ads

د سولې لپاره راټوکېدلې هیلې رنګ نه راوړي

كه څه هم د سولې په اړه ظاهري پرمختګونه ډېر تر سترګو كېږي، خو د افغان حكومت او طالب وسله والو په داخلي كړيو كې د يو شمېر پيش بيني شويو ستونزو او اختلافاتو په حواله ليدل كېږي چې د سولې په اړه د ولس هيلې به ژر تر ژره كوم خاص رنګ رانه وړي. […]

نویسنده: TKG
4 وری 1394
د سولې لپاره راټوکېدلې هیلې رنګ نه راوړي

كه څه هم د سولې په اړه ظاهري پرمختګونه ډېر تر سترګو كېږي، خو د افغان حكومت او طالب وسله والو په داخلي كړيو كې د يو شمېر پيش بيني شويو ستونزو او اختلافاتو په حواله ليدل كېږي چې د سولې په اړه د ولس هيلې به ژر تر ژره كوم خاص رنګ رانه وړي.

كه څه هم د سولې په اړه ظاهري پرمختګونه ډېر تر سترګو كېږي، خو د افغان حكومت او طالب وسله والو په داخلي كړيو كې د يو شمېر پيش بيني شويو ستونزو او اختلافاتو په حواله ليدل كېږي چې د سولې په اړه د ولس هيلې به ژر تر ژره كوم خاص رنګ رانه وړي.

رويټرز خبري اژانس وايي، اسلام اباد ته د طالب مشرانو د وروستي سفر په ترڅ كې د دغې ډلې سياسي او نظامي قومندانان  د جګړې د دوام او ځنډ په اړه سره وران شوي او د سولې د خبرو غوټه د خلاصېدو پر ځاى يو ځل بيا پېچلې شوې ده.

دې خوا ته د كورنيو چارو د وزير نورالحق علومي هغو څرګندونو هم د دولت په داخل كې د را يو ځاى شويو كړيو په اړه اندېښنې راپارولي چې وايي، سولې ته د رسېدو لپاره لازمه ده يوه كورنۍ مصالحه هم موجوده وي.

علومي دا خبرې په داسې حال كې كړې چې په كور دننه يې د مصالحې لپاره لوري مشخص كړي نه دي او دې اټكل ته يې لاره اواره كړې چې د سولې په برخه كې دواړه خواوې د اختلافاتو ښكار دي.

سياسي شنونكي هم دواړو لوريو ته د سولې په خبرو كې له همدې زاويې ګوري او وايي چې دواړه خواوې د ژورو خپلمنځي اختلافاتو له كبله د سولې د راتلو پر مسئله ټكني دي.

سياسي شنونكي وايي، سوله هغه وخت ۱۰۰ فيصده شونې ده چې دواړو خواو ته راټولې كړۍ په يو غږ سولې ته لېوالتيا وښيي.

د طالبانو لخوا په سوله كې خنډ

پاكستان په دې وروستيو كې د خپل داخلي امنيت د لا خرابېدو له وېرې افغان دولت ته د سولې د همكارۍ لاس وركړى او د نوي حكومت له جوړېدو راوروسته د دغه هېواد ګڼو مشرانو كابل ته د همكارۍ په نيت سفرونه هم زیات كړي دي.

په يو تازه بيان كې د سولې په برخه كې له كابل سره د همكارۍ په اړه د پاكستان د ملي امنيت مشاور سرتاج عزيز ويلي، هېواد يې د سولې په برخه كې مرستو ته ژمن دى او د همدوى په هلو ځلو طالبانو په قطر كې د خبرو دفتر بېرته خلاص كړى دى.

خو رويټرز خبري اژانس اسلام اباد ته د طالب مشرانو د يو تازه سفر په اړه له راپور وركولو سره سم وايي چې د طالبانو مهم نظامي قومندان ملا عبدالقيوم ذاكر له افغان حكومت سره د خبرو مخالف او يوازې له امريكا سره د اصلي لوري په توګه د خبرو پلوي دى، په داسې حال كې چې سياسي نماينده يې ملا اختر محمد منصور بيا په هر حالت كې د سولې غوښتونكى دى.

پاكستاني چارواكو هم له رويټرز اژانس سره د ملا منصور او ملا ذاكر د اختلافاتو په اړه خبرې كړي، خو ورسره زياته کړې یې ده چې طالبانو ته يې په ځواب كې دا هم ويلي چې بايد د دې ډلې سياسي او نظامي مشران خپل اختلافات حل كړي او د سولې په اړه دريځ يو كړي.

د سياسي چارو كارپوه خالد نور وايي، دى اسلام اباد ته د طالب مشرانو له سفر وروسته د پاكستان په اړه شكمن دى او د دې امكان هم ويني چې  پاكستان د سولې په اړه د طالب مشرانو نظرونه ووېشي، څو په راتلونكي كې د نړيوالې ټولنې، افغانستان او امريكا له ملامتيا ځان وباسي:(( پاكستان سر له اوسه لګيا دى د طالبانو لښكر د داعش ډلې ته په مزه مزه تفريقوي، حقاني ډله چې د دوى ډله ده، هغه د خبرو يو بیل جز بولي، بېرته طالبان هم په دوه ډلو وېشي، يو شمېر طالبان په غره كې پرېږدي، يوه ډله به حكومت ته راواستوي او امتيازات به هم واخلي.))

دا څرګندونې او تحليلونه په داسې حال كې كېږي چې وسله والو طالبانو په خپله ويبپاڼه كې د اسلام اباد له چارواكو سره د خپلو كسانو د ناستې خبره رد كړې او ويلي يې دي د قطر له دفتره هم له كابل سره د خبرو په اړه له هېڅ كومې مرجع سره تماسونه نه دي نيول شوي، مګر خبره چې هر څه ده، داسې ترې څرګندېږي چې طالبان د سولې په اړه خپلمنځي ژور اختلافات پټوي، ځكه د رسنيو د كره راپورونو پر بنسټ د قطر دفتر په دې وروستيو كې د سولې ګڼ تماسونه نيولي او لا هم په دې كار بوخت دى.

په دننه کې ستونزې؟

كه څه هم د دولت يو شمېر مشرانو لكه احمدضيا مسعود، محمد محقق، اجرائيوي رئيس ډاكټر عبدالله او جمهور رئيس غني په خپله له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د پرمختګ خبرې كوي، خو د كورنيو چارو وزير نورالحق علومي بيا وايي، د پايدارې سولې لپاره بايد تر ټولو لومړى د نظام په داخلي مصالحه هم غور وشي.

علومي د كورنۍ مصالحې لپاره په افغانستان كې د مختلفو ډلو تر منځ د اختلافاتو په له منځه وړلو ټينګار كوي او وايي، د سولې لپاره د بهر پر ځاى بايد لومړی په هېواد دننه هڅې پيل شي. نوموړي د كندوز د پخواني امنيه قومندان عبدالرحمان سيد خيلي د څلورم تلين په مناسبت غونډې ته وويل:(( پایه های مصالحه را که به یک صلح پایدار در این جا مبدل گردد از داخل خانه خود اقدامات داشته باشیم اختلافات جزی که هیچ گونه بنیادی نیست اینها را توانسته باشیم حل کنیم خود برای ما نوید این را می دهد که هر مذاکره که در خارج بخاطر آوردن صلح در افغانستان پیش برود خود به خود می توانیم به یک صلح پایدار در اینجا متوسل شویم.))

خو علومي دا ونه ويل چې د نظام په داخل كې د سولې په لار كې د كومو ستونزو په اړه له كومو كړيو سره باید د مصالحې د ستنو د درولو لپاره هڅه او جوړجاړی وشي؟ هغه دا ټكى يې هم تعريف نه كړ چې ايا په افغانستان كې د ده په خبره مختلف قشرونه له سولې سره مخالفت لري كه او څنګه؟

دا په داسې حال كې ده چې د مخكيني جمهور رئيس كرزي لومړي مرستيال یونس قانوني د يو صاحب نظر په توګه پر حكومت د سولې په برخه كې د احتياط غږ كړى او ويلي يې دي كه د افغان سولې په اړه محتاط ګامونه وانخستل شي، نو افغان جګړه به دا ځل د داعش په نامه د غځېدو چانس پيدا كړي:(( زموږ د ګاونډي هېواد لخوا د سولې په اړه په خپل دريځ كې راوستي بدلونونه كفايت نه كوي، افغانان يوې دايمي سولې ته اړتيا لري اوس كه داسې بدلونونه د سولې په اړه راځي چې په افغانستان كې د جګړې جغرافيا بدله كړي، دا په افغانستان كې د دايمي سولې هڅه نه ده، بلكې جګړه به له سرحداتو رانيولې كور تر كوره راورسي.))

تر دې وړاندې مخكيني جمهور رئيس كرزي، د هغه د دفتر رئيس كريم خرم او وياند يې ايمل فيضي د بېلابېلو مركو او ليكنو په ترڅ كې د سولې له روان بهير سره ناڅرګند مخالفت څرګند كړى او ويلي يې وو چې سولې ته په ناڅاپي ډول د پاكستان راماتېدل د زيات باور وړ نه دي. دوى سپارښتنه لرله چې افغان سوله بايد په داسې قيمت تمامه نه شي چې ملت يې په راتلونكې كې پور پرې نه كړاى شي.

بلخوا رويټرز خبري اژانس بيا د جمهور رئيس غني د يوه جګپوړي مشاور له خولې چې نوم يې نه اخلي، ليكي چې د سولې په اړه كومه ستره معامله نه كېږي او كه طالبان د خپلو شرطونو (( نړيوال ځواكونه دې له افغانستانه ووځي او په دغه هېواد كې دې دوى د سختو قوانينو)) د نفاذ په اړه تفسير بدل نه كړي، د سولې خبرې به له اولې ورځې ناكامې او غوڅې اعلان شي.

د جمهور رئيس غني وياند اجمل عابدي هم ورته خبره كړې، دى وايي كابل تر دا مهاله د سولې په اړه يوازې له اسلام اباد سره تماسونه نيولي او له دې وروسته به هم د سولې په اړه داسې كوم ګام وانخستل شي چې ملت پرې خبر نه وي يا هم سوله د ملت لپاره په لوړ قيمت تمامه شي:(( زموږ موقف روښانه دى، د وروستيو كلونو لاسته راوړنې به سيند ته نه غورځول كېږي او نه هم د سولې داسې قيمت ادا كېږي چې د ملت لپاره يې تر ګټې تاوان ډېر وي. افغانان به زموږ په هر ګام خبر وي.))

ايا د سولې هيلې به رښتيا شي؟

د چارو كارپوهان وايي، كه د سولې لپاره دواړو لوري خپلمنځي اختلافات حل نکړي؛ نو د دايمي ثبات او امنيت رامنځته كېدل به ناشوني وي.

مدني فعال او شنونكى قاضي لطيف ادعا كوي چې په حكومت کې دننه ځینې داسې كړۍ شته چې د جګړې په دوام كې يې ګټې خوندي دي او هغوى نه غواړي چې په يو دم يې ټولې ګټې په سيند لاهو شي:(( همدا اوس يو شمېر سترې مافيايي كړۍ په ناامنه سيمو كې خپل قاچاقي كارونه پر مخ وړي او له دې لارې مليونونه ډالر لاسته راوړي، د هغوى اطرافي كاروباريان پخپله هم كله كله د شر اچونې هڅه كوي او سيمه د ترهګرۍ لمنې ته غورځوي، په كار ده چې دا ډلې تشخيص شي او سولې ته په زوره حاضرې كړاى شي.))

د طالبانو د واكمنۍ خارجه وزير او د افغان پوهنتون موسس وكيل احمد متوكل بيا د سولې په برخه كې د طالبانو پر خپلمنځي اختلافاتو راسره وغږېد، د هغه په خبره د طالب قومندانانو تر منځ اختلافات شايد دومره ژور نه وي چې د سولې مخه ونيسي. د ده په خبره سوله د د طالب قومندانانو په اختلافاتو پورې تړلې نه ده، ځكه كه د طالبانو امير د سولې پرېكړه كړې وي؛ نو سوله حتمي راتلاى شي:(( د طالب قومندانانو اختلافات سوله نه شي تمولی، اما يو شى چې د سولې د راتلو چانس يې كم كړى، هغه دا دى چې طالبان له افغانستانه د امريكايانو بشپړ خروج غواړي، د كرزي د حكومت په  اواخرو كې چې امنيتي تړون امضا شوى نه و، امكان و چې سوله وشي، مګر اوس چې دا تړون لاسليك شوى؛ نو د سولې سفر ته لا هم وخت شته.))

دى هم ټينګار كوي چې د سولې د راتلو لپاره بايد د پاكستان او چين پر ځاى په كورني ټغر كېناستو او د سولې هڅې وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA