ads

د دوو كورنيو ترمنځ سوله وشوه

دا كېسه له يوې وړې شخړې سر راپورته كوي او بالاخره د يوې كورنۍ د يو غړي په وژل كېدو او د اوو نورو په ټپې كېدو پاى ته رسيږي. د ننګرهار ولايت د مركز جلال آباد ښار په نارنج باغ سيمه كې دوه ګاونډيان چې له يوه او بل سره له شلو كلونو راهيسې […]

نویسنده: TKG
3 وری 1394
د دوو كورنيو ترمنځ سوله وشوه

دا كېسه له يوې وړې شخړې سر راپورته كوي او بالاخره د يوې كورنۍ د يو غړي په وژل كېدو او د اوو نورو په ټپې كېدو پاى ته رسيږي. د ننګرهار ولايت د مركز جلال آباد ښار په نارنج باغ سيمه كې دوه ګاونډيان چې له يوه او بل سره له شلو كلونو راهيسې راشه درشه لري، يو ماښام د دوستۍ او ملګرتيا

 

 

دا كېسه له يوې وړې شخړې سر راپورته كوي او بالاخره د يوې كورنۍ د يو غړي په وژل كېدو او د اوو نورو په ټپې كېدو پاى ته رسيږي. د ننګرهار ولايت د مركز جلال آباد ښار په نارنج باغ سيمه كې دوه ګاونډيان چې له يوه او بل سره له شلو كلونو راهيسې راشه درشه لري، يو ماښام د دوستۍ او ملګرتيا دا اړيكې د دښمنۍ تر كچې رسيږي. هغه ماښام چې يو ۲۲ كلن زلمی په كې خپل ژوند له لاسه وركوي او هغه ماښام چې يوه كورنۍ مجبوروي، څو خپل ټول شته پريږدي او له سيمې کډه شي.

دا د ډاکټر نعمت الله او نورزلي خان کورنۍ دي چې يوه يې له اصله د كونړ صافيان او بله يې د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ اړونده ده. نورزلي خان چې د خوګياڼو ولسوالۍ اوسيدونكى دى، له ډاکټر نعمت الله سره د خپلو نږدي اړيكو له امله د سيمې ښه ملګري بلل كيږي او ان كورنۍ يې له يوه او بل سره د مېرمنو تر كچې راشه درشه لري، خو څه ټکه رالوېږي چې دا ټولې اړيكې له منځه ځي او دوستي په دښمنۍ بدله بدلېږي؟

كیسه څه وه ؟

د تيرې روژې په ديارلسمه ( ۱۳۹۳چنګاښ ۲۰مه) له روژه ماتې لس دقيقې مخكې يو ځوان چې غواړي كور ته ستون شي، په لاره كې يې شپږ تنه ځوانان مخه نيسي. دا زلمى د نورزلي خان وراره دى. نورزلي خان وايي، وراره ته يې د ډاكټر نعمت الله د زوی يوسف په مشرۍ شپږو تنو لاره نيولې وه:(( دوى زما له وراره غوښتي و چې له ده سره شته ۱۴۰۰۰ روپۍ دوى ته وركړي، خو وراره مې ورته انكار كړى و. وړاندې له دې چې دوى سره غېږ په غېږ شي وراره مې خپل بل ورور ته ټلیفون وكړ چې ژر ځان ور ورسوي او مرسته يې وكړي.))

خو د ډاکټر نعمت الله د كورنۍ غړى او د ده وكيل عبدالله صافى بيا دا موضوع د پيسو په غوښتلو پورې تړلې نه بولي، بلكې دا لانجه  له يوې وړې لفظي شخړې راپورته شوې ګڼې، هغه وايي:(( هلكان فطرتاً يوه او بل ته تن نه وركوي او موضوع هم له همدې ځايه راپورته كيږي او تر لاس اچولو رسيږي.))

له دې وروسته ستونزه غټېږي او د وينې توييدلو ته لار پرانيزي. نورزلي خان وايي، بل وراره يې له دسترخوان يو دم پاڅيږي او د خپل ورور مرستې ته ځغلي:(( ناڅاپي هلك يو دم له دسترخوان راپورته شو او منډه يې كړه، ډېرغږونه مو پرې وكړل چې چېرته ځي، خو هغه بې له دې چې څه ووايي همداسې په منډه و. له دې وروسته نورو هلكانو هم ورمنډې كړې، مګر عزت الله له دې ټولو مخكې او تيز روان و.)) د نورزلي خان په خبره، د لانجې سيمې ته په رسېدو لفظي شخړه تر لاس اچولو او غېږ تر غېږ كېدو رسيږي. دا نو هغه وخت وي چې يوسف د خپل ځان او خپلو ملګرو سره شته وسيله كاروي. دا وسيله چاقو دى چې د عزت الله د بدن وينه راباسي او په لومړيو كې يې سخت ټپي كوي. نورزلي خان  وړاندې وايي:(( كله چې ټول هلكان ځاى ته ورسېدل؛ نو له يوه او بل سره واوښتل، له هغوی سره چاقوګان وو او تر څو چې موږ په ځان پوهېدو د اوو تنو له بدن وينه روانه وه. دلته نو ځايي اوسيدونكي هم را خبر شول. څرنګه چې روژه وه او ډېر خلك روژه ماتي ته ناست وو، نو ځكه لومړي سر كې خلكو مرستې ته راونه دانګل، خو كله چې چغې پورته شوې خلك هم را خبر شول او ټول له خپلو كورونو راووتل، خو د دوى له راوتو وړاندې هلكانو ډېرې چړې خوړلې وې. كله چې مو وليدل هلكان ټول په وينو سره دي او عزت الله بې هوښه په ميدان كې پروت دى، نور نو خلك په دې هڅه كې شول چې دوى روغتون ته يوسي)). دا اړخ او ډب له نيم ساعت زيات وخت اخلي او بالاخره د خلكو په مرسته پاى مومي.

كه څه هم د ډاكټر نعمت الله  كورنۍ په دې لړ كې د ځان لور ته هم د ټپ اوښتو خبره كوي، خو نورزلي او د ده د تره  ګل مرجان په خبره چې دوى ته هيڅ  ډول زخم نه و رسيدلى.

د ټپيانو په منځ كې عزت الله هغه نوم دى چې ټپ یې ژور او وينه يې ډېره ضايعه كړې وه. نورزلي خان وايي، عزت الله يې د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون د بيړنيو مرستو خونو ته ورساوه، خو د زياتې وينې د ضايع كېدو له امله يې ساه يې وركړه. د ده په خبره پاتې كسان چې سطحي ټپيان وو په روغتون كې تر درملنې وروسته رخصت او خپلو كورنو ته ستانه شول.

د شخړې د شدت مراحل

تر دې وروسته چې د عزت الله د مړينې خبر د ده تر كورنۍ رسيږي، دا لانجه بل پړاوو ته ننوځي چې د شدت وخت يې ګڼلى شو. د نورزلي خان په خبره د دوى د كورنۍ شاوخوا ۲۳ تنه ځوانان د ډاكټر نعمت الله  كور چې زوی يې قتل كړى، تر كلابندۍ لاندې نيسي او دا كلابندې تر سهاره دوام پيدا كوي، خو د ده په خبره له نيكه مرغه چې په دې وخت كې بل اړخ ته هېڅ زيان نه رسيږي. نورزلي خان وايي، له همدې نېټې د قاتل له كورنۍ سره د دوى اړيكې له منځه ولاړې او خبره تر دښمنۍ ورسېده. هغه دښمني چې دى يې له ځان سره په تومانچې ګرځولو مجبور كړ او هره شیبه يې د بدل اخستو خبرو په ذهن كې ازانګې كولې. يوازى دى نه، بلكې د كورنۍ نور غړي يې هم په همدې شكل مخكې تلل:(( كه له چا يوه وړه ستنه وركه شي څه پرې تيريږي، پاتې خو لا د كورنۍ غړى شو. ما فكر كاوه چې زما د غوسې اور به هېڅوك هم سوړ نه كړي او ان ډېر خلك به ووژنم.))

نورزلي خان وايي، اراده يې وه چې د قاتل د كورنۍ يو غړى به هم ژوندى پرې نږدي او د خپل وراره بدل به په هماغه شپه اخلي. مقابل اړخ هم خپل لوري ته د تلفاتو د اوښتو د مخنيوي په خاطر خپلې تابياوې نيسي. تر دې چې له دې سيمې کډه كيږي او د دښمنۍ پالل پر غاړه اخلي.

له دې وروسته د دواړو كورنيو د مينې ژوند پاى مومي، ماشومان چې له يوه او بل سره به يې په كوڅو كې لوبې كولې، نور د يوه او بل لیدو او ښوونځي ته د يو ځاى تګ چانس له لاسه وركوي او ان له وېرې ښوونځيو ته هم نه پرېښودل كيږي. كورنى تګ راتګ شليږي او دواړو لورو ته يوازې د نفرت سپرغۍ د پاشېدو په درشل كې وي.

كه څه هم په دې پېښه كې له يوسف سره شپږ تنه نور هم ملګري وو، خو د عزت الله له مړينې وروسته ټوله پړه پر يوسف اچول كيږي او د هغوی  پښې ترې وځي. خو څه پېښيږي چې نورزلي خان له جنګ، سوله غوره ګڼي او د غوسې او بدل اور يې سړيږي؟

سوله چا او څه ډول وكړه؟

نورزلي خان چې د زېږېدو ځاى يې د ننګرهار ولایت د خوګياڼي ولسوالي ده او تر ډېره يې ژوند هم هلته تېر كړى، د ځینو دوستانو له لوري مجبوريږي چې بل شوي اور ته لمن ونه وهي او نه هم داسې كوم كار وكړي چې خبره له دې هم خرابه شي. په ورته وخت كې د ډاكټر نعمت الله پر كورنۍ هم زور راوړل كيږي چې د هر ډول شديد عكس العمل له ښودلو څخه ځان وساتي.

د نورزلي خان په خبره د ده د قوم مخور او سپين ږيری امان خيري چې د محمد زمان غمشريك ورور دى، ده ته د ټلیفون پر كرښه وايي چې له هر ډول سخت غبرګون څخه ځان وساتي:(( امان خيري راته ټلیفون وكړ چې زه په كابل كې يم او ته بايد داسې عمل ونكړې چې خداى مه كړه دا خبره نوره هم مخكې لاړه شي. ده راته وويل، زه در روان يم او د ډاكټر نعمت الله د كورنۍ كلابندي هم بايد خلاصه كړې. هماغه و چې سهار وختي په پوليسو پسې لاړم او ترې ومې غوښتل چې د دې كورنۍ امنيت وساتي، څو زما د كورنۍ له خوا ورته كومه صدمه ونه رسيږي.))

دا كار دې ته لاره اواروي چې د ډاكټر نعمت الله  كورنۍ له دې سيمې کډه وكړي او د هغو لارو چارو په لټه كې شي چې رامنځته شوې لانجه پرې اواره كړي. همدا ځاى دى چې له دواړو لورو قومي مشران او سپين ږيري د هغو لارو په موندو پسې ګرځي چې له بركته يې دا كلكه غوټه خلاصيږي.

انجنیر امان خيري چې د دې شخړې په حل كولو كې يې د جرګې د مشر په توګه دنده ترسره كړې، وايي چې له كابل تر راتګ وروسته سمدلاسه لاس په كار شو او په لومړيو كې يې له دواړو اړخونو سره په جلا جلا كتنو كې دوى ته د دې شخړې د اوږدېدو زيانونه په ګوته كړل:(( ما دوى ته وويل چې دا خبره دومره وړه نه ده. ځكه دلته د ننګرهار او كونړ موضوع هم باید په نظر كې ولرو. همدارنګه مې ورته وويل چې يو بل به ووژنئ، دوى به تاسې او تاسې به په هغوی پسې ټوپك په لاس ګرځئ او يوازې قتلونه به كوئ. اخر به دا خبره تر قومونو او ولايتونو پورې وغځېږي او دواړه ولايتونه به په دښمنۍ سره واړوي. ما ډېر زور د نورزلي خان په كورنۍ راوړ، ځكه قتل په دوى كې شوى و او دوى د خپل بدل په لټه كې و. دوى ته مې وويل چې زه ستاسې مشر يم او كه نه؟ كه يم نو غلې كېنئ او ټولې خبرې ماته پريږدئ.))

د امان خيري په خبره دې خبرو دواړه لورې يو څه ساړه كړل او د دواړو لوریو غوسه لږه را سړه شوه:((له دې وروسته مې د كونړ والي او همدارنګه د صافيانو قوم مشر د بل اړخ د نماينده ګانو په توګه معرفي کړل او ترې  ومې غوښتل چې د ډاكټر نعمت الله د كورنۍ مشري په غاړه واخلي. هغوی هم په دې برخه كې ناغيړې ونه كړه او په ډېره ښه توګه يې دا چاره ترسره كړه.))

ملك سيدرحيم چې په جرګه كې يې د مخور په توګه ګډون كړى، وايي چې دې هلو ځلو شپږ مياشتې دوام وكړ او بالاخره په دې وتوانېدل چې دواړه اړخونه د خبرو او جرګې لپاره اماده كړي.

د مقتول كاكا نورزلي خان وايي، د امان خيري له ټلیفون وروسته يې ځان د ښكېل اړخ په توګه نه دی محسوس كړى، بلكې د يوه منځګړي په توګه يې كار كړى:(( كله چې امان خيري ماته قناعت راكړ چې جنګ او جګړه د حل لاره نه ده او جرګې مركې كولاى شي دا ډول ستونزې اوارې كړي، له هغې وروسته مې سر په ټولو خبرو خلاص شو او خپله مې هم ښه وګڼله چې دا لانجه د سولې په كولو سره خلاصه شي.))

قومي جرګه د حل لار

د جرګې تر حده د دواړو لورو راوستل د پېښې له رامنځته كېدا وروسته نږدې شپږ مياشتې وخت اخلي او بالاخره يوه ورځ دواړه لورې د جرګې د مشر انجنیر امان خيري په كور كې سره راټوليږي. خو امان خيرې له كومو لارو ګټه پورته كړه چې وتوانېد ښكېل اړخونه په دې سلا كړي چې سره سوله وكړي؟

امان خيري وايي، تر خپل وس يې كوښښ كړى چې  لومړى يو ډول اوربند رامنځته كړي، څو نور تلفات رامنځته نه شي او خبره تر نور كړكيچ ونه رسيږي:(( نور مې نو شپه او ورځ يوه كړه، شپږ مياشتې مې كله له يوه اړخ او كله له بل اړخ سره وكتل. د ننګرهار او كونړ واليان مې وكتل، د دواړو لورو له نورو قومي مشرانو، ځوانانو او د كورنۍ له نورو غړو سره مې خپل ليده كاته جاري وساتل او په هر ځل لیدنه كې مې ورته د نصيحت تر څنګ د دې لانجې د اوږدېدو زيانونه بيان كړل. دوى ته ما وويل چې دا يو تصادف و، نه كومه پخوانۍ تربګني. كه تاسې دښمني وپالئ، له اسلام سره تضاد كې ياست، دولت مو هم ملاتړى نه دى او ګڼ زيانونه به ووينئ. بالاخره يوه ورځ مې په داسې حال كې چې له دواړو لورو د قومي مشرانو او چارواکو په ګډون ۹۰۰ تنه خپل كور ته راوبلل. قاتل (يوسف) مې راوست. د مقتول (عزت الله) له پلار مې وغوښتل چې پرېكړه د ده په لاس كې ده چې له يوسف سره څه كوي.))

د امان خيري په خبره، د عزت الله (مقتول) پلار د ټولو خلكو په مخ كې چې د ننګرهار او كونړ اوسني سرپرست واليان هم په كې موجود و، ټوپك په ځمكه كېښود او په لوړ غږ يې وويل چې يوسف يې بښلى دى. دى وايي، يوسف هم په داسې حال كې چې له سترګو يې اوښكې بهېدې له هغه بښنه وغوښته او دا يې تصادف وباله:(( له دې وروسته دواړه يوه بل ته غاړې وتل او بې له دې چې كوم بل زيان رامنځته شي، موږ وتوانېدو چې دا شخړه په سوله بدله كړو.))

امان خيري وايي، اوس وضعيت عادي دى او د اوونۍ په درشل كې يو ځل دواړه لوري حتماً د ده خوا ته ورځي. په داسې حال چې خولې يې له خندا ډكې وي، شكر باسي چې ژوند يې بېرته له خوښيو ډك دى. نورزلي خان چې د مقتول كاكا دى وايي، اوس هېڅ فكر نه كوي چې له چا سره دښمني لري او يا يې هم د كورنۍ يو تن وژل شوى وي. د ده په خبره په هر ځاى كې چې له ډاكټر نعمت الله سره مخ شي، ښه راغلاست ورته وايي.

عبدالله صافى هم په همدې نظر دى. دى خوښ برېښي چې يو چا يې جنګ په سوله بدل كړ او د دې جګړې اور يې پراخېدو ته پرې نښود. د ده په خبره اوس کډه شوې كورنۍ هم بېرته خپل كور ته راستنه شوې او اړيكې يې د لانجې له پېښېدو وړاندې وختونو په څېر دي.

جګړه او كه سوله مهمه ده؟

په لانجه كې دواړه ښكېل اړخونو له كليد سره په خپلو ترسره شويو مركو كې سوله پر جګړې مهمه بللې او په وار وار يې ټینګار كړى چې افغانان دې له وړو خبرو لويې منازعې نه جوړوي.

نورزلي خان چې په دې شخړه كې زيانمن شوى او د خپلې كورنۍ يو غړى يې له لاسه وركړى، وايي چې هره شخړه د حل لاره لري او تر ټولو ښه لار يې د پخلاينې په ټغر ناسته ده:(( جګړه هغه خلك كوي چې مشران نه لري، موږ او تاسې افغانان مشران لرو، قومي سپين ږيري او د جرګو مركو خلك لرو، نو ولې بايد له وړو خبرو لويې شخړې جوړې كړو او كه لويه هم اوسي، راځئ چې له همدې لارې يې د حل لار ولټوو.))

عبدالله صافى چې د منازعې بل اړخ دى، هم همدې ټكو ته نغوته كوي. دى وايي:(( دا ډول خبرې بايد زموږ مشران راته حل كړي، موږ او تاسې بايد له صبر كار واخلو، ځكه په صبر كې خير دى.))

د همدې جرګې مشر انجنیر امان خيري هم جرګه هغه لاره بولي چې د ستونزو حل په كې نغښتى دى. د ده په خبره((جنګ د حل لاره نه ده او خبرې اترې كولاى شي، لوى منازعات حل كړي.)) نوموړى په ورته وخت كې د جرګې مشرانو ته د پيغام په وركولو سره وايي چې د خپلو پرېكړو پر مهال يوازې د الله ج رضا په نظر كې ولري او له هر ډول شخصي غوښتنو او خپلسريو ډډه وكړي.

د جرګې يو بل مخور ملك سيد رحيم بيا د داسې نښتو رامنځته كېدل قصدي نه بولي او له افغانانو غواړي چې د دا ډول پېښو په رېښو پسې مټې بډ نه وهي:(( زه هيله لرم چې په داسې حالت کې د جوش پر ځاى له هوش څخه كار واخستل شي او د مشرانو خبرې ته غوږ كېښودل شي. دا ډول جرګې ټولو افغانانو ته يو زيرى دى چې كولاى شي خپلې ټولې ستونزې پرې حل كړي.))

په تېرو درې نيمو لسېزو كې ګڼو ستونزو دې ته زمينه مساعده كړه چې په هېواد كې ګڼې ناخوالي او شخصي تربګنۍ رامنځته شي، خو د دې ډول تربګنيو پر وړاندې له قومي جرګو څخه ګټه پورته كول، هغه حل لاره چې تل يې دې ډول ستونزو ته د پاى ټكى اېښی دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA