېږي، ان ځينې کسان د دې ډلو پر سر خپلې دندې له لاسه وركوي.))
بل لورته د چارو كارپوهان هم په دې وروستيو كې د نامسووله وسله والو زياتو شويو فعاليتونو ته اندېښمن کړې دي. د امنيتي چارو څېړونكى زلمى وردك په دې اړه وايي چې حكومت بايد په خپل لومړي اقدام كې د نامسووله وسله والو د بې وسلې كولو پلان جوړ او عملي كړي، كه نه د هېواد امنیتي وضعيت به لا خراب شي: (( حكومت بايد په ټول هېواد كې له له قانوني پلوه وسلې راجستر كړي، د بې وسلې كولو لړۍ دې پيل كړي او له زورواكانو څخه دې هم وسلې راټولې كړاى شي، كه داسې وشي مشكلات به يو څه حل شي كه نه مشكله ده.))
د امنيتي چارو بل كارپوه ډګروال مينه دار شينوارى بيا وايي، كه حكومت خپل اداري جوړښت ژر تر ژره تكميل نه كړي؛ نو سږ كال به له يوې خوا د وسله والو طالبانو حملې او له بله پلوه به د نامسووله وسله والو زورزياتى خلك له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان كړي. دى وايي، په كار وه چې په ټول هېواد كې د نامسووله وسله والو پر ضد يو پراخ كمپاين شوى واى او په كابل كې د دغو وسله والو ډلو هغه ملاتړي هم په ګوته شوي واى چې د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره ورسره همكاري كوي:(( دواړو رهبرانو وعده كړې وه چې په كندوز او يو شمېر ولايتونو كې به نامسووله وسله وال ختموي، خو اوس ۷مياشتې ووتلې او وسله وال لا زيات شوي؛ نو دا د دوى وعدې دروغ ثابتوي، ښه سياستمداران ملت ته دروغ نه وايي، بلكې نيغ په نېغه اقدام كوي.))
د كورنيو چارو وزارت هم مني چې د هېواد په لرې پرتو سيمو كې نامسووله وسله والو وضعيت خراب کړی دی، خو د دې وزارت د مرستيال وياند نجيب دانش په خبره، امنيتي ځواكونه به چا ته هم اجازه ور نه كړي چې امنيتي وضعيت نور پسې كړكېچن كړي:((له بدمرغه اوس هم موږ ته د افغانستان له لرې پرتو سیمو څخه د وسلو د شتون خبرونه را رسیږي، د پوليسو دنده ده چې دا وسلې راټولې كړي او د دې لپاره موږ پروګرامونه لرو، خو دا اسناد او مدارك لا نه لرو چې ګواكې لوړپوړي حكومتي چارواكي دې په سيمو كې له نامسووله وسله والو ملاتړ وكړي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


