په داسې حال كې چې لويه څارنوالي وايي، تر اوسه ورته د فرخندې د قتل په تور د ۴۶ كسانو دوسيې ورغلي او تر يوې مياشتې به يې وڅېړي، بلخوا د كورنيو چارو وزارت خبر وركوي چې لا يې هم په دغه جنایت كې د ښكېلو كسانو له نيولو لاس نه دى اخستى، بلكې د كابل پوليس په قضيه كې د ښكېلو ۱۱ نورو تورنو كسانو په لټه كې دي.
په داسې حال كې چې لويه څارنوالي وايي، تر اوسه ورته د فرخندې د قتل په تور د ۴۶ كسانو دوسيې ورغلي او تر يوې مياشتې به يې وڅېړي، بلخوا د كورنيو چارو وزارت خبر وركوي چې لا يې هم په دغه جنایت كې د ښكېلو كسانو له نيولو لاس نه دى اخستى، بلكې د كابل پوليس په قضيه كې د ښكېلو ۱۱ نورو تورنو كسانو په لټه كې دي.
د وري په نهمه نېټه د كورنيو چارو وزير د ولسي جرګې د داخلي امنيت كمسيون ته ويلي، وزارت يې له عدلي ارګانونو سره د قضيې په څېړنه كې مرستې ته ژمن دى او په همدې خاطر يې تر اوسه د قضيې اړوند د دويمې امنيتي حوزې ۱۷ منسوبينو او ۲۸ نورو كسانو دوسيې هم ور استولي چې هلته به په بېلابېلو برخو كې وڅېړل شي.
د كورنيو چارو وزير نورالحق علومي زياته كړه، كه څه هم تر اوسه د ۱۱ نورو كسانو د نيولو چارې د پوليسو په غاړه پاتې دي، خو لويه څارنوالي بايد تر هغو د وراستول شويو دوسيو څېړنه ژر خلاصه كړي:(( تر اوسه د فرخندې د جرم په اړه هېڅ كوم اسناد نشته، خلكو ويلي چې هغې له سفارتونو سره اړيكه لرله، خو داسې نه ده، هغه د زيارت د متولي د دسيسې ښكار شوې او د قتل مجرمين به يې له قانونه خلاص نه شي.))
د ولسي جرګې د داخلي امنيت د كمسيون يادې غونډې ته د حج او اوقافو وزير فيض عثماني هم تاييد كړه چې د څېړنو له مخې فرخنده بې ګناه وه، خو د ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير بيا د قضيې د لا روښانتيا په خاطر له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې دغه قضيه په پوره دقت له هره اړخه وڅېړي:((له امنیتي او قضایي ارګانونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له حقیقت نه باید سترګې پټې نه کړي او په دې قضیې کې چې هر څوک لاس لري، ښکاره کړي.))
فرخنده شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د كابل شاه دوشمشېره زيارت په انګړ كې د قران کریم د سوځولو په تور د سلګونه ښاريانو تر لغتو لاندې ووژل شوه، په مړ جسد يې د زيارت مخې ته موټر وخېژول شو او وروسته د كابل سيند ته له غورځولو سره سمه وسوځول شوه.
یوه میاشت
د جمهور رئیس اشرف غني لخوا د فرخندې د قتل پر قضيه د ځانګړي ګمارل شوي كمسيون مشر مولوي محى الدين بلوچ وايي چې د فرخندې د قتل د پېښې يوه خوا يې هم نه ده پريښې او ټول جزئيات يې په كره او واضح ډول تر څېړنې وروسته څارنوالۍ ته وركړي، خو لويه څارنوالي بيا وايي، په دغه پېښه كې د ښكېلو ۴۶ كسانو دوسيې لا زياتې څېړنې ته اړتيا لري چې په يوه مياشت كې به يې نتيجه راوباسي.
د لويې څارنوالۍ وياند عبدالبصيرعزيزي په وينا، دوى په دې اړه چټكې څېړنې ته ژمن دي او اوسمهال د څارنوالانو يو ځانګړى هيئت له تورنو كسانو څخه خپلې څېړنې كوي، مګر دغه څېړنې له يوې مياشتې څخه په كمه موده كې نه شي بشپړېداى:(( ۱۹ پوليس د فرخندې د ژغورنې په چاره كې د ناغېړۍ له كبله تورن دي او ۲۷ نور عام كسان بيا د هغې په وژنه كې شريك ګڼل شوي، د دوى د دوسيو دقيقه څېړنه له رارسېدو سره سمه تحقيق ته سپارل شوې ده.))
غبرګونونه لا هم روان دي
د فرخندې د قتل په اړه راپورته شوي غبرګونونه لا هم نه دي ساړه شوي، بلكې په هېواد دننه، هند، لندن، امريكا، جرمني، اسټراليا، فرانسه كې مېشت افغانان او نور نړيوال د هغې د ژولو د عاملينو لپاره د سختې سزا غوښتونكي دي.
د وري په اتمه په هېواد كې د دغې پېښې پر ضد د تازه لاريونونو په ترڅ كې د فارياب، نيمروز او سمنګانو يو شمېر عالمانو، ښځو او مدني فعالانو له حكومته وغوښتل چې د فرخندې قاتلين د هغې د وژل كېدو په ځاى كې باید اعدام كړي.
د فارياب ولایت مرکز میمنې ښار ته راټولو شويو له دوه سوو زياتو مظاهره چيانو د فرخندې د وژلو پېښه په سختو ټكو غندله او له حكومته يې وغوښتل چې له هېواده د کوډګرو او فالګرو ټغر ژر تر ژره ټول كړي.
په لاريون كې شريك مولوي ګل احمد ويل، د فرخندې وژنه له اسلام څخه د مخكې جاهليت د زمانې عمل دى او عاملين يې بايد په هېڅ صورت ونه بښل شي.
په فارياب كې د ښځو د حقونو يوه فعاله رابعه دانشجو بيا وايي، د دغه ولايت ښځې به تر هغې چوپ پاتې نه شي چې د فرخندې قاتلين د هغې د وژنې په ځاى كې له ستوني نه وي راځوړند شوي:(( پر ښځو د تاوتريخوالي كچه بیخي اوج ته رسېدلې او قضايي او عدلي ارګانونه په دې برخه كې پړه دي، بايد د دې پېښې عاملين علني محاكمه شي.))
په دغه ورځ د نيمروز زرنج ښار ته راټولو شويو مېرمنو هم له حكومته د پېښې عاملينو او د شاه دوشمشېره هغه متولي ته چې پر فرخندې يې د قران کریم د سوځولو تور پورې كړى و، د سختې سزا غوښتنه كوله، څو نورو ته دا سبق شي چې دين د خپلې ګټې په خاطر استعمال نه كړي.
د لاريون يوې چمتو كوونكې او د مدني ټولنې فعالې شاه ګل ګلزاده ويل، انساني ضد اعمال د اسلام او افغاني فرهنګ لاره نه ده او اوس بايد حكومت په دغه پېښه كې له اسلام او افغاني فرهنګه سرغړوونكو قاتلينو ته تر ټولو سخته سزا وركړي:((موږ دا ناوړه عمل چې د انسانيت په ټنډه يې تور داغ كېښود په كلكه غندو، قاتلين بايد خوشې نه شي، بلكې سخت مجازات او د خلكو په مخ كې په دار وځړول شي.))
د سمنګانو د مدني ټولنې استازو او يو شمېر عالمانو هم د وري په اتمه نېټه په خپل لاريون كې له حكومته غوښتي چې د پېښې عاملين دې د هېڅ كوم فشار په ترڅ كې خوشې نه كړي، بلكې داسې سزا دې وركړي چې نورو ته د عبرت سبب شي.
فرخندې قران كريم نه و سوځولى
د کورنیو چارو وزارت وایې، څیړنې يې ښیي چې فرخنده د هغو تعویذ لیکونکو د پارونې په نتیجه کې ووژل شوه چې دې ورسره مخالفت کاوه. د کورنیوچارو وزارت د جنایې تحقیقاتو رئیس جنرال ظاهرظاهر په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي، فرخنده له يوه وخته شاه دوشمشېره زيارت ته خلكو ته د نصيحت په نيت تله او مېرمنو ته به يې توصيه كوله چې له چا څخه تعويذ وانخلي. جنرال ظاهر وايي، ځينو تعویذ لیکونکو دا منلې چې فرخندې قران شریف نه و سوځولی: ((څه چې د تحقیقاتو په نتیجه کې معلوم شوي هغه دا دي چې فرخنده له دوه درې ورځو دغه ځاى ته تله او په اصطلاح دعوت کوونکې وه، هغې تعویذ لیکونکو ته ویل چې تاسو ښه کار نه کوئ. د فرخندې له سوابقو معلومیږي چې اکثرا به یې خلک نیکۍ ته دعوت کول او یوه متدینه نجلۍ وه.))
په همدې حال کې د حج اوقافو وزارت هم وايي چې فرخندې قران كريم نه و سوځولى، بلكې هغه د خلكو د بې ځايه قهر او د زيارت د تعويذ ګرو د دسيسې ښكار شوې ده.
د حج او اوقافو وزارت وايي، پر يو داسې طرزالعمل یې کارپیل کړی چې په پلي کېدو سره به يې له دې وروسته په ټول هېواد كې د تجارتي او خرافاتي تعویذګرانو مخه ونیول شي.
د افغانستان د عالمانو شورا هم له حکومته د قضيې اړوند غوښتي چې د سړكونو د غاړې فال كتونكو خرافاتيانو او د سوداګرو تعويذګرو ټغر له هېواده ټول كړي.
عدالت پلی کېږي
د فرخندې له قتل سره هغې ته د انصاف غوښتونكو د راپورته شويو غږونو په څنګ كې لويې څارنوالۍ ويلي چې د قران كريم د سوځولو په تور د وژل شوې دغې نجلۍ په موضوع كې به په بشپړ ډول عدالت پلى شي.
د لويې څارنوالۍ سرپرست نورحبيب جلال د مشرانو جرګې يوې غونډې ته ويلي، د فرخندې د وژلو پېښه يوه ستره پېښه ده او په دې اړه به راټول شوي معلومات له خلكو سره هم شريك كړي او د پېښې په تورنو كسانو به هم عدالت پلى شي.
نوموړي ويلي: (( زه د لویې څارنوالۍ د ادارې په استازیتوب تاسو ته ډاډ درکوم چې په دې موضوع کې به اسنادو ته په کتو او د محمدي شریعت او د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې په واقعي معنی عدالت پلی کړو.))
هغه دا خبره د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلميار د هغې غوښتنې په ځواب كې كړې چې ويل يې حكومت بايد ژر تر ژره د دغې پېښې اصلي عمق ته ورسېږي او د حقايقو په رڼا كې عادلانه پرېكړه وكړي.
يوه هيله بښونكې همغږي
په داسې حال كې چې د قران كريم د سوځونې په تور د بې ګناه فرخندې وژنې په نړيواله كچه او په هېواد دننه ګڼ غبرګونونه راوپارول، تر څنګ يې دې ته هم لاره اواره کړه چې د علماوو او مدني ټولنو تر منځ واټن کم کړي او دواړه خواوې د دا ډول پېښو پر وړاندې مشترك غبرګون وښيي.
شنونكي د علماوو او مدني ټولنو د استازو دغې همغږۍ ته خوشبيني ښيي او وايي، په دې ډول علما او مدني ټولنې كولى شي په ګډه په راتلونكي كې د دا ډول پېښو او نورو مسايلو په اړه مشترګ غبرګون وښيي او په هېواد كې د پرتو ټولنيزو ستونزو پر وړاندې ګډ عمل وكړي.
مدني فعال ډاكټر سديس نيازى دې ټكي ته تر ټولو زيات خوشبين دى او د هېواد د ابادۍ په لاره كې د مدني ټولنو او ديني علماوو رول مهم او اساسي بولي. هغه وايي، اوس د دې وخت رارسېدل چې افغانان په يو ټغر راټول او د نورو د دسيسو ښكار نه شي: (( موږ وليدل چې علماوو دا پېښه په ملي كچه له موږ سره اوږه په اوږه وغندله، له دې وروسته به ټول په ګډه مبارزه كوو چې ستونزې له منځه ولاړې شي.))
مولوي عمر صابر هم وايي، د فرخندې پېښه د تاريخ تر ټولو لړزوونكې او نه جبرانېدونكې پېښه ده، خو الله تعالى په دې كار سره افغانانو ته دا پېغام وركړ چې سره راټول شي او د خپلو ټولنيزو ستونزو پر وړاندې چې دوى درك كړي او يا يې له دې وروسته درك كوي په ګډه مبارزه وكړي: ((الله تعالى فرمايي كوم قوم چې خپل حالت پخپله بدل نه كړي، زه يې هم نه بدلوم، دې فرمان كې ستر حكمت پروت دى او موږ يې نمونه وليده چې كه موږ د ټولنيزو مسايلو پر وړاندې په يو غږ راپورته نه شو، هېواد به سوكالۍ ته ونه رسوو.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

