ads

غزني د پخوا په څېر

غزني ښار په ۲۰۱۳ میلادي كال د اسلامي نړۍ د ثقافت مركز وټاكل شو او سمدواره په كې يو لړ پرمختيايي پروژې پيل شوې، په ۲۰۱۴ كې په همدغه وياړ جشن هم ونیول شو، خو اوس پرې د يو بل كال په اوښتو ځايي اوسېدونكي او د ولايتي شورا چارواكي وايي چې د اسلامي ثقافت […]

نویسنده: TKG
5 وری 1394
غزني د پخوا په څېر

غزني ښار په ۲۰۱۳ میلادي كال د اسلامي نړۍ د ثقافت مركز وټاكل شو او سمدواره په كې يو لړ پرمختيايي پروژې پيل شوې، په ۲۰۱۴ كې په همدغه وياړ جشن هم ونیول شو، خو اوس پرې د يو بل كال په اوښتو ځايي اوسېدونكي او د ولايتي شورا چارواكي وايي چې د اسلامي ثقافت دا مركز د افغانستان د مركزي حكومت د بې غورۍ له كبله يو ځل بيا د محروميت لمنې ته لوېدلى دى.

غزني ښار په ۲۰۱۳ میلادي كال د اسلامي نړۍ د ثقافت مركز وټاكل شو او سمدواره په كې يو لړ پرمختيايي پروژې پيل شوې، په ۲۰۱۴ كې په همدغه وياړ جشن هم ونیول شو، خو اوس پرې د يو بل كال په اوښتو ځايي اوسېدونكي او د ولايتي شورا چارواكي وايي چې د اسلامي ثقافت دا مركز د افغانستان د مركزي حكومت د بې غورۍ له كبله يو ځل بيا د محروميت لمنې ته لوېدلى دى.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع د غزني كليد راډيو ته په مركه كې ويلي چې په غزني كې د اسلامي ثقافت په نوم ځينې پروژې چې په ۲۰۱۳ كال كې پيل شوې وې، لا هم بې سرنوشته او نيمګړې پاتې دي:(( يوه ژمنه هم سمه عملي نه شوه، پروژې دوه كاله وروسته هم دا دى نيمګړې پاتې دي، غزني په ۲۰۰۹ كې د اسلامي ثقافت د مركز په توګه نومول شوى و، جشن ته يې ۴ كاله پاتې وو، ډېر كار په كې كېداى شو، ۲۲۰ مليونه ډالر مرسته شوې وه، خو له هغې يوازې ۲۰ مليونه ولګول شوې.)) د جامع په وينا، دا مهال  د اسلامي ثقافت ماڼۍ، هوايي ډګر، د تاريخي ابداتو او زيارتونو د ودانيو نيمګړې چارې د اسلامي ثقافت د مركز تر ټولو غټې پروژې دي چې كارونه يې له څو كلونو راهيسې نيمګړي پراته دي:(( په دغو پروژو يوازې ۱۰ مليونه ډالر مصرف راځي، خو دولت تر اوسه دا هم نه دي كړي، زه له نوي حكومت څخه هيله لرم چې له غزني سره د تېر حكومت ماتې كړې وعدې بېرته پر ځاى كړي.))

جامع زیاتوي، دا مهال چې د اسلامي ثقافت د مركز په وياړ د تاريخي ابداتو او سړكونو د پخولو كومې پروژې بشپړې شوې هم دي، كيفيت يې له صفر سره ضرب دى:(( په غزني باندې ۲۰ مليونه ډالر د ولايت پر ځاى وزارتونو ولګول او د دې قراردادونه هم په كابل كې شوي وو، نتيجه دا راووته چې ټول كارونه هسې خلكو ته په سترګو كې د خاورو اچولو لپاره ترسره شوي وو، هیڅ كار سم پاى ته نه دی رسول شوى.)) نوموړى دغه راز تور لګوي چې د اسلامي ثقافت د مركز د جشن په مراسمو كې هم خورد بورد شوى چې دى يې پړه د ولايتي ادارې پر غاړه ور اچوي:(( ولايتي ادارې ته د جشن د مراسمو لپاره ۵ مليونه ډالر وركړل شوي وو، خو په دې پيسو يوازې ۲۵۰ چوكۍ، ۶۰۰ كمپلې، ۵۰۰ متره غالۍ او څو بيرغونه رانيول شوي دي، د دې بايد پوښتنه وشي.))

د غزني سرپرست والي موسى خان اكبرزاده هم مركزي حكومت د غزني پوروړى بولي او وايي، تر دا مهاله ورسره د ژمنه شويو مرستو يوازې ۵ فيصده مرسته شوې ده. هغه د غزني له کلید راډیو سره په مركه كې وويل، پخواني جمهور رئيس كرزي ورسره د جوماتونو، سړكونو، تاريخي ځايونو، تفريحي پاركونو، هوايي ډګر، عصري هوټلونو، مسافرخانو او نورو تعميراتي كارونو لپاره د ۲۲۰ مليونه ډالرو د ورکړې ژمنه كړې وه، خو له دې مرستو يوازې ۲۰ مليونه ډالر وركړل شول او نورې پيسې ترننه نه دي ور رسېدلي:(( ټاكل شوې وه چی غزني به په یو سیاحتی ولایت بدلیږي او له بهره د راتلونکو سلانیانو لپاره به د نړۍ په کچه لوکس هوټلونه او مسافرخانې ولري،  تاریخی ځایونه او زیارتونه به يې رغول کیږی، ښار به پراخیتا مومي، خو متاسفانه داسې هېڅ ونه شول.)) اكبرزاده دا مني چې له ۲۰۱۳ كال څخه تر اوسه په غزني كې ځينې اختصاصي پروژې تر اوسه نيمګړې پاتې دي او كومې چې بشپړې شوې؛ نو د بیا خرابېدو په حال كې دي.

د غزني سرپرست د غزني کلید راډیو د دې پوښتنې په ځواب كې چې ولې يې د دغو پروژو د كار پر مهال له پروژو او شرکتونو څارنه نه ده کړې؟ وويل چې څو ځله يې د يو شمېر پروژو د چارو د درولو هوډ وكړ، خو د هغوى ځواب بيا دا و چې له وزارتونو سره يې په همدې كيفيت د كار كولو قراردادونه كړي دي:((موږ چې وزارتونو ته شكايت كړى؛ نو هغوى هم هر ځل راته د شركت خبره تاييد كړې ده، اوس له نوي حكومته غواړو چې دې برخې ته خاصه پاملرنه وكړي.))

بل لورته د غزني اوسېدونكي هم په خپل ولايت كې د رغنيزو چارو له ټکني حالته شكايت كوي او وايي، دوى هيله لرله چې د اسلامي ثقافت د مركز په توګه د غزني ټاكنه به په دې ولايت كې ګڼو كارونو ته لار اواره كړي، خو متاسفانه داسې ونه شول.

په غزني ښار کې د پيوند مدني ټولنې غړى محمد خالد مجيدي وايي، له غزني سره شوې ژمنې يو په يو ماتې شوي او دا مهال ځايي خلك داسې باور كوي چې حكومت په سيمه كې هیڅ كار نه دى كړى:(( دولت موږ ته درواغجن شوى، دلته يوې چاودنې د دوى هر څه له منځه يوړل، غزني اوس بېرته كنډواله دى، له دې به دا ښه وه چې د اسلامي ثقافت د جشن په ورځ دلته يوازې خيمې وهل شوې واى.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA