ads

پکتيا کې لوستې ښځې کار غواړي!

په پکتیا کې مدني فعالانې وايي چې ښځو تر ډېره په دغه ولایت کې خپلو حقونو ته لاس رسی پيدا کړی او دوی هڅه کوي چې ښځې خپلو ټولو بشري حقونو ته لاس رسی ومومي. په پکتیا کې مدني فعالانې وايي چې ښځو تر ډېره په دغه ولایت کې خپلو حقونو ته لاس رسی پيدا […]

نویسنده: TKG
18 وری 1394

په پکتیا کې مدني فعالانې وايي چې ښځو تر ډېره په دغه ولایت کې خپلو حقونو ته لاس رسی پيدا کړی او دوی هڅه کوي چې ښځې خپلو ټولو بشري حقونو ته لاس رسی ومومي.

په پکتیا کې مدني فعالانې وايي چې ښځو تر ډېره په دغه ولایت کې خپلو حقونو ته لاس رسی پيدا کړی او دوی هڅه کوي چې ښځې خپلو ټولو بشري حقونو ته لاس رسی ومومي.

يادې فعالانې وايي چې د نورو لاسته راوړنو تر څنګ  نجونو زده کړو ته لار موندلې، روغتيايي اسانتياوې ورته د تېر پر پرتله زياتې شوې، د کار زمينه ورته برابره شوې او هغوی چې په ښار کې اوسي، اکثريت يې په دفترونو کې کار کوي. د شبنم په نوم يوه مدني فعاله په دې اړه وايي:(( په تېر کې موږ د دې اجازه نه لرله چې کار وکړو، خو اوس د ګردېز ښار يو شمېر نجونو په دفترونو کار کې موندلی، یعنې په دې برخه کې د پام وړ مثبت تغيیر راغلی.))

حسينه ګل يوه بله مدني فعاله ده چې په حکومتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو د زياتوالي خبره کوي. نوموړې وايي:(( موږ هيله لرو چې په دې برخه کې نور کار هم وشي، خو د تېر په پرتله ګڼ مثبت تغييرات راغلي دي.))

د پکتيا د ښځو چارو رئيسه نسرين اورياخېل هم دا مني چې په دې ولايت کې تر يو بريده ښځو ته د کار زمينه برابره شوې او اکثريت هغه ښځې چې لوست يې کړی، په ادارو کې کار کوي.

اوریاخیل د هغو ښځو په شمېر کې د جوت زياتوالي خبره کوي چې په حکومتي او نورو ادارو کې کار ته لېواله دي: ((۷۰ فيصده ښځې دې ته لېواله دي چې په حکومتي ادارو کې کار وکړي او زموږ رياست ته هر وخت مراجعه کوي، چې د کار زمينه ورته برابره کړو. د پخوا په پرتله د خلکو ذهنيت ډېر بدل شوی دی، اوس اکثريت ښځې کولای شي کار وکړي او خپلو کورنيو ته حلاله روزي راوړي.))

د تېرو ديارلسو کلونو په اوږدو کې د هېواد په کچه د ښځو ژوند پام وړ پرمختګونه لرل. د افغانستان په نږدې ټولو ولايتونو کې نجونو زده کړو ته لاس رسی پيدا کړ، روغتيايي اسانتياوې يې د تېر په پرتله ښې شوې، ښځو تر ډېره بشري حقونه خپل کړل او تر څنګ يې په لويه کچه ښځو ته د کار زمينه برابره شوه، خو د دې باوجود د لرې پرتو سيمو ښځې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي. بې وزلي، جهالت، د امکاناتو نشتوالی او نورو لاملونو لا هم د اکثريت افغاني ښځو ژوند ور تريخ کړی دی.

دا په داسې حال كې دې چې په يوشمېر ولايتونو كې بيا ښځې پر دولت نيوكه كوي، سره له دې چې ښځې ښځې خپلو لومړيو حقوقو ته لاس رسى نه لري، ترڅنګ يې په دولتي ادارو كې هم د كار موندلو ستونزې لري، تيره مياشت په زابل ولايت كې د مدني فعالو ښځو په دې اړه اعتراضيه غونډه وكړه او له دولته يې هيله وكړه چې په دې ولايت كې د ښځو ژوند او كار ته جدي پاملرنه وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA