له خپلو لوړو ارزښتونو او دیني احکامو ناخبري د ګڼو مصیبتونو او ټولنیزو ناخوالو د رامنځته کېدو سبب ګرځي. د دیارلس سوه درې نوي يم کال ۲۸ مه نیټه، د يوې افغانې پېغلې د ژوند وروستۍ ورځ وه. په دغه ورځ د شاه دوشمشېره علیه رحمه په زیارت کې، یوه
له خپلو لوړو ارزښتونو او دیني احکامو ناخبري د ګڼو مصیبتونو او ټولنیزو ناخوالو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
د دیارلس سوه درې نوي يم کال ۲۸ مه نیټه، د يوې افغانې پېغلې د ژوند وروستۍ ورځ وه. په دغه ورځ د شاه دوشمشېره علیه رحمه په زیارت کې، یوه پېغله، چې ویل کېږي ديني تعلیمات یې تر سره کړي وو، د یو شمېر قهرېدلو خلکو له خوا په دې خاطر ووهل شوه، د موټر تر ټایرونو لاندې شوه او بالاخره وسوځول شوه، چې ګواکې قران عظیم الشان ته يې اور اچولی . د پېښې ډول د ګڼو افغانانو په تېره ماشومانو، ښځو او نجونو پر روان سخت فشار راوړ او ګڼو وویل چې هغه شپه يې یا سم خوب نه دی کړی او یا يې هم وېروونکي خوبونه لیدل.
دولت د دې پېښې د څېړلو لپاره یو کمسيون ته دنده سپارلې او ويل کېږي یاد کمسيون خپل کار پیل کړی دی.
د ټولنیزو شبکو او رسنیو له قوله پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې په زیارت کې ناست یو تعویذګر چيغه کړه چې دې نجلۍ قران وسوځاوه. له دې چېغې سره په سیمه کې تېرېدونکي راتېرېدونکي کسان د زیارت له وره سره راټول شول او دغه پېغله یې را ايساره کړه.
په ټولنیزو رسنیو کې چې د پېښې له پیله کومې ويډيوګانې راغلې دي، په هغه کې فرخنده بیا بیا وايي چې هغه مسلمانه ده او قران ته يې اور نه دی اچولی. خو لکه چې څوک يې دې خبرو ته غوږ نه ږدي او تر وهلو ټکولو لاندې يې نيسي. په دې وهلو ټکولو چې د غټو تېږو او اوسپنيزو میلو ګوزارنه هم په کې وو د قهرېدلو خلکو زړه نه سړېږي او هغه خواره د موټر تر ټايرونو لاندې کوي او تر دې بوږونوونکې لا دا چې اور ور اچوي. هغه چا ته اور اچوي چې ویل کېږي خپله د قران حافظه او د دیني زده کړو زده کوونکې وه. ایا هغه څوک چې دیني زده کړې ولري او قران يې حفظ وي، دا کار کوي؟
پوليس په سیمه کې وو، خو لکه چې د قهرېدلو کسانو په وړاندې يې وس بر نه و او ويې نه شو کولای چې فرخنده وژغوري. د پوښتنې وړ دا ده چې دې پېښې ډېر وخت ونیو او د ښار په ترټولو نږدې مرکزي امنيتي سیمه کې وه او امنيتي ځواکونو ژر ورته ځان رسولای شوای، خو داسې ونه شوه.
په ټوله کې د فرخندې وژل زموږ په ټولنه کې د ټولنيزو ستونزو د شتون، له ديني احکامو د بې خبرۍ او له قانون نه د بې خبرۍ حکایت کوي، شنونکي وايي که چېرته په دې هره برخه کې وخت په وخت په سمه توګه خلکو ته پوهاوی ورکړ شي، هيڅکله به هم داسې پېښې نه رامنځته کېږي او په دومره شدت سره به د چا له ژوند سره لوبې نه کېږي. دیني عالمان وايي چې د اسلام د مبارک دین په بنسټ د مسلمان او مسلمانې سوځول جایز نه دي او دا تر ټولو قبیح عمل دی. په کار ده چې زموږ ديني عالمان دې ته ورته مسایلو ته په خپلو دیني موعظو کې ځای ورکړي او په داسې مواردو کې د خلکو د پوهاي د لوړولو سبب وګرځي.
کومې پلټنې چې تر دې دمه د دې پېښې په اړه شوې دي، ګواهي ورکوي چې فرخندې کومه ګناه نه ده کړې او قران کريم ته يې اور نه دی اچولی. د کابل امنیه قومانداني او د حج او اوقافو وزارت ويلي چې د دوی په پلټنو کې دا ثابته شوې چې فرخنده بې ګناه وه او قران کریم ته يې اور نه دی اچولی. له دې داسې ښکاري چې ښايي د دې پېښې تر شا نور عوامل وي، اړوندو ارګانونو او د پېښې د ارزولو ټاکل شوي کمسیون ته ښايي چې په جدي ډول پلټنې وکړي او له خپلو پلټنو وخت په وخت خلک خبر کړي.
امنیتي ارګانونو د دې پېښې د رامنځته کېدو او د فرخندې د وژلو په تړاو ۱۳ کسان نیولي دي. ویل کېږي چې په دې جمله کې هغه شمېر پولیس هم شامل دي چې د پېښې په وخت کې يې بې پروايي ښودلې او د دوی دا بې پروايي د فرخندې د وژلو سبب شوې ده.
افغانان د افغانیت او اسلامیت د دوو لویو ارزښتونو څښتنان دي او دا یو ارزښت هم ورته دا اجازه نه ده ورکړې او نه ورکوي، چې د محکمې او قضا له حکمه پرته پر چا او په تېره پر ښځو حمله وکړي، هغه ووهي، تر موټر یې لاندې کړي او ويې سوځوي. د خلکو غوښتنه له چارواکو دا ده چې د دې پیښې عاملین په اشد مجازات محکوم کړي، چې بیا څوک داسې غیر انساني او غیر اسلامي عمل تر سره نه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


