د ننګرهار اوسېدونكي په ښار او لرې پرتو سيمو كې له تېرو ۱۰ كلونو راهيسې د ملي بس سرويسونو د نشت له كبله سر ټكوي او له دولته غواړي چې په دې ولايت كې هم د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر د ملي بس خدمتونه فعال كړي، خو د ملي بس تصدي بيا وايي، دا مهال ۱۷ عرادې بسونه لري چې
د ننګرهار اوسېدونكي په ښار او لرې پرتو سيمو كې له تېرو ۱۰ كلونو راهيسې د ملي بس سرويسونو د نشت له كبله سر ټكوي او له دولته غواړي چې په دې ولايت كې هم د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر د ملي بس خدمتونه فعال كړي، خو د ملي بس تصدي بيا وايي، دا مهال ۱۷ عرادې بسونه لري چې هغه هم د مامورينو د معاشاتو د ستونزې له كبله پر ځاى ولاړ دي.
په جلال اباد كې د ښوونځيو زده كوونكي، محصلين، استادان، دولتي مامورين او نور عام خلك د ملي بس تصدۍ د فعاليت غوښتنه ځكه كوي چې د دوى په وينا دا مهال په خصوصي ټرانسپورټ تګ راتګ ورته په ډېره لوړه بیه تمامېږي او اكثره خلك نه شي كولى چې په ښار كې له يوه ځايه بل ته په لوړه كرايه ځان ورسوي. دوی وايي، که په جلال اباد کې د شل کاله پخوا په څېر د ملي بس خدمتونه بیرته فعال شي، نو دا چاره به له يوې خوا د دوى پر اقتصاد مثبته اغېزه وكړي او له بل لوري به ټرانسپورټي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات او اسانه شي.
اسدالله ترین د ننګرهار پوهنتون محصل دی، هغه په دې اړه کلید ته وویل:((هره ورځ پوهنتون ته په تګ راتګ ۵۰ افغانۍ كرايه وركوم، بدل اعاشه مې د مياشتې ۱۸۰۰ افغانۍ ده، خو ټوله په كرايو را نه ولاړه شي، ځكه دولت د ۸ زره محصلينو لپاره ۴ بسونه وركړي چې د محصلینو لپاره کافي نه دي.)) نوموړي له حکومته د دغې ستونزې د حل غوښتنه وکړه او زیاته یې كړه:(( حکومت ته په کار ده چې دا د ملي بسونو ستونزه حل کړي.))
د کابل کمپ اوسیدونکی نجیب الله هم له ورته ستونزې سره مخ دی، نوموړي کلید ته وویل، دى بايد هره ورځ ښار ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شي، مګر هلته دومره پيسې ګټي چې نيمايي ترې د تګ راتګ په كرايه مصرفېږي:(( دلته له يو چوك څخه تر بل چوك پورې ۵۰ افغانۍ در څخه په ریكشا كې اخلي، كه د سورلۍ ريكشا كې ولاړ شي؛ بيا هم در نه ۲۰ يا ۳۰ افغانۍ غواړي.))
بلخوا د ننګرهار د ملي بس تصدۍ چارواکي وايي، د موټروانانو ټیټ معاشونه د دې سبب شوي چې د دوى ۱۷ عرادې ملي بسونه په خپل ځای همداسې دریدلې پاتې شي. د ننګرهار ملي بس تصدۍ امر محمد ګلاب دینارخیل له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل:(( ۲۷ عرادې ملي بسونه لرو، ۷ یې فعالیت کوي، ۷ د درنو عوارضو او ۱۳ نور یې د چلوونکو د نشتوالي له كبله ولاړ دي.)) د هغه په خبره د ملي بسونو چلوونكي ورسره ځكه كار ته غاړه نه ږدي چې مرکزي ادارې ورته ډېره ټيټه تنخوا ټاکلې او هغې ته په كتو څوک نه حاضریږي چې په دغه معاش دنده ترسره کړي.)) دينارخېل زياته كړه په وار وار یې دغه ستونزه له مرکزي ادارې سره شریکه کړې، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی:(( د ننګرهار ولايتي اداره مو هم خبره كړې، خو هېچا غوږ نه دى پرې ګرولى.))
دا په داسې حال كې ده چې د ننګرهار د ملي بس تصدۍ يو شمېر چارواكي وايي، اداره يې خودكفا ده، په بانك كې پيسې هم لري او له مركزي ادارې سره يې هم د پيسو مرسته كړې خو دا درك دوى ته هم نه دى لګېدلی چې ولې د ملي بس چلوونكو ته د هغوى د اړتيا وړ معاش نه شي وركولى او بسونه يې همداسې ولاړ پاتې دي؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


