د پاكستان د بلوچستان ايالت په تُربت سيمه کې تېره شپه نامعلومو وسله والو د برېښنا د يوه بند د پروژې شل كارګران وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
ځايي چارواكي وايي، تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجه د ايران پولې ته نږدې د تُربت ښار په ګوګ دان سيمه کې وسله والو پر يادو كارګرانو په داسې حال
د پاكستان د بلوچستان ايالت په تُربت سيمه کې تېره شپه نامعلومو وسله والو د برېښنا د يوه بند د پروژې شل كارګران وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
ځايي چارواكي وايي، تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجه د ايران پولې ته نږدې د تُربت ښار په ګوګ دان سيمه کې وسله والو پر يادو كارګرانو په داسې حال کې ډزې وکړې، چې هغوى ويده وو.
د دوى په وينا، دغو كار ګرانو تُربت ښار ته نږدې د برېښنا پر بند باندې د پله جوړولو په پروژه کې کار كاوه.
ځايي پوليسو ويلي، چې ۱۶ کارګران د پنجاب ايالت د صادق اباد سيمې او ۴ تنه نور د سند ايالت د حيدر اباد سيمې اوسېدونكي دي.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف دغه پېښه غندلې او د څېړنې حکم يې صادر کړی دى.
د دې بريد مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


