ads

خوستيان د ښار له بې نظمۍ كړيږي

خوست مېشتي شكايت كوي چې په دغه ښار كې د نقيله وسايطو د اډو د نشت له كبله ښار له بې نظمۍ او ستونزو سره مخ دى. د دوى په وينا، په ښار کې د موټرو لپاره د منظمو اډو نشت د دې سبب شوی چې موټر چلوونکي زیاتره وخت خپل موټر د سړ ک […]

نویسنده: TKG
5 وری 1394
خوستيان د ښار له بې نظمۍ كړيږي

خوست مېشتي شكايت كوي چې په دغه ښار كې د نقيله وسايطو د اډو د نشت له كبله ښار له بې نظمۍ او ستونزو سره مخ دى. د دوى په وينا، په ښار کې د موټرو لپاره د منظمو اډو نشت د دې سبب شوی چې موټر چلوونکي زیاتره وخت خپل موټر د سړ ک یوې او بلې غاړې ته ودروي او خپلسرې

خوست مېشتي شكايت كوي چې په دغه ښار كې د نقيله وسايطو د اډو د نشت له كبله ښار له بې نظمۍ او ستونزو سره مخ دى. د دوى په وينا، په ښار کې د موټرو لپاره د منظمو اډو نشت د دې سبب شوی چې موټر چلوونکي زیاتره وخت خپل موټر د سړ ک یوې او بلې غاړې ته ودروي او خپلسرې اډې جوړې کړي.

د خوست ګردیز اډې ته ورتلونکی سړک د اوبو هغې ویالې ته ورته دى چې هره ورځ د ځمکې د خړبیدو لپاره ترې کار اخستل کیږي، دا سړک نه یوازې له اوبو ډک دی، بلکې په خروارونو خټې هم په کې پرتې دي.

د خوست د ځدراڼو سیمې یو تن اوسېدونکی صمد چې کابل ته روان و او پایڅې یې تر ښنګرو پورته کړې وې، خوست کلید راډیو ته وویل:(( وروره اډه نه ده، سم د اوبو ډك خوړ دى، زه  مجبور یم که نه په كال كې به هم دې ځاى ته رانه شم.)) یو بل تن  سیف الله چې په همدې  اډه  کې ولاړ و او په خپل لاسي دسمال یې په خټو ککړ بوټان پاکول په مايوسه انداز وویل:(( ښځې او ماشومان مې هم را سره دي، له بدې ورځې مې دوی بهر د سړک په سر کینولي او زه راغلی يم چې په اډه کې د موټر سیټ ونیسم.)) نوموړي زياته كړه:(( له موږه ډېره کرایه اخلي، خو دې ته ګوره چې بیا د مسافرو لپاره هیڅ سهولت په پام کې نه نیسي.))

نه یوازې عام خلک بلکې په خپله موټر چلوونکي هم له دې ستونزې سر ټکوي او وایي چې د اډو لپاره ورکړل شوي ځایونه مناسب نه دي. دوی دا کار یوازې د خلکو لپاره نه، بلکې د ځان لپاره هم ډېر په تاوان ګڼي او وایي چې ډېر کله داسې هم پېښ شوي چې د خټو او اوبو له كبله مسافر اډې ته نه ورځي او له هماغه سړکه موټرو ته خیژي. نصیر چې د خوست او کابل پر لين موټر چلوي وایي:(( موږ خو خپله مالیه دولت ته ورکوو، نور د دولت کار دی چې اډه پخوي او  که بل څه پرې کوي، موږ هم خپله له دې حالته ځوریږو.))

د خوست ښار اوسېدونکي نه یوازې د اډو له نشت څخه سر ټکوي، بلکې د سړکونو پرغاړه خپلسرې اډې په ښار کې د بې نظمۍ د رامنځته کېدو لامل ګڼي. د دوى په خبره، د ښار سړکونه له اتو او شپږو مترو لوی نه دي، نو کله چې د اډو موټر هم په کې ودریږي، سړکونه بیخي بندوي. قاري محمد افضل چې د خوست ښار د یعقوبیو اډې شاته یې د موټرو لپاره پارکینګ جوړ کړی، وایي چې د پارکینګ مخې ته یې په عمومي سړک موټر دریږي او خپلسرې اډې یې جوړې کړې  دي:(( کله چې پارکینګ ته کوم موټر ننوځي او یاهم بهر وځي؛ نو ټول سړک ولاړو موټر بند کړی وي.))

موټر چلوونکو هم د خلکو دا ډول ستونزې پر ځای بولي، خو وایي چې که دولت د دوی لپاره ځایونه مشخص کړي او په هغې کې ورته معیاري اډې جوړې کړي، له دې ستونزو به خلاص شي. په خوست ښار کې د سړک پر سر د ولاړ يوه موټر چلوونکی چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، د دې ستونزې په اړه وويل:(( وروره تا به خپله هم لیدلي وي، موږ ته یې چې کوم ځایونه په ګوته کړي، هیڅ د دې جوګه نه دي چې موټر په کې ودروو، خټې دي، اوبه … بس له اړې ورځې دلته ولاړ یو.)) دی زیاتوي:(( که راته دولت سم ځایونه وټاکي او اډې راته جوړ کړي؛ نو څنګه به بیا د سړک پر غاړه دریږو؟))

خوست ښاروال کرامت خان خپلواک وایي چې تراوسه د اډو د جوړلو لپاره په کوم پلان کار نه دی شوی، نوموړی دا د ټرانسپورټ امریت مسوولیت ګڼي او وايي:(( په ښار کې مو د ټرانسپورټ امریت په واک کې یو ځای د دې لپاره ورکړ چې دوی په کې اډه جوړه کړي، خو متاسفانه چې دوی په دغه اډه کې هم مناسب سهولتونه رامنځته نه کړل.)) د خپلواک په خبره، دوی هر وخت دې ته حاضر دي چې په ښار کې د ټرانسپورټ امریت لپاره ځایونه ځانګړي کړي، خو وایي چې دا وخت کې کېدای شي چې دا امریت هم د اډو په جوړولو کې ټول معیارونه په پام کې ونیسي.

په ورته مهال د خوست د ټرانسپورټ امریت امر سردار علي بیا وایي چې د ځينو اډو لپاره یې ځایونه مشخص کړي او په ځینو نورو کار روان دی چې په وینا یې، په نږدې راتلونکې کې به دغه ستونزه حل شي:(( دا موضوع موږ جدي نیولې ده، په دې برخه کې مو یو څه کار کړی او په نږدې راتلونکې کې به دا  ستونزه حل شي.))

د ټرانسپورټ امریت د معلوماتو له مخې په خوست کې شاوخوا ۲۳ موقتي اډې موجودې دي، خو ډېر کله خلک او موټر چلوونکي له دې كبله چې یادې اډې لازم سهولتونه نه لري، په اړونده مسولینو نیوکې کوي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA