ads

خصوصي لېسو په اړه اندېښنې

كه څه هم په خوست كې د يو لړ امنيتي ملحوظاتو له كبله د ۱۳۹۳ كال د ښوونځيو د نتايجو پر غونډو بنديز لګېدلى و، خو اسناد او شواهد ښيي چې په دغه ولايت كې يو شمېر خصوصي لېسو نه يوازې دا چې خپل كلني نتايج له ټاكلې نېټې ځنډولي، بلكې د حكومت له امر […]

نویسنده: TKG
10 وری 1394
خصوصي لېسو په اړه اندېښنې

كه څه هم په خوست كې د يو لړ امنيتي ملحوظاتو له كبله د ۱۳۹۳ كال د ښوونځيو د نتايجو پر غونډو بنديز لګېدلى و، خو اسناد او شواهد ښيي چې په دغه ولايت كې يو شمېر خصوصي لېسو نه يوازې دا چې خپل كلني نتايج له ټاكلې نېټې ځنډولي، بلكې د حكومت له امر څخه په سرغړاوي يې د نوي

 

 

كه څه هم په خوست كې د يو لړ امنيتي ملحوظاتو له كبله د ۱۳۹۳ كال د ښوونځيو د نتايجو پر غونډو بنديز لګېدلى و، خو اسناد او شواهد ښيي چې په دغه ولايت كې يو شمېر خصوصي لېسو نه يوازې دا چې خپل كلني نتايج له ټاكلې نېټې ځنډولي، بلكې د حكومت له امر څخه په سرغړاوي يې د نوي كال له راښكاره كېدو سره سم د كلنيو نتايجو په وياړ ګڼې غونډې هم كړې دي.

خوستيان د خصوصي لېسو دغه سرغړاوى د معارف ادارې ته د خصوصي ليسو د سپكاوي په معنی اخلي او وايي، نه وه په كار چې د دغو ليسو لخوا د شاګردانو د ژمنيو ازموينو نتايج ځنډول شوي او بيا يې د پوهنې د رياست د امر خلاف نتايج غونډې نيولې واى.

په خوست كې د خصوصي ليسو د اكثره شاګردانو والدين وايي، خصوصي لېسو د نتايجو د پر وخت اعلان پر ځاى نويو ټولګيو ته د امادګۍ په نامه كورسونه جوړ كړل، له دوى يې پيسې واخستې، خو كورنۍ د ژمنيو رخصتيو تر پايه په دې فكر كې وې چې زامن به يې نوي كال ته په نوي ټولګې كې كېنول شي او كه څنګه؟

حاجي اسدالله د خوست يو كاروباري سړى دى او وايي زامن يې د دې لپاره په خصوصي ښوونځيو كې اچولي چې بنسټيزه روزنه يې وشي، خو په كومه لېسه كې چې د ده بچيان درس لولي، ټول ژمى يې د ده كورنۍ او بچيان په ذهني كشمكش كې وساتل:(( د خپل تجارت لپاره يې زما زامن ور وغوښتل او ويل يې د ژمي كورسونه بايد تعقيب كړئ، خو هغوى حيران وو چې اوس به نو موږ كامياب يو كه ناكام؟ ما هم څو ځله غوسه پرې وكړه چې تاسې نوي ټولګي ته روان ياست، خو درسونه د تېر ټولګي درباندې لولي دا څنګه كيسه ده؟ خو بچيانو مې ويل بس اداره چې څه يې زړه غواړي كوي يې، نتايج يې تر حمل پورې ځنډولي دي.))

حاجي اسدالله زياتوي چې سږ كال خصوصي ليسو د پوهنې رياست له هغه امر نه هم سرغړونه كړې چې ويلي يې وو، هېڅوك هم نه شي كولى د ۱۳۹۳ كال د ښوونځيو د فارغانو يا نتايجو د  اعلان په مناسبت شاندارې غونډې جوړې كړي:(( خصوصي ليسو سږ كال ښه په درز كې د نتايجو د اعلان غونډې برابرې كړې، د زده كوونكو پلرونه يې هم وروغوښتل.))

د خصوصي ليسې يو زده كوونكى عمران بيا د خپل ښوونځي د ادارې د نتايجو د اعلان په ځنډ ګيله من دى او وايي د كال تر پايه پوى نه شو چې نوي ټولګي ته به بريالى وي او كه ناكام به وي، خو ادارې پرې د تېر او نوي كال كورسونه د امادګۍ په نوم په يوه او بله بهانه ولوستل:(( زما له اكثره ټولګيوالو  دا لار وركه وه چې موږ نو اوس كوم ټولګي كې شو؟ زه هم خپله يوازې په دې پوه شوم چې پيسې يې رانه واخستې.))

اصغر هم په خوست كې د يوې خصوصي ليسې زده كوونكى دى، هغه وايي د ژمي رخصتۍ يې په مړه خوا نه دي تېرې كړې، بلكې د ادارې له لاسه پرې هره شپه او ورځ همدا ذهني فشار و چې په ټولګي كې ناكام شوى نه وي:(( د شپې خوب مې ورك و، د ژوند له هر كاره مې لاس ختلى و، بس تشويش كې به وم چې زما د ټولګي پايلې به څنګه راوځي؟))

وزيرالله بيا سږ كال د يوې خصوصي ليسې له دولسم ټولګي فارغ شوى، پر هغه هم د ذهني كړاو درې مياشتې تېرې شوي او د كال په اخر كې پرې د برياليتوب زېرى شوى دى. دى وايي، خصوصي ليسې بايد د زده كوونكو د رواني روزنې ځاى اوسي، خو سږ كال په خوست كې موجودو ټولو خصوصي ليسو د خپلو شاګردانو رواني حالت له صدمې سره مخ كړى و:(( یو خوا د کانکور پایلو ته اندیښمن وم او بل طرف دلته په ښوونځي کې له خپلې نتیجې څخه ناخبره وم.))

بلخوا د يوې خصوصي لېسې مسوول د نوم نه اخستو په شرط دا مني چې سږ كال يې نتايج په ځنډ او په شاندارو غونډو كې اعلان كړي، خو وايي دا كار يې په دې نيت كړى چې زده كوونكي درس ويلو ته لا تشويق او فعاله پاتې شي:(( موږ سږ كال غونډه لرله په دې نه منكرېږم، خو دا غونډه د ممتازو شاګردانو د ستاينې غونډه وه، تر څو نور زده كوونكي تشويق شي، نوي درسونه ووايي او نتايج مو ځكه وځنډول چې شاګردان د مسووليت احساس وكړي او ښه ډېر درس ولولي.))

دا چې د خوست پوهنې رياست به له خپل امر څخه سرغړوونكو خصوصي ليسو سره څه كوي؟ په دې اړه د خوست د پوهنې رئيس بخت نور بختيار وايي، دوى ته سږ كال د امنيتي ارګانونو له لوري مكتوب ورغلى و چې په ښوونځيو كې به د نتايجو د اعلان كلنۍ غونډې نه كېږي، خو اوس چې يو شمېر ليسو دا كار كړى، نو اداره يې مجبوره ده چې دغه خصوصي ليسې امنيتي ارګانونو ته د قانوني چلند لپاره ور وپېژني:(( يو هيئت مو هم ټاكلى چې په دغه ليسو څېړنه وكړي او له امره د سرغړوونكو ليسو يو ليست برابر كړي، تر څو قانوني چلند ورسره وشي.))

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA