د غزني د ولايتي شورا يو شمېر غړي او په دغه ولايت كې د كډوالو د ښارګوټي مشران پر ځايي چارواكو تور پورې كوي چې د كډوالو د ښارګوټي په نقشه كې يې څلور ځله په خپل سر تغييرات راوستي او د دې كار په بهانه يې د ښارګوټي يو زيات شمېر نومرې پلورلې دي.
د غزني د ولايتي شورا يو شمېر غړي او په دغه ولايت كې د كډوالو د ښارګوټي مشران پر ځايي چارواكو تور پورې كوي چې د كډوالو د ښارګوټي په نقشه كې يې څلور ځله په خپل سر تغييرات راوستي او د دې كار په بهانه يې د ښارګوټي يو زيات شمېر نومرې پلورلې دي.
دوى وايي، د غزني د كډوالو لپاره ځانګړي شوي ښارګوټي ته لومړنۍ نقشه د ښار جوړونې وزارت لخوا طرحه شوې وه، خو وروسته په كې د چارواكو د لاسوهنې له كبله جنجالونه راپورته شول، د ښارګوټي څلور ډوله نقشې راووتې او له يوې پرته په ټولو نقشو كې تفريحي پاركونو، ورزشي ميدانونو، جوماتونو، ابريزې او ښوونځيو ته بيلې شوې ځمكې غصب يا پلورل شوې وې.
د كډوالو د استازو په خبره، د ښارګوټي په چارو كې د چارواكو لاسوهنې ځكه غږ پورته كولو ته اړ كړي چې دا مهال د پرله پسې روان غصب له كبله په دغه ښارګوټي كې د سړكونو د سور كچه هم له ۶۰ مترو څخه، لس مترو ته كمه شوې او پاتې د سړكونو غاړې تر ۴۰ مترو خلكو غصب كړې دي.
په دې اړه د غزني د كډوالو د شورا مشر محمد هاشم ګلستاني تر ټولو زيات غوسه ښكاري او وايي، تر اوسه د غزني د كډوالو رياست ته داسې رهبري نه ده راغلې چې د مهاجرينو د ښارګوټي نقشه يې په خپل سر ور بدله كړې نه وي:(( دې رياست ته چې هر سرپرست راغلى بس سپينې نومرې يې په خپل سر پلورلې، سړكونه يې راتنګ كړي، حتى عام المنفعه ځايونه يې د كورونو د نومرو په نوم پلورلي دي.))
دى وايي، د راپورته شويو ستونزو په اړه يې وخت ناوخت د غزني د ولايت مقام دروازې د شكايت په نيت ټكولې، عريضې يې تر والي پورې رسولې، خو لا هم د دوى غږ ته چا لبيك نه دى ويلى.
د كډوالو د ښارګوټي يو بل سپين ږيرى مشر محمد باقر وايي، اوسمهال غزني مېشتي كډوال په بارانونو كې تر ټولو زيات تاوانونه ويني، ځكه د ابريزو لپاره په بېلو شويو ځمكو هم كورونه رغول شوي او له ښارګوټي څخه د اوبو وتل ناممكن شوي دي:(( همدا د ژمي بارانونو زموږ زړونه راخوړين كړي وو، اوبه په كورونو راننوځي ځكه د ابريزو مخې ته هم كورونه جوړ شوي، كه يې غم ونه خوړل شي د ډېرو خلكو كورونه به په بارانونو كې راكېني.))
محمد باقر د سپينو نومرو د خرڅلاو او غصب پړه هم پر څو كسانو ور اچوي او ادعا كوي چې:(( همدې كسانو سپينې ځمكې خرڅې كړې، وزارت ته مو عريضې وركړې، خو دا كسان لا هم ازاد ګرځي.))
د غزني د ولايتي شورا غړى حسن رضا يوسفي هم د كډوالو د استازو ادعاوې تاييدوي او وايي، دا مهال د كډوالو په ښارګوټي كې يو ښارګوټي، جومات، ورزشي ميدان، جومات يا كوم ښوونځي ته خالي ځاى نه دى پاتې، بلكې په دې ښارګوټي كې د نومرو په غصب پراخ چور روان دى. يوسفي وايي، كه د كډوالو چارو وزارت د دې ستونزې د اواري اقدامات ونه كړي؛ نو ژر ده چې د غزني د كډوالو ښارګوټى د غاصبينو په يو لوى مركز واوړي او كډوال به له خپلو رسېدلو ځمكو هم محروم شي:(( كه دولت په دې اړه اقدامات ونه كړي، موږ به خپله لاس په كار شو، ځكه د دغه ښارګوټي خلك اوسمهال واقعا د غاصبينو د كړنو له كبله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.))
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي كه څه هم مني چې د غزني د كډوالو د ښارګوټي د ابرېزو، شنه زون او سپينو ځمكو ساحې يا غصب او يا د فساد په ترڅ كې پلورل شوي، خو وايي د غزني ولايت مقام په دې برخه كې چوپ نه دى پاتې، بلكې تر اوسه يې هلو ځلو ښې پايلې لرلې دي. دى وايي، څېړنو يې ښودلې چې اوسمهال د كډوالو د ښارګوټي د ستونزو لوى عاملين هغه كميشنكاران دي چې د كډوالو رياست ته د وزارت لخوا ګمارل شوي او را استول شوي دي. احمدي زياته كړه د كډوالو د ستونزو په اړه ولايت مقام يو ځانګړى كمسيون درلود او له دې لارې ګڼې شنې سيمې يا سپينې نومرې بېرته له غصب او پلور څخه راګرځول شوي دي:(( زه د دې كمسيون غړى وم، په ښارګوټي كې مو د تجارتي ماركيټونو لپاره بېلې شوې ځمكې بېرته راوګرځولي، دا ځمكې پخوانيو سرپرستانو پلورلې وې.))
بلخوا په غزني كې د كډوالو چارو رياست د چارواكو نظر اخستل په دې اړه ډېر سخت وو، خو بيا هم يو چاروكي د نوم انه اخستلو په شرط د غزني كليد راډیو ته ومنله چې د رياست هر سرپرست په خپل وخت كې د مهاجرينو د ښارګوټي شنې سيمې پلورلي يا يې په نقشه كې په خپله خوښه تغييرات راوستي دي. دغه چارواكي راته وويل، د ښار جوړونې وزارت د اصلي نقشې په اساس د غزني د كډوالو ښارګوټى ۱۲ زره نومرې لري، خو اوس د نقشو په تغييراتو سربېره هم په دې ښارګوټي كې ايله ۷۲۰۰ نومرې ويشل شوي.
په غزني كې د كډوالو د ښارګوټي پر ځمكو د غصب خبره داسې مهال راپورته كېږي چې څه موده وړاندې د دې ولايت ولايتي شورا خبر وركړ چې غزني كې هر كال شاوخوا ۲۰۰ جريبه ځمكه غصبېږي، خو ولايتي چارواكو بيا دا خبره رد كړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


