ads

د سوداګرو ښځو په لار كې پرتې ستونزې

د مارچ د اتمې يا د ښځو د يووالي د نړيوالې ورځې په مناسبت د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون د ښځو چارو وزارت د رهبرۍ پلاوي، د ښځو د يو شمېر فعالانو او رسنيو په ګډون د زينب سينما په تالار كې پرانيستل شوى وو. د مارچ د اتمې يا د ښځو د يووالي […]

نویسنده: TKG
4 وری 1394
د سوداګرو ښځو په لار كې پرتې ستونزې

د مارچ د اتمې يا د ښځو د يووالي د نړيوالې ورځې په مناسبت د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون د ښځو چارو وزارت د رهبرۍ پلاوي، د ښځو د يو شمېر فعالانو او رسنيو په ګډون د زينب سينما په تالار كې پرانيستل شوى وو.

د مارچ د اتمې يا د ښځو د يووالي د نړيوالې ورځې په مناسبت د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون د ښځو چارو وزارت د رهبرۍ پلاوي، د ښځو د يو شمېر فعالانو او رسنيو په ګډون د زينب سينما په تالار كې پرانيستل شوى وو.

د ښځو چارو وزارت سرپرستې سعيده مژګان مصطفوي د نندارتون د پرانيستې په مهال په خپلې وينا كې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه وباله چې د ښځو د اقتصاد د پياوړي كولو لپاره يې په وروستيو كلونو كې مهم ګامونه پورته كړي دي او ښې پايلې يې هم درلودې.

نوموړې زياته كړه، د ښځو چارو وزارت تل هڅه كړې چې د افغانو ښځو په لاس د جوړو شويو توكو نندارتون د هېواد دننه او بهر په لار واچوي او په دې لار كې يې ښه پرمختګ هم درلود.

د ښځو چارو وزارت سرپرستې د كورنيو د اقتصاد پياوړتيا د افغان حكومت لپاره بنسټيزه او د ښځو د اقتصاد پياوړتيا يې د تاوتريخوالي په مهارولو كې مهمه وبلله.

د ښځو چارو وزارت كاركوونكې ذكيه كاويان چې له دې نندارتون څخه يې ليدنه كوله؛ د دې ډول نندارتونونو جوړول يې ډېر ګټور وبلل او زياته يې كړه چې د ښځو اقتصادي كارونه د كورني اقتصاد د پياوړتيا، د ماشومانو په ښې روزنې او په كورنۍ كې د سالمې فضا په رامنځته كولو كې ښه رول لوبوي.

خو په ورته مهال بيا سونيا زماني هغه ځوانه نجلۍ چې خپل د نقاشۍ هنر انځورونه يې په ياد نندارتون كې د ليدو او خرڅلاو لپاره راوړي وو وويل: ((د كمپيوټري كارونو په پرتله لاسي صنايعو ته د خلكو لېوالتيا زياته ده، خو دا كار هم خپلې ستونزې لري چې عمده ستونزه يې د بازار نشتوالى دى.))

بلخوا د ښځو د لاسي صنايعو د ټولنيز بنسټ مشرې شبنم عزيزي چې لاسي ګنډنې يې نندارتون ته د ګډون لپاره راوړې وې؛ د سوداګرو ښځو د توليداتو لپاره د مناسب ځاى او د مالي مرستي د نشتوالي له كبله يې ګيله درلوده.

دا په داسې حال كې ده چې د ښځو چارو وزارت سرپرستې سعيده مژګان مصطفوي هم د ښځو د لاسي صنايعو لپاره د دايمي او مشخص بازار نشتوالى، امنيتي ستونزې او ټولنيز ناوړه دودونه د سوداګرو ښځو د كار په لار كې پرتې ستونزې وبللې او په هوارولو يې ټينګار وكړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA