افغان حكومت وايي، د ايران او د ۵ + ۱ هېوادونو ترمنځ د اټومي مسئلې د هواري لپاره د يوه چوکاټ د رامنځته کېدو په هدف د شوې هوكړې هرکلی کوي. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان دولت دغه هوكړه د افغانستان، سيمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه
افغان حكومت وايي، د ايران او د ۵ + ۱ هېوادونو ترمنځ د اټومي مسئلې د هواري لپاره د يوه چوکاټ د رامنځته کېدو په هدف د شوې هوكړې هرکلی کوي.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان دولت دغه هوكړه د افغانستان، سيمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه بولي او ورڅخه ملاتړ کوي.
ايران د تېرې پنجشنبې په ورځ له امريکا، بريتانيا، فرانسې، چين، روسيې او جرمني سره د خپلې اټومي لانجې د هواري په هدف د يوه چوکاټ د رامنځ ته کولو لپاره هوکړې ته رسېدلى دى.
د دې هوکړې له مخې، د ايران اټومي پروګرام محدودېږي او په بدل كې به يې پر دې هېواد نړيوال بنديزونه په تدريجي ډول لرې کېږي.
د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو استازي د روان ميلادي کال د جون مياشتې تر پايه وخت لري، چې د يادې هوكړې پر بنسټ د وروستۍ موافقې د لاسليک لپاره کار وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


