ads

د ښځينه پوليسو د مهارتونو لوړول

د كورنيو چارو وزارت تېر كال د كب په مياشت كې د ښځینه پولیسو ۱۹۰ تنه ځوانې او هوډمنې ښځې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو نه د لوړو زده کړو لپاره د تركيې هېواد ته واستولې چې اوس له څلور میاشتنيو زده کړو وروسته بېرته هېواد ته راستنې شوې. د كورنيو چارو وزارت تېر كال […]

نویسنده: TKG
16 وری 1394
د ښځينه پوليسو د مهارتونو لوړول

د كورنيو چارو وزارت تېر كال د كب په مياشت كې د ښځینه پولیسو ۱۹۰ تنه ځوانې او هوډمنې ښځې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو نه د لوړو زده کړو لپاره د تركيې هېواد ته واستولې چې اوس له څلور میاشتنيو زده کړو وروسته بېرته هېواد ته راستنې شوې.

د كورنيو چارو وزارت تېر كال د كب په مياشت كې د ښځینه پولیسو ۱۹۰ تنه ځوانې او هوډمنې ښځې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو نه د لوړو زده کړو لپاره د تركيې هېواد ته واستولې چې اوس له څلور میاشتنيو زده کړو وروسته بېرته هېواد ته راستنې شوې.

له دې شمېرې څخه ۱۱۲ تنه به يې په كابل او پاتې نور به يې د هېواد په نورو ولايتونو كې دنده ترسره كوي.

د كورنيو چارو وزارت د جندر د برخې مشره جنرال حكمت شاهي رسولي وايي، ورته ثابته شوې چې دا وزارت د ښځينه پوليسو له جذب پرته خپلو هدفونو ته نشي رسېداى، نو له همدې كبله يې د ښځينه پوليسو د ځواكونو د جذب لپاره مثبت تبعيض په نظر كې نيولى او لازم امكانات يې هم د هغوى لپاره برابر كړي دي.

د نوموړې په وينا، هغه ښځينه پوليس چې د زده كړې په دوره كې دي؛ د كورنيو چارو وزارت له ټولو هغو حقونو او امتيازونو څخه برخمنې دي چې د نورو پوليسو لپاره په نظر كې نيول شوي.

جنرال حكمت شاهي د ښځينه پوليسو نويو سربازانو ته په خطاب كې وويل:”د خلكو د اعتماد جلبول ستاسو له مسووليتونو څخه دي او د دې كار لپاره ستاسو وسله قانون دى چې له هېڅ تبعيض پرته يې په پلي كولو كې اقدام وكړئ.”

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونكې راضیه انوري د خپلو زده کړو او مهارتونو د لوړولو لپاره تركيې ته تللې وه.

هغه وايي، كه چېرې دغه بهیر شپږو میاشتو ته غځېدلى واى، نو د دوى تجربې به نورې هم زياتې شوې واى.

نوموړې زياته كړه: “زموږ هېواد وروسته پاتې هېواد دى او موږ باید نړیوالو ته وښایو چې هېواد مو له جګړې بېزاره دى، نو ځکه زموږ ښځې هم د هېواد د ساتنې لپاره هڅې کوي.”

د كورنيو چارو وزارت د چارواكو په وينا، په تركيه كې د دغو سربازانو د زده کړو لګښت اروپايي اتحادیې پر غاړه اخیستی و.

تر دې مخكې هم ۳۰ تنه افغان پولیسې د لوړو زده کړو لپاره مصر ته او ۱۲۰ تنه نورې ترکيې ته لېږل شوې وې.

ټاكل شوې ده چې په نږدې راتلونكې كې هم د ښځينه پوليسو د ځواكونو ۳۲۵ تنه نورې سربازانې د شپږ مياشتنيو زده كړو لپاره تركيې ته واستول شي.

اوسمهال د كورنيو چارو وزارت په چوكاټ كې ۲۳۰۰ ښځينه سربازانې، افسرانې او كارمندانې په كار بوختې دي، خو دا وزارت د ښځينه پوليسو د افسرانو شمېره كمه بولي او وايي، نړیوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې چې افغانې ښځینه افسرانې به روزي.

په ورته مهال دا وزارت هوډمن دى چې په نږدې كلونو كې به د ښځینه پولیسو شمېره ۵۰۰۰ تنو ته او د جوړو شويو پروګرامونو پر بنسټ به تر راتلونكو لسو كلونو پورې دا شمېره ۱۰ زره تنو ته ورسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA