ads

ايرو بازان او داوي اتلان لوبډلو افغان رېنجر او پكتيا مشران لوبډلو ته ماتې وركړه

په كابل كې د كركټ د ميليون جام سياليو په اوومې او اتمې لوبې کې پرون داوي اتلان لوبډلې د پکتيا مشران لوبډلې او ايرو بازان لوبډلې افغان رېنجر لوبډلې ته ماتې ورکړه.   په كابل كې د كركټ د ميليون جام سياليو په اوومې او اتمې لوبې کې پرون داوي اتلان لوبډلې د پکتيا […]

نویسنده: TKG
25 وری 1394
ايرو بازان او داوي اتلان لوبډلو  افغان رېنجر او پكتيا مشران لوبډلو ته ماتې وركړه

په كابل كې د كركټ د ميليون جام سياليو په اوومې او اتمې لوبې کې پرون داوي اتلان لوبډلې د پکتيا مشران لوبډلې او ايرو بازان لوبډلې افغان رېنجر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

په كابل كې د كركټ د ميليون جام سياليو په اوومې او اتمې لوبې کې پرون داوي اتلان لوبډلې د پکتيا مشران لوبډلې او ايرو بازان لوبډلې افغان رېنجر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دغو سياليو د وياند واصل وصال لخوا كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، د لومړۍ لوبې پچه، چې د دوشنبې په سهار د کابل په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه اېرو بازان لوبډلمشر جاوېد احمدي وګټله او افغان رينجر لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې افغان رينجر لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د اتو لوبغاړو په سوزېدو ۱۰۸ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۰۹ منډو هدف وټاکه.

خبرپاڼې زياته كړې، ايرو بازان لوبډلې دغه هدف د لوبې په څوارلسم اور کې د يوه لوبغاړي په زيان پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د خبرپاڼې په وينا، دغه رازد داوي اتلان لوبډلې پكتيا مشران لوبډلې ته ماتې وركړه.

خبرپاڼه كاږي، د دې لوبې پچه د پکتيا مشران لوبډلمشر وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۷۵ منډې هدف وټاكه، خو داوي اتلان لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په نولسم اوور كې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د سرچينې د معلوماتو له مخې په بله لوبه كې پرون د ايرو بازان لوبډلې افغان رېنجرز لوبډلې ته ماتې وركړه.

بايد وويل شي، چې د كركټ د ميليون جام سياليو په لړ كې به نن دوه نورې لوبې ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA