ads

تيرا كې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خیبر پښتونخوا په تېرا كې د پاکستاني جنګي الوتکو تازه برید شوى، چې چارواكي پكې ۱۱ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو دعوه كوي. پاکستاني جنګي الوتکو د خیبر پښتونخوا تیراه دره کې د وسله والو په پټنځایونو بمبارۍ په نتیجه کې اته وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده. […]

نویسنده: TKG
16 وری 1394
تيرا  كې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خیبر پښتونخوا په تېرا كې د پاکستاني جنګي الوتکو تازه برید شوى، چې چارواكي پكې ۱۱ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو دعوه كوي. پاکستاني جنګي الوتکو د خیبر پښتونخوا تیراه دره کې د وسله والو په پټنځایونو بمبارۍ په نتیجه کې اته وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

 

 

د خیبر پښتونخوا په تېرا كې د پاکستاني جنګي الوتکو تازه برید شوى، چې چارواكي پكې ۱۱ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو دعوه كوي.

پاکستاني جنګي الوتکو د خیبر پښتونخوا تیراه دره کې د وسله والو په پټنځایونو بمبارۍ په نتیجه کې اته وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ د جیټ الوتکو بمبار نن سهار د خیبر ایجنسۍ قبایلي سیمې تیراه کې شوی، چې له كبله یې درې وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني پوځي چارواکو په خپره کړې اعلامیه کې همدا راز د پنځو نظامي مرکزونو د له منځه وړلو پخلی هم کړی دی.

وژل شوي او ټپیان د تحریک طالبان پاکستان او لشکر اسلام ډلې اړوند بلل شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA