شد لویو لارو په اږدو کې د مسافرو وژل او تښتول ښيي چې پر دغو لارو د خلکو لپاره تګ راتګ سخت شوی او كه چېرې حكومت په بیړه د دغو لارو امنیت خوندي نه کړي، ښايي سږکال پر دغو لارو د ډېرو انساني تلفاتو شاهدان واوسو.
شد لویو لارو په اږدو کې د مسافرو وژل او تښتول ښيي چې پر دغو لارو د خلکو لپاره تګ راتګ سخت شوی او كه چېرې حكومت په بیړه د دغو لارو امنیت خوندي نه کړي، ښايي سږکال پر دغو لارو د ډېرو انساني تلفاتو شاهدان واوسو.
د لویو لارو د ناامنه کېدو په اړه اندېښنې له تېرې يوې نيمې مياشتې را په دېخوا مخ په زياتېدو دي، د كابل- غزني پر لویه لاره د ميدان وردګو په شاوخوا كې په تر ټولو تازه پېښه کې د سپرلیو پر موټر د وسله والو د ډزو په نتیجه کې د يوې مېرمنې په شمول ۱۳ تنه ووژل شول او دوه نور سخت ټپيان شول.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، پېښه تېره اوونۍ د سه شنبې په يوه بجه د سيد اباد په هفت اسیاب سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه چې يو ۳۰۳ ډوله او يو هينو موټر له كابله د غزني پر لور روان وو او دواړه موټر په يو وخت د وسله والو تر بريد لاندې راغلل. د ميدان وردګو سرپرست والي مجيد خوږياڼى بیا وايي چې د پېښې په اړه تحقيقات كوي او په هر ډول چې وي عاملين به يې د قانون منګولو ته وسپاري. مجيد خوږياڼي پېښه په سختو ټكو غندلې او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي چې دا د دوى كار نه دى، بلکې د افغانستان د دوښمنانو کار دی. تر دې وړاندې د كندهار- غزني پر لويه لار دوه ځله د نامعلومه وسله والو لخوا د مساپرو د تښتولو داسې عجيب او غريبې پېښې هم رامنځته شوې چې طالبانو يې مسووليت وانخست.
د مساپرو د تښتونې تر ټولو زړه بوږوونكې پېښه شاوخوا يوه مياشت وړاندې د غزني- كندهار پر لاره د زابل په شاجوى كې له ايرانه د راستنو شويو ۳۱ هزاره افغانانو وه، حكومت په دې اړه وروسته ډېرې پلټنې او عمليات وكړل، خو تر اوسه لا د دغو عملياتو مثبته نتيجه نه ده اعلان شوې. تر دې څو ورځې وروسته نور ۱۰ تنه هزاره ګان له موټرو ښكته او وتښتول شول، خو امنيتي ځواكونو د دغې لس كسيزې ډلې د ژر خوشې كېدو خبر وركړ. د ننګرهار په بټي كوټ كې د تورخم- جلال اباد لاره هم يوه نيمه ورځ د همدغسې پېښو شاهده وي، يوازې په دې توپير چې هلته وسله وال په منډه منډه د سړك سر تړي، خپل مطلوب كس له موټره كوزوي يا يې د سړك پر غاړه وژني او يا يې هم د پيسو په بدل كې د خوشې كولو موقف نيسي.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د كندوز، هرات، پكتيا، پكتيكا، لوګر او نورو ولايتونو لويې لارې هم وخت ناوخت د وسله والو له ګواښونو سره مخ شوې دي.
دولت په سرسري بيانونو كې لګيا دى او پر لويو لارو د پوستو اچولو له كبله د امنيت د تامين ډاډ ښيي، خو مساپر چې هر څه په خپلو سترګو ويني دې پېښو ته خورا اندېښمن دي، دوى فكر كوي چې كه په لاره طالبان نه راو نه وځي، نو د يوه نامعلوم تور لاس منګولو ته كېوځي، نادركه به شي او په هېڅ شان به يې د پيدا كېدو څركونه ونه لګي.
خليل د هرات اوسېدونكى او په كابل كې دنده لري، خو وايي د كابل- هرات په لاره چې هر وخت سفر كوي؛ نو وېرې يې په زړه او ذهن سيورى كړى وي:(( مور مې راته وايي دنده پرېږده موږ به نهر ژوند وكړو، خو ستا جنازه نه شو ليدلی.))
امان الله صداقت بيا د غزني د جاغوريو اوسېدونكى او په كابل كې دنده لري، دى وايي هېڅ كله په ډاډه زړه كور ته نه دى رسېدلى، بلكې هره شيبه يې زړه درزېږي چې په لاره به وسله وال راووځي او دى به نامعلوم لوري ته يوسي:(( كه دولت د لارو امنيت نه شي نيولى موږ به قرار په كور كېنو، خو هغسې هم نه كېږي، وايي چې داعش ډله كه څوك دنده ولري او كه نه له ځان سره يې بيايي.))
د چارو كارپوهان هم وايي چې امنيتي ځواكونه بايد د لارو په ساتنه كې تر خپلې وسې زيات كوښښ وكړي او هغه مرګوني ګواښونه چې په لويو لارو کې د مساپرو پر مخ راپورته كېداى شي، له يوې مخې له منځه يوسي. د ډاكټر نجيب الله د حكومت د كشف پخوانى افسر احسان مومند وايي، حكومت ته په كاره ده چې د لويو لارو پر سر كشفي او امنيتي پوستې زياې کړي:(( په لويو لارو بايد د امنيتي پوستو د زياتولو تر څنګ كشفي ارګانونونه تقويه شي، تر څو وسله وال غله، وسله وال طالبان، نامسووله ټوپكماره ډلې او نوې راپيدا شوې داعش ډله په اسانۍ سره لارې ناامنه نه كړي.))
پوځي كارپوه ډګروال شمشيرخان هم وايي چې وسله والې ډلې خصوصا داعش چې دا مهال هېڅ ولسي ملاتړ نه لري، شايد د زياتې وېرې اچونې لپاره د لارو د ناامنه كولو تاكتيك ته توجه وکړي، خو حكومت بايد د لافو پر ځاى د عمل لاره ونيسي:(( كه دا داعش ډله وركه نه شي، لارې به دومره ناامنه شي چې پيشو به هم په دې سړكونو ونه ګورې، داعش اوسمهال هېڅ قسم ملاتړ نه لري، خو كولى شي په لويو لارو خلك ونيسي، كوز يې كړي او يو ډول وېره خپره كړي. دا يې تر ټولو خطرناك تاكتيك بولم.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

