د خوست ولايت په علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ کې د څه باندې ۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت د یوه پله د جوړېدو چارې پيل شوې. د چارواكو په وينا، د دغه پله په جوړېدو سره به د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ ګڼې نفوس لرونکې سیمې د دې ولسوالۍ له ښارګوټي او له
د خوست ولايت په علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ کې د څه باندې ۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت د یوه پله د جوړېدو چارې پيل شوې.
د چارواكو په وينا، د دغه پله په جوړېدو سره به د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ ګڼې نفوس لرونکې سیمې د دې ولسوالۍ له ښارګوټي او له خوست ښار سره ونښلېږي.
د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان په دې اړه جوړو شويو مراسمو كې وویل، دغه پل ۱۰۰ متره اوږدوالی او اته متره پلنوالی لري.
نوموړي وویل، د یاد پله چارې په یوه کال کې بشپړېږي څه باندې یو اتیا میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې په جوړېدو سره به يې څلویښت زرو کورنیو ته اسنتیاوې رامنځ ته شي.
د خوست د فواید عامې رئیس انجینير مامور شاه وایي، چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۴ پلونو جوړېدو ته ډېره اړتیا ده، چې درې پلونه یې جوړ شوي، دوه تر کار لاندې دي او نن د یو بل پله د جوړېدو چارې پیل شوې.
نوموړې زیاته کړه، چې په نیږدې راتلونکي كې به د مرکز متون د درش کلي پل د جوړېدو چارې هم پیل شي.
په ورته وخت كې د سیمې خلک وایي، د یاد پله په جوړېدو سره به د دوی بلا ستونزې هوارې شي.
د سیمې خلک وایي، علیشیر او تریزي سرحدي او غرنۍ ولسوالي ده، چې له ډېورنډ کرښې سره اوږده ګډه پوله لري، خو د بیارغونې په برخه کې حکومت تراوسه ورته سمه پاملرنه نه ده کړي. دوی له افغان دولت او بهرنیو موسسو څخه غواړي، چې د بیارغونې، روغتیا، معارف او دېته ورته نورو برخو کې ګڼې پروژې پلې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


