د افغانستان د صادراتو د پراختيا ادارې چارواکي وايي، که څه هم په تېرو ۱۳ کلونو کې د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې دې هېواد ښې لاسته راوړنې لرلې خو کورني توليداتو د لازمو مالي امکاناتو د نه شتون له کبله د دې وړتيا پيدا نه کړه چې نړيوالو بازارونو ته لاره
د افغانستان د صادراتو د پراختيا ادارې چارواکي وايي، که څه هم په تېرو ۱۳ کلونو کې د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې دې هېواد ښې لاسته راوړنې لرلې خو کورني توليداتو د لازمو مالي امکاناتو د نه شتون له کبله د دې وړتيا پيدا نه کړه چې نړيوالو بازارونو ته لاره پېدا کړي.
د نوموړې ادارې مشرې نجلا حبيب يار نن په کابل کې د افغانستان نړيوال بانک او د افغان د کليو مالي کمپنۍ سره د دوو هوکړه ليکونو د لاسليک پر مهال خبريالانو ته وويل، وروسته له دې به د يادو هوکړه ليکونو پر مټ افغان سوداګر وکولاي شي، چې د لنډ مهالو او اوږدمهالو پورونو په ترلاسه کولو خپلې سوداګرۍ او توليداتو ته وده ورکړي.
نجلا حبيب يار دغه راز زياتوي چې د پور اخيستو لپاره به نوموړى خصوصي بانک او يادې کمپنۍ ته سوداګر د دوى له لارې ورپيژندل کيږي.
د حبيب يار په وينا د دوى هدف کورنيو توليداتو ته وده ورکول دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اقتصادي چارو كارپوهان وايي، ډېرى وخت د افغانستان تولېدات د ټيټ کيفيت درلودو له کبله هم د دې توانايى نه لري چې نړېوالو بازارونو ته لار ومومي، خو د افغانستان د صادراتو د پراختيا اداره ژمنه کوي چې دوى به له سوداګرو او د توليدوونکو توکو له خاوندانو سره د ښونيزو لارو چارو له مخې دا ستونزه هم حل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

