د هېواد په جنوب ختيځ زون کې د ۴۰۲ سرحدي زون چارواکي وايي چې په سرحدي سيمو کې يې فعاليتونه د پخوا په پرتله منظم او چـټک شوي دي. دوی وايي، د تېرو څو ورځو په اوږدو کې يې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي، په دې کې د يو بار وړونکې لارۍ موټر راګرځول شامل دي چې په لويه پيمانه امونيم نايتريت په کې ځای پر ځای شوي وو.
د هېواد په جنوب ختيځ زون کې د ۴۰۲ سرحدي زون چارواکي وايي چې په سرحدي سيمو کې يې فعاليتونه د پخوا په پرتله منظم او چـټک شوي دي. دوی وايي، د تېرو څو ورځو په اوږدو کې يې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي، په دې کې د يو بار وړونکې لارۍ موټر راګرځول شامل دي چې په لويه پيمانه امونيم نايتريت په کې ځای پر ځای شوي وو.
د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک وايي چې دا موټر د پکتيا په سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان کې راګرځول شوی. د نوموړي په خبره د امونيم نايتريت د مالټو په کرېټونو کې ځای پر ځای شوي وو.
خپلواک د امونيم نايتريت هغه ډکې بوجۍ رسنيو ته وښودې چې پرې داسې ليکل شوي وو: حکومت پنجاب ـ تحفه رمضان…
خپلواک وايي که دا موټر د افغانستان خاورې ته داخل شوی وای؛ نو په ټولو ولايتونو کې امنيتي پېښو ته مواد ترې برابرېدای شول، دا مواد له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راانتقالېدل او معلومه نه وه چې د افغانستان کوم ګوټ لېږدول کېدل.
دی وايي، په دې لارۍ موټر کې ۷۶۲۰ کيلوګرامه امونيم نايتريت د مالټو د کریټونو لاندې ځای پرځای شوي وو:(( له دې چاودېدونکو توکيو د انتقال په تور مو درې کسان هم نيولي چې يو يې د پاکستان هېواد اوسېدونکی دی او پاتې دوه يې ځانونه افغانان را ښيي.))
خپلواک وړاندې وايي چې له دې وړاندې يې هم څو ځله ورته بار موټرونه راګرځولي دي.
د سرحدي پوليسو د کنډکونو قومندانان وايي، د تېر په پرتله يې پوليسي ځواک پياوړی شوی او د دې تر څنګ چې د چاودېدونکو او نشه يي توکو مخنيوی کوي، د حکومت د مخالف لوري بريدونه يې تر ډېره ناکاره کړي دي.
په ډنډپټان ولسوالۍ کې د دويم سرحدي کنډک قومندان سمونوال سيف الله وايي، د سرحدي پوليسو خپل منځي اړيکې د پخوا په پرتله پياوړې شوې دي. نوموړی د تېر يوه کال په اوږدو کې د ګڼو لاسته راوړنو خبره کوي:(( زموږ پوليس د پخوا په پرتله ډېر پياوړي شوي، هر ځای چې زموږ پرسونل ته غږ کېږي، دوی ناغېړي نه کوي، په تېر کال کې زموږ په امنيتي پوستو دوښمن څو ځله بريدونه وکړل، خو موږ ناکام کړل.))
د دې لويې قومندانۍ تر چتر لاندې د هېواد د بېلابېلو برخو اوسېدونکي ځوانان په دندو بوخت دي. له بدخشانه راغلی زلمی له خپلې دندې خوښي ښيي او وايي چې دوی د پولي ساتنه د ملي احساس او سپېڅلي مسووليت له مخي کوي: ((نوم مې محمد عثمان دی چې په جنوب ختيځ زون کې دنده لرم، زه د زړه له اخلاصه خپله دنده اجرا کوم، ما ته ټول هېواد د خپل کورم حيثيت لري، زه به د خپلو وينو تر وروستي څاڅکي د هېواد په چوپړ کې يم.))
د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک وايي چې پوليس يې د خپلو دندو په اجرا کولو کې بريالي دي او هغه مسووليت چې د دوی پر غاړه دی، په ښه ډول يې تر سره کوي. نوموړی وايي د دوی پوليس د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو په سرحدي ساحو کې دندې اجرا کوي چې د درې لويو او رسمي لارو تر څنګ ګڼې وړې او فرعي لارې پرې له ګاونډ پښتونخوا راوښتې دي.
د سرحدي پوليسو ۴۰۲ زون له ننګرهار څخه نيولې تر زابله پورې ۵۳۷ کيلومتره ډېورنډ کرښه تر پوښښ لاندې لري چې ۴۲ کيلومتره د پکتيا، ۱۸۴ کيلومتره د خوست او ۳۱۱ کيلومتره د پکتيکا اړوندېږي او بل لوري ته يې وزيرستان او پاړا چينار پراته دي.
د ډېورنډ دواړه غاړې په تېر کې تر ډېره ناامنه پاتې شوې او دا مهال هم د ډېورنډ کرښې د نورې برخې په څېر د دې زون تر پوښښ لاندې ساحې هم تر يو بريده ناامنه دي.
د دې پولې له هغې غاړې هر ځل د چاودېدونکو توکو او وسله والو د راوښتو خبرونه ورکړل شوي او په دې وروستيو کې يو ځل بيا افغان چارواکو د دې پخلی کړی چې له ګاونډ هېواد پاکستانه چاودېدونکي توکي او وسله وال افغان خاورې ته په قاچاقي ډول رااوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


