ads

د يمن پر پوځي اډو د سعودي عربستان د الوتكو بريدونه دوام لري

رپوټونه وايي، د یمن د پلازمینې صنعاء خواو شا ځینو پوځي اډو باندې د عربستان جنګي الوتکو بریدونه لاهم دوام لري. د العالم تلویزوني چینل د رپوټ له مخې، د یمن د پوځ هوايي ځواکونه هم د دې بریدونو ځواب ورکوي خو د سعودي عربستان بریدونو په خلکو کې ډېره وېره رپوټونه وايي، د یمن […]

نویسنده: TKG
9 وری 1394
د يمن پر پوځي اډو د سعودي عربستان د الوتكو بريدونه دوام لري

رپوټونه وايي، د یمن د پلازمینې صنعاء خواو شا ځینو پوځي اډو باندې د عربستان جنګي الوتکو بریدونه لاهم دوام لري. د العالم تلویزوني چینل د رپوټ له مخې، د یمن د پوځ هوايي ځواکونه هم د دې بریدونو ځواب ورکوي خو د سعودي عربستان بریدونو په خلکو کې ډېره وېره

رپوټونه وايي، د یمن د پلازمینې صنعاء خواو شا ځینو پوځي اډو باندې د عربستان جنګي الوتکو بریدونه لاهم دوام لري.

د العالم تلویزوني چینل د رپوټ له مخې، د یمن د پوځ هوايي ځواکونه هم د دې بریدونو ځواب ورکوي خو د سعودي عربستان بریدونو په خلکو کې ډېره وېره رامنځته کړې ده، خو سعودي ځواکونو ویلي، چې جنګي الوتکې په یمن کې معلومې او ځانګړې پوځي سیمې په نښه کوي.

د سعودي حکومت او متحدینو یې په یمن کې د خپلو هوايي بریدونو کړۍ پراخه کړې په الحدیده ښار کې یې نظامي مرکزونه په نښه کړي، چې په تازه بریدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.

سعودي چارواکو په عدن ښار کې ځمکني عملیات هم پیل کړي، تر څو حوثي وسله وال له دغه ښاره په شاه کړي.

په عین حال کې د عربستان چارواکواعلان کړی، چې د دغه هیواد سمندري ځواکونو له دوو جنګي بېړیو او پوځي جنګي الوتکو څخه په استفادې سره، د یمن له جنوب، عدن څخه ۸۶ عرب او غیرعرب او همدارنګه سعودي ډيپلوماټان ایستلي دي.

په همدې حال کې د یمن یوشمېر ځایي رسنۍ وایي، چې د سعودي عربستان په هوایي بریدونو کې د دغه هیواد د پخواني جمهور رئيس علي عبدالله صالح زوی سخت ټپي شوی، خو علي عبدالله صالح ته نیږدې سرچینو دا راپور رد كړى دى.

علي عبدالله صالح د شيعه حوثي وسله والو سره لاس یو کړی او په یمن د سعودي او متحدینو بریدونه یی غندلي دي.

په ورته وخت کې، په یمن کې ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې د مصر پوځيان د یمن په تعز ولایت کې مخا بندر ته رسېدلي دي.

د ترکیې اناتولي خبري آژانس خبر ورکړی، چې د یمن د تعز په سویل کې ځايي سرچینو نن اعلان کړی، چې د مصر پوځيان د دغه ولایت په مخا سټراټژيک بندر کې پلي شوي او هوډ لري چې مخا او باب المندب ته د حوثي ځواکونو له رسېدو وړاندې، د دې ځواکونو مخه ونيسي.

د يو بل خبر له مخې پاکستاني چارواکي وايي، په يمن کې د ايسارو پاکستانيانو د ايستلو په هدف له کراچۍ څخه دغه هېواد ته د تلونکې الوتکې پرواز د نامعلوم علت له كبله ځنډول شوى دى.

په يمن کې کابو پنځه زره پاکستانيان اوسيږي، چې د سعودي عربستان او متحدينو د هوايي بريدونو له كبله په بد حالت کې دي او نشي کولي له سيمې وتښتي.

پاکستاني رسنيو ويلي، چې په يمن کې د خرابو حالاتو له كبله د الوتکو لېږد ځنډول شوى دى.

ټاکل شوې وه،چې نن سهار نهه بجې له کراچۍ څخه يوه الوتکه د يمن په لور وخوځيږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA