ads

د اندېښنې وړ راپور

د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د جنسیتي برابرۍ موسسې چې د مدني ټولنو یوه غړې موسسه ده؛ یو راپور خپور کړى چې پكې ویل شوي، افغان دولت د ښځو د سیاسي او ټولنیز ګډون لپاره خپلې ژمنې نه دي ترسره کړي او له ښځو سره ځینې شوې ژمنې مقطعي وې چې چارواکو واک ته له […]

نویسنده: TKG
4 وری 1394
د اندېښنې وړ راپور

د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د جنسیتي برابرۍ موسسې چې د مدني ټولنو یوه غړې موسسه ده؛ یو راپور خپور کړى چې پكې ویل شوي، افغان دولت د ښځو د سیاسي او ټولنیز ګډون لپاره خپلې ژمنې نه دي ترسره کړي او له ښځو سره ځینې شوې ژمنې مقطعي وې چې چارواکو واک ته له رسېدو

د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د جنسیتي برابرۍ موسسې چې د مدني ټولنو یوه غړې موسسه ده؛ یو راپور خپور کړى چې پكې ویل شوي، افغان دولت د ښځو د سیاسي او ټولنیز ګډون لپاره خپلې ژمنې نه دي ترسره کړي او له ښځو سره ځینې شوې ژمنې مقطعي وې چې چارواکو واک ته له رسېدو سره وروسته هېرې کړې دي.

د یاد بنسټ راپور زده كړې، امنیت، عدالت ته لاسرسى او روغتیا هغه برخې ګڼلي چې دولت پكې د ښځو لپاره خپلې ژمنې تر یوه حده نه دي عملي کړي.

د دغې موسسې مرستیال ادریس عمرزاده وايي، افغان دولت په نړیوالو او ملي میثاقونو او ژمن لیکونو کې نږدې ۲۳۰۰ روښانه او کتبي ژمنې سپارلي او د دې ترڅنګ دولتي چارواکو د خپلو کمپاینونو په مهال له ښځو سره د جنسیتي برابرۍ او ټولنیز او سیاسي ګډون لپاره ټينګې ژمنې سپارلې دي، خو په دغو برخو کې پرمختګ ډېر ټکنى دی او ښځو سره ډېرې ژمنې یوازې د کمپاین په مهال شوې دي.

د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د جنسیتي برابرۍ موسسه د بېلګې په توګه د زده كړې برخې ته اشاره کوي او وايي، دا سمه ده چې اوسمهال افغانو ښځو او نجونو په پراخه کچه زده كړې ته مخه کړې او د لوړو زده کړو تر کچې تعلیم کوي، خو له دې سره سره هغوی ته د زده كړې امن چاپېریال نه دی برابر شوی او ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ په لار كې حتى له جنسي ازار سره مخ دي.

دغې موسسې د ښځو د روغتیا برخې ته هم پام کړى او وايي، د دې ترڅنګ چې د میندو د مړینې کچه راټیټه شوې، خو ډېر نور خدمات هم شته چې ښځو ته نه رسېږي او له كبله يې ښځې له مرګ سره لاس او ګرېوان دي.

په ټاکنو کې د ښځو نه ګډون بله برخه ده چې د یادې موسسې خپور شوي راپور ورته اشاره كړې ده او وايي، په دغه برخه کې یوازې کورني خنډونو د ښځو د ګډون مخه نه ده نیولې، بلکې د ټاکنیزو مرکزونو لرې والى هم هغه ستر خنډ ښودل شوى چې ښځو ترې یادونه کړې ده او په ټاکنو کې يې د ښځو د پراخ ګډون مخه نیولې وه.

له مخالفینو سره د سولې خبرې هغه بله برخه ده چې د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د جنسیتي برابرۍ موسسې په راپور كې ورته اشاره شوې ده.

د دې موسسې مرستيال ادريس عمرزاده وايي: (( زموږ په پخوانیو او همدغه راپور كې یو شمېر ښځو ویلي چې افغان دولت له مخالفینو سره د سولې خبرې په پټه ترسره کوي او په مذاکرو کې يې اصلا د افغانو ښځو غوښتنې نه دي یادې کړي او دا زموږ د موسسې لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.))

يادې موسسې دغه راپور د هالنډ سفارت په مالي مرسته برابر کړی او (په ۲۰۱۴ کال کې د جنسیتي برابریو د راپور ورکولو یا نومرې ورکولو کارت) نومېږي.

د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د جنسیتي برابرۍ موسسې غړې سجیه بهګام وايي، د دغه راپور د برابرولو هدف دا دی، ترڅو د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ په اړه د افغان دولت د ژمنو پرمختګ وښودل شي.

د نوموړې په خبره، دغه راپور په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې د ښځو لپاره د دولت د ژمنو اجرايي رنګ څېړلی دی.

سجيه بهګام زياتوي: (( په دغه راپور کې موږ وینو چې افغان دولت د ښځو لپاره په یوه متوسطه کچه کار کړی یعنې ځینې کارونه شوي او ځینې نور باید وشي، په دغه راپور کې ۱۱ مورده په نښه شوي چې د بدلون په دوران کې د دولت زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري چې د سولې په خبرو کې د ښځو ګډون، عدالت ته يې لاسرسى، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل او امنیت پكې مهمې برخې تشکیلوي.))

د دغه راپور پر اساس ښځو د ځانمرګو بریدونو، د ښوونځيو پر لاره په نجونو د بریدونو، ناامنیو، قبیلوي او د ټوپک سالارو د خپلمنځي جګړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په همدغو برخو کې يې د دولت پراخه پاملرنه غوښتې ده.

د دغه راپور د برابرولو لپاره په ننګرهار، بامیان، هرات، کابل، فاریاب او کندز ولايتونو كې د ولایتي شبکو له ښځينه غړو سره خبرې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA