ads

د بشري حقونو مدافعانې پخپله له ګواښ سره مخ دي

د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونکو په وړاندې د معافیت فرهنګ له کبله لا هم بشري حقونه ترپښو لاندې کېږي او هغه شمېر ښځې چې د خپلو همنوعانو له حقونو دفاع کوي، له ګواښ سره مخ دي. د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان […]

نویسنده: TKG
23 وری 1394
د بشري حقونو مدافعانې پخپله له ګواښ سره مخ دي

د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونکو په وړاندې د معافیت فرهنګ له کبله لا هم بشري حقونه ترپښو لاندې کېږي او هغه شمېر ښځې چې د خپلو همنوعانو له حقونو دفاع کوي، له ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونکو په وړاندې د معافیت فرهنګ له کبله لا هم بشري حقونه ترپښو لاندې کېږي او هغه شمېر ښځې چې د خپلو همنوعانو له حقونو دفاع کوي، له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ناورین په کلونو کې د افغانانو حقونه د بېلابېلو ډلو له خوا تر پښو لاندې شول چې تر ننه پورې هم دا وضعیت په یو ډول دوام لري او زورواکي او جنګسالاران د ولس وينې زبېښي. داسې تمه وه چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدلو او د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت په راتلو سره به چې پوره نړیوال ملاتړ ورسره و، د بشري سرغړونو پوښتنه کېږي او ولس به د جنګي ډلو او زورواکو له منګولو ژغورل کېږي، خو برعکس جنګي ډلې لا په قوي موقف کې راغلل او بشري حقونو ته لا نوره صدمه ورسېده.

په تېرو دیارلسو کلونو کې افغان دولت یوازې یو ځل ولس ته ډاډ ورکړ چې د انتقالي عدالت پروسه پیلوي او د بشري حقونو سرغړوونکي او د دې هېواد ويجاړوونکي به د محاکمې مېز ته راکاږي. په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تر ډېرو منډو ترړو وروسته د منازعې ترسیم تر عنوان لاندې یو خورا مستند راپور جوړ او دولت ته وسپاره، خو دولت تر پايه پورې نه د دې رپوټ په اړه څه وويل او نه يې څه اجراات ترسره کړل.

د دولت دې اقدام او تر هغه مخکې د بښنې منشور خپرېدل ولس نهیلی کړ چې په پای کې د ولس او دولت ترمنځ واټن لا نور زیات شو.

ولس چې په تېرو کلونو کې کله هم د بشري حقونو له سرغړوونکو په تنګ راغلى، نو یوازې په دې يې هم اکتفا کړې ده چې د بشري حقونو سازمان له خپلو ستونزو خبر کړي. خو جالبه دا ده چې د بشري حقونو د خوندي کوونکو او مدافعانو په تېره د ښځو مدافعانو ژوند پخپله خوندي نه دی. شنونکي وايي، که چېرته په تېرو کلونو کې د منازعې د ترسیم رپوټ خپرېده او بشري سرغړوونکو ته سزا ورکول کېده نن به دا ستونزې نه رامنځته کېدې.

د بښنې نړیوال سازمان په خپلو نویو څېړنو کې موندلې، هغه شمېر ښځې چې په افغانستان کې د خپلو همنوعانو له حقونو دفاع کوي، پخپله له خطر سره مخ دي.

د دې رپوټ په بنسټ، د ښځو د حقونو د مدافعانو په وړاندې جدي خطر د دولت وسله وال مخالفان او یو شمېر دولتي چارواکي دي.

د بښنې د نړیوال سازمان عمومي مشر سلیل شیتي خواشیني څرګندوي چې افغان حکومت نه دی توانېدلی چې د ښځو د حقونو د مدافعانو په وړاندې د ننګونو او ګواښونو مخه ونيسي.  د نوموړي په وينا، یو له هغو دلایلو څخه چې ښځې مدافعانې ګواښل کېږي، له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ او د ښځو د حقونو ترپښو لاندې کول دي.

د دغه سازمان د رپوټ په بنسټ، افغان حکومت چې د خپلو وګړو د ځان او مال د امنیت ساتلو مسوولیت لري په دې برخه کې يې ډېر څه نه دي. ویل کېږي چې د ښځو د حقونو د مدافعانو په وړاندې د ګواښونو له پنځوسو قضیو څخه یوازې یوې هغې ته تراوسه رسیدګي شوې او بس چې دا پخپله د دا ډول چلند د زیاتېدو سبب ګرځي.

د خواشینۍ خبره دا ده چې لا تراوسه هم په افغانستان کې د ځینو افرادو او ډلو له خوا هڅه کېږي چې د ښځو د فعالیتونو مخه ونیول شي. دا مساله دومره اندېښمنوونکې برېښي چې حتی یو شمېر ښځې فعالانې يې دې باور ته رسولي چې لا هم په دې هېواد کې د ښځو لپاره د فعالیت زمینه نه ده مساعده او ټولنه لا هم نارینه سالاره ده.

د بښنې نړيوال سازمان له افغان حکومت نه غواړي چې په ښځو پورې اړوندې قضیې جدي ونيسي او د ښځو مدافعانو په وړاندې د ګواښونو د مخنیوي لپاره لازم او مخکې تر وخت اقدامات ترسره کړي.

د ولس تمه دا ده چې د ملي يووالي حکومت تېرو تجربو ته په پام، په افغانستان کې د عدالت د ټينګښت لپاره د افغانستان د بشري حقونو د سازمان له خوا د برابر شوي رپوټ له مخې چې د منازعې ترسیم نومېږي، ټول جنګي او بشري ضد څېرې افشا او د محاکمې مېز ته راکاږي. پرته له دې جنګي ډلې به بیا هم په ډاډه زړه په بشري ضد جنایتونو لاس پورې کوي او د ولس او دولت ترمنځ واټن ته لار پرانيزي.

دا ډېره اندېښمنوونکې خبره ده چې د نورو د حقونو غوښتونکي له خطر سره مخ دي، دا د دې سبب ګرځي چې څوک به بیا نه د خپل حق د غوښتلو ناره پورته کوي او نه د نورو، چې دا به بیا په افغانستان کې د ډيموکراسۍ لپاره يو بد زېری وي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA