ads

د ميليون جام كركټ سيالۍ پيل شوې

د درېيم پړاو ميليون جام شل اوريزې کرکټ سيالۍ نن په كابل كې پيل شوي. په پام كې ده، چې د دې لوبو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شي.     د درېيم پړاو ميليون جام شل اوريزې کرکټ سيالۍ نن په كابل كې پيل شوي. په پام كې ده، چې د دې لوبو […]

نویسنده: TKG
21 وری 1394
د ميليون جام كركټ سيالۍ پيل شوې

د درېيم پړاو ميليون جام شل اوريزې کرکټ سيالۍ نن په كابل كې پيل شوي. په پام كې ده، چې د دې لوبو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شي.

 

 

د درېيم پړاو ميليون جام شل اوريزې کرکټ سيالۍ نن په كابل كې پيل شوي.

په پام كې ده، چې د دې لوبو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شي.

په لومړۍ لوبه كې به د حميد حسن په کپتانۍ کې د (اېن اېف سي ټايګرز) لوبډله د سهار له مخې د نوروزمنګل له (پکتيا مشران) لوبډلې سره لوبه وکړي.

دغه راز به په همدې ورځ له غرمې وروسته د ميرويس اشرف په مشرۍ د (ايرو بازان) لوبډله د کريم صادق په مشرۍ له (ننګرهار غازيان) لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د يادونې وړ ده، چې په درېيم پړاو ميليون جام شل اوريزه لوبو كې ۸ لوبډلې برخه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA