ads

د پكتيا ښځې كار غواړي

په تېرو ديارلسو کلونو کې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې يوه هڅه دا وه چې ښځې بشري حقونه خپل کړي،  اوس كه څه هم تر يو بريده دا ارمان پوره شو خو لا هم افغاني مېرمنې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګريوان دي. په تېرو ديارلسو کلونو کې د افغان حکومت او نړيوالې […]

نویسنده: TKG
9 وری 1394
د پكتيا ښځې كار غواړي

په تېرو ديارلسو کلونو کې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې يوه هڅه دا وه چې ښځې بشري حقونه خپل کړي،  اوس كه څه هم تر يو بريده دا ارمان پوره شو خو لا هم افغاني مېرمنې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګريوان دي.

په تېرو ديارلسو کلونو کې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې يوه هڅه دا وه چې ښځې بشري حقونه خپل کړي،  اوس كه څه هم تر يو بريده دا ارمان پوره شو خو لا هم افغاني مېرمنې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګريوان دي.

په افغانستان کې مدني فعالانو هم تر ډېره د ښځو د حقونو غوښتنه كړې چې په دې برخه کې يې فعاليتونه تر يو بريده د ستاينې دي.

په پکتيا کې مدني فعالانې وايي چې ښځينه و تر ډېره خپلو حقونو ته لاس رسی پيدا کړی او په وينا يې دوی هڅه کوي، دلته ښځې ټولو بشري حقونو ته لاس رسی ومومي.

دوی تېر ته په کتو وايي، چې په پكتيا كې د ښځو ژوند خورا مثبت بدلونونه لرلي خو په وينا يې دوى به لا زياته هڅه وكړي چې ښځې خپلو اړوند ټولو بشري حقونو ته لاس رسی پيدا کړي.

مدني فعالانې وايي د دې تر څنګ چې نجونو زده کړو ته لار موندلې، روغتيايي اسانتياوې ورته د تېر پر پرتله زياتې شوې دي، د کار زمينه ورته برابره شوې او هغوی چې په ښار کې اوسي، اکثريت يې په دفترونو کې کار کوي.

شبنم شبنم يوه فعاله ده او په دې هم خوشاله ده چې اوس د يوې ښځې په توګه د دې حق لري چې كار وكړي: ((په تېر کې موږ د دې اجازه نه لرله، چې کار وکړو خو اوس د ګردېز ښار يو شمېر نجونو دفترونو ته کار موندلی، په دې برخه کې پاموړ مثبت تغير راغلی)).

حسينه ګل يوه بله هغه مدني فعاله ده چې په حکومتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو د زياتوالي خبره کوي، هغه وايي: ((موږ هيله لرو، چې په دې برخه کې نور کار هم وشي خو د تېر په پرتله ګڼ مثبت تغيرات راغلي دي.))

د پکتيا د ښځو چارو رئيسه نسرين اورياخېل هم دا مني چې په دې ولايت کې تر يو بريده ښځو ته د کار زمينه برابره شوې او اکثريت هغه ښځينه چې لوست يې کړی، په ادارو کې کار کوي او غواړي، چې کار وکړي.

نوموړې د هغو ښځو په شمېر کې د جوت زياتوالي خبره کوي، چې په حکومتي او نورو ادارو کې کار ته لېواله دي : ((اويا سلنه ۷۰٪ ښځينه دې ته لېواله دي، چې په حکومتي ادارو کې کار وکړي او زموږ رياست ته هر وخت ښځې مراجعه کوي، چې د کار زمينه ورته برابره کړو. د پخوا په پرتله د خلکو ذهنيت ډېر بدل شوی دی، اوس اکثريت ښځې کولای شي کار وکړي او خپلو کورنيو ته حلاله روزي راوړي)).

د تېرو ديارلسو کالونو په اوږدو کې د هيواد په کچه د ښځو ژوند پام وړ پرمختګونه ولرل. د افغانستان په نږدې ټولو ولايتونو کې نجونو زده کړو ته لاس رسی پيدا کړ، روغتيايي اسانتياوې يې د تېر په پرتله ښې شوې، ښځو تر ډېره بشري حقونه خپل کړل او تر څنګ يې په لويه کچه ښځو ته د کار زمينه برابره شوه خو د دې باوجود د لرې پرتو سيمو ښځې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګريوان دي. بېوزلي، جهالت، د امکاناتو نشتوالي او نورو لاملونو لا هم د اکثريت افغاني ښځو ژوند ور تريخ کړی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA