د نوښتګرو ښځو بنسټ د يو نوي نوښت له مخې افغان مېرمنو ته د موبايل له لارې د د سواد زده كړې لړۍ پيل كړې او وايي دا مهال ورسره په دې پروګرام كې ۶۰ تنه ښځې په كار او سواد زده كړه بوختې دي.
د نوښتګرو ښځو بنسټ د يو نوي نوښت له مخې افغان مېرمنو ته د موبايل له لارې د د سواد زده كړې لړۍ پيل كړې او وايي دا مهال ورسره په دې پروګرام كې ۶۰ تنه ښځې په كار او سواد زده كړه بوختې دي.
د یاد بنسټ مشره مرضيه جوادي وايي، په خپل بنسټ کې ښځو ته د دیني او عصري علومو د تدريس تر څنګ کسبونه او حرفوي روزنه هم وركوي.
د هغې په خبره، د نوښت ګرو ښځوپه بنسټ کې ښځې هم سواد زده کوي او هم د ممیزو په پاکولو، پروسس او صادراتو په كار بوختې دي، خو په دې بنسټ كې د نورو پروګرامونو تر څنګ دیره اهمه برخه ښځو ته دګرځنده ټليفون په مرسته د سواد د زده كړې پروګرام دى چې تازه پيل شوى دى: ((موږ ښځو ته د ګرځنده ټليفونونو استفاده د ټليفون له لارې د سوداګرۍ كنټرول او له دې لارې د سواد اموزۍ لارې چارې برابروو، ټليفونونه مو ورته توزيع كړي او څلور مياشتې روزنه وركوو.))
دا چې بیسواده ښځې به څنګه د ټليفون په واسطه پیغام واستولى شي؟ مرضيه جوادي ېې په په اړه وايي، دوى ښځو ته د سواد زده کړې لپآره الفبا په کتابچو کې نه بلکې د موبایل په پیغام استوونکې صفحه باندې ليكي، خو تر ټولو مخکې ورته د موبایل روښآنول ورزده كوي: (( په دې ډول ښځی هم سواد زده کوی او ورسره د ګرځنده ټليفون له لاری خپلې سوداګریزې چارې په ښه توګه مخ ته وړي. داکار د ښځو لپاره ډیره په زړه پورې هم ده .))
د يادونې وړ ده چې د نوښتګرو ښځو بنسټ د(NMD) یا افغانستان لپاره د نویو ماركيټونو د پروژې په مرسته په روان کال کې یو ټن ممیز هندوستان ته لیږلي.
مرضيه جوادي په دې خوشاله ده چې د بنسټ لخوا د ممیزو د پاکولو او صادرولو ټول کار د ښځو په مټ تر سره کیږي، خو په وينا يې د کورنيو او ټولنه کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالۍ هغه څه دي چې نن سبا د افغان ښځو د پرمختګ په لار کې خنډونه وراچوي.
هغه په مايوسۍ وايي: (( زياتره ښځې دلته هم د كار اجازه نه لري، له ښځو سره د تاوتریخوالو د مخنیوي لاره د نارینه وو د ذهنونوروښانول دي .مرد سالاره ټولنه له کوره بهر د ښځو کار نه خوښوي او د ښځو د حقونو د پالونکو بنسټونو له خوا په دغه برخه کې کار او زیار تقریبا بی نتیجې ښکاري.))
مرضیه جوادی چې د تاوتریخوالو ځپلو ښځو د حقونو فعاله هم ده وايي، په هر کنفرانس او هره ناسته کې له ښځو سره په دغه برخه کې کار کیږي خو په وينا يې دې له نارینه و سره په دغه برخه کې کار کړی او لا به هڅه وكړي: (( زه له ښځو سره د تاوتریخوالې د له منځه وړلو لپآره د ښځې خاوند هم راغواړم او ورسره خبرې کوم .دا کار د نارینه ذهن روښانوی او ما د دغې کړنلارې نه ډیره ښه نتیجه هم اخیستې ده.))
د مرضیه جوادی په خبره، ښځو ته د احترام او په هغوی د باور فرهنګ باید د دینی عالمانو له خوا هم نارینه ته وروښودل شي حال دا چې دینی عالمان په دغه برخه کې هیڅ ونډه نه اخلي ځکه د جوادي په وينا، دوی داسې انګیری چې که له ښځو سره تاوتریخوالي وغندی نو ښځې به آزادې شي او د خپل خاوند بادارانې به شې: ((دا فکر ناسم دی ځکه زما له نظره کله چې یو خاوند یا د کور نارینه د خپلې ښځې او خور و مور حقوق وپیژني او پر هغه باور ولري نو په کور او ټولنې کې به يی خپل عزت لا زیات شي او کورنى ژوند به يي ښه تېرېږي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

