ads

حوثي وسله والو د سعودي عربستان د يوې جنګي الوتکې د راغورځولو ادعا کړې

د يمن حوثي وسله والو د سعودي عربستان د يوې جنګي الوتکې د راغورځولو ادعا کړې ده. د ايرنا خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، يمني حوثي وسله والو ويلي،نن سهار يې د سعودي عربستان يوه جنګي الوتکه نسکوره کړې ده او پيلوټ يې هم ورته د يمن حوثي وسله والو د سعودي عربستان د […]

نویسنده: TKG
8 وری 1394
حوثي وسله والو د سعودي عربستان د يوې جنګي الوتکې د راغورځولو ادعا کړې

د يمن حوثي وسله والو د سعودي عربستان د يوې جنګي الوتکې د راغورځولو ادعا کړې ده. د ايرنا خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، يمني حوثي وسله والو ويلي،نن سهار يې د سعودي عربستان يوه جنګي الوتکه نسکوره کړې ده او پيلوټ يې هم ورته

د يمن حوثي وسله والو د سعودي عربستان د يوې جنګي الوتکې د راغورځولو ادعا کړې ده .

د ايرنا خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، يمني حوثي وسله والو ويلي،نن سهار يې د سعودي عربستان يوه جنګي الوتکه نسکوره کړې ده او پيلوټ يې هم ورته ژوندى نيولى دى.

خو يو شمېر رپوټونه بيا وايي، چې د نسکورې شوې اېف پينځلس الوتکې دوه پيلوټان امريکايي ځانګړو ځواکونو ژغورلي دي.

د امريکا دفاع وزارت تر اوسه د دغو پيلوټانو د ژغورنې په اړه جزيات نه دي خپاره کړي.

تر اوسه خپلواکو سرچينو د حوثيانو د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

پرون د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف د هوايي بمباريو په دويمه ورځ جنګي الوتکو د يمن په پايتخت صنعا او نورو سيمو کې د حوثي ياغيانو او د هغوى د متحدينو مورچې بمبار کړي دي.

چارواکو ويلي، د تېرو دوو ورځو په بريدونو کې ۳۹ تنه وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA