ads

ملېشه ځواكونو د بلوچستان په تربت کې ١٣ وسله وال وژلي

د پاكستان د بلوچستان ايالت په تربت سيمه کې امنيتي ځواکونو وروسته له هغې، چې د شنبې په شپه وسله والو په کې د يوې پروژې شل كارګران په ډزو و وژل، د وسله والو په ضد عمليات کړي دي. د پاكستان د بلوچستان ايالت په تربت سيمه کې امنيتي ځواکونو وروسته له هغې، چې […]

نویسنده: TKG
24 وری 1394
ملېشه ځواكونو د بلوچستان په تربت کې ١٣ وسله وال وژلي

د پاكستان د بلوچستان ايالت په تربت سيمه کې امنيتي ځواکونو وروسته له هغې، چې د شنبې په شپه وسله والو په کې د يوې پروژې شل كارګران په ډزو و وژل، د وسله والو په ضد عمليات کړي دي.

د پاكستان د بلوچستان ايالت په تربت سيمه کې امنيتي ځواکونو وروسته له هغې، چې د شنبې په شپه وسله والو په کې د يوې پروژې شل كارګران په ډزو و وژل، د وسله والو په ضد عمليات کړي دي.

د بلوچستان ملېشه ځواکونو تېره شپه د استخباراتي ادارو په مرسته د تربت ښار په کليوالو سيمو کې په وسله والو پسې د پلټنې عمليات کړي او وايي، ديارلس وسله وال يې وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

امنيتي چارواكي وايي، چې په دغو عملياتو كې د ملېشه ځواکونو سرتېرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د خپلواکي غوښتونکو بلوڅو يو وسله وال سازمان، چې په بلوچستان كې يې د ۲۰ تنو كارګرانو د وژنې پړه منلې، رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي، چې د سهراب پل په نوم دغه پروژه د پاکستاني پوځ له خوا پيل شوې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA