كه څه هم د كندهار امنيتي چارواكي وايي چې د مسلكي روزنې له مخې اوس د پوليسو وړتياوې خورا لوړې شوې دي، خو د دغه ولايت اوسېدونكي لا هم د پوليسو له ناوړه رويې څخه شكايت كوي.
كه څه هم د كندهار امنيتي چارواكي وايي چې د مسلكي روزنې له مخې اوس د پوليسو وړتياوې خورا لوړې شوې دي، خو د دغه ولايت اوسېدونكي لا هم د پوليسو له ناوړه رويې څخه شكايت كوي.
امنيتي مسوولين وايي چې په تېرو ۱۱ مياشتو كې يې د كندهار، زابل او روزګان یوولس سوه پوليسو ته د كندهار د پوليسو په ساحوي مركز كې( ۹۵ افسران، ۲۹۲ ساتمنان او ۴۹۹ محلي پوليسو) د مسلكي زده كړو تر څنګ د بشري حقونو، لومړنيو مرستو، ټرافيكي اصولو، سواد زده كړې او نظامي انجنیرۍ روزنه وركړې ده.
د كندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا درانى وايي، د پوليسو د روزنې او سلوك په مثبت اړخ كې خورا بدلونونه راغلي دي:(( له همدې زون نه مو ۱۶ افسران تركيې ته د زده كړو لپاره واستول، دلته مو هم ۱۱۳ تنه د لومړنیو مرستو، ۸۸ تنه د بشري حقونو په برخه کې، ۲۰ تنه د حفظ المراقبت یا تعمیر جوړونې په برخه کې، ۸۲ تنه د کمپیوټر او مخابرې او ۴۷۹ تنه د ټرافيکي اصولو د زده کړې په برخه كې وروزل. دوى اوس په هره معنی مسلكي پوليس دي.))
دراني زياته كړه، د پوليسو په ليكو كې د مسلكي كسانو په زياتېدو او د هغوى د ظرفيت د لوړېدو له كبله امنيتي وضعيت خورا سم شوى او خلك هم ترې خوشاله دي.
د نوموړي په وينا، له خكو سره د پوليسو مثبت چلند اوس د دې سبب شوى چې خلك همېش له امنيتي ځواكونو سره همكار پاتې شي:(( له امنیتي ځواکونو سره د عامو خلكو همکاري زیاته شوې ده، موږ د شکایتونو شمېره اعلان کړې چې د امنیتي ځواکونو او عامو خلكو ترمنځ منظم ارتباطات او همغږي رامنځته كړي.))
خو د کندهار ښار اوسېدونکي بيا وايي چې د پوليسو په چلند كې د ذرې هومره بدلون نه ويني، بلكې كه دوى همداسې خپل ناوړه چلند ته دوام وركړي؛ نو خلك به ډېر ژر له ځانه وګرځوي.
كليد ګروپ ته د كندهار يوې مېرمنې له خلكو سره د پوليسو د ناوړه چلند كيسه داسې كړې:(( نارینه مو د باندې د خوارۍ لپاره ووځي، له هغې خوا څخه د پوليسو له لاسه شلیدلي ګرېوانونه كور ته راستنېږي، حكومت باید د خلكو غږ واوري.))
د کندهار بله اوسېدونکې ثريا سرحدي هم له پوليسو شكايت لري، نوموړې وايي:(( موږ يوه ورځ له پلار سره په موټر كې ناستې وو، د يو محلي پوليس سره نږدې مو موټر تېر شو، پوليس زما پر پلار راچغې كړې، ويل يې سترګې نه لرې؟ كه اوس درسره په موټر كې ناستې ښځې راكوزې كړم، ټولې به درته بدنامې كړم.))
د كندهار د سپين بولدك اوسېدونكى عبدالرحمن هم ورته شكايت كوي، دى وايي داسې كاروبار ور په غاړه دى چې بايد د كندهار هرې ولسوالۍ ته سر ورښكاره كړي، خو تر اوسه يې هېڅ پوسته نه ده ليدلې چې دى په كې په عذاب شوى نه وي:(( دا محلي پوليس ډېرې بدې ردې وايي، چې ږيره دې پر مخ وه، نو دوى ته به خپل دښمن ښكارې او زه والله كه لا هغو سيمو ته هم تللى يم چېرته چې طالبان وي، مګر دوى ته طالب ښكارم.))
د كندهار امنيه قومندانۍ وياند بيا په دې اړه خبرې تشې اوازې بولي او وايي يو شمېر خلك د پوليسو د بدنامولو لپاره دا ډول خبرې كوي:(( دا ډول خبرې هېڅ اساس نه لري، پوليسو تل د تورسرو احترام كړى، افغان پوليس به له دې وروسته هم هېڅ داسې اقدام ونه كړي چې افغان وګړو ته د ازار سبب وګرځي.))
دا په داسې حال كې ده چې کابو دوه اوونۍ وړاندې د كندهار خلكو شكايت كاوه چې په دغه ولايت كې د پوليسو د معاشونو د ځنډېدو له كبله غلاوې هم ډېرې شوي او دوى شك لري چې په ګڼو غلاو كې به پوليس لاس ولري، مګر هغه مهال هم امنيه قومندانۍ له خلكو وغوښتل چې د پوليسو له بدناموونكو كړيو سره غاړه يو ځاى نه كړي، بلكې د پوليسو قدر له دې كبله هم وكړي چې د كور او كاله امنيتي يې ورخوندي كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

