ads

ښځو په رسنيو كې خپل ځاى نه دى موندلى

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله سیمین حسن زاده غزل وايي، د افغانستان په رسنيو کې لا هم ښځو خپل اصلي ځای نه دى موندلى او په وينا يې، لا هم له ښځو نه د سوداګريزو اعلاناتو لپاره ابزاري ګټه پورته کېږي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله سیمین حسن زاده […]

نویسنده: TKG
24 کب 1393
ښځو په رسنيو كې خپل ځاى نه دى موندلى

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله سیمین حسن زاده غزل وايي، د افغانستان په رسنيو کې لا هم ښځو خپل اصلي ځای نه دى موندلى او په وينا يې، لا هم له ښځو نه د سوداګريزو اعلاناتو لپاره ابزاري ګټه پورته کېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله سیمین حسن زاده غزل وايي، د افغانستان په رسنيو کې لا هم ښځو خپل اصلي ځای نه دى موندلى او په وينا يې، لا هم له ښځو نه د سوداګريزو اعلاناتو لپاره ابزاري ګټه پورته کېږي.

سیمین زياتوي، ډېر ژر به د ټولنیزو رسنیو د فعالیت مقرره تصویب کړي، چې د خبریالو ښځو ستونزې به هم ورسره حل شي.

د نوموړې په خبره، څه د پاسه ۳۵۰ راډيويي او ټلويزيوني رسنيو كې له ۳۰ نه تر ۵۳ رسنۍ شته چې مسوولين يې ښځې دي چې دا هم د ښځو په وړاندې يو ډول محدوديت ښيي او علت يې دا دى، حتى رسنۍ چې په فرهنګي بيارغونه كې ځان مخكښ ګڼي په هغه ځاى كې هم نارينه دا نه غواړي چې د ښځو له ظرفيت او توانمندۍ څخه د رسنيو په مديريت كې كار واخلي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله زياتوي، هغه چارواكي چې د قانون په پلي كولو كې اساسي رول لري هم د ښځو د حقونو د ملاتړ شعار په سمبوليكه بڼه وركوي.

هغه وايي: (( له بل پلوه خو د ښځو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره اساسي ګامونه نه دي پورته شوي، له همدې كبله په ځينو مواردو كې ښځې دا وړتيا نه لري چې په رسنيو كې مديريت وكړي، خو په هغو مواردو كې هم چې وړتيا لري؛ ملاتړ يې نه كېږي.))

سيمين وايي، ژمنه يې د يوې فرهنګي ښځې په توګه دا ده چې د ډله ييزو رسنيو له لارې يو ملي خوځښت جوړ شي او د هغه په ملګرتيا د قانون په پلي كولو كې دا هڅه وكړي چې د ښځو د ظرفيت د لوړوالي او د هغوى د توانمندۍ د ښودلو لپاره عملي ګامونه پورته كړي.

هغې زياته كړه: (( رسنۍ بايد د فرهنګ په بدلون كې اساسي كار وكړي، د ښځو په اړه د ټولنې د ذهنيت د بدلون لپاره رسنۍ كولاى شي چې د علماوو او روڼ اندو له نظريو څخه استفاده وكړي او د ښځو د فرهنګي وضعيت په بدلون كې يو فرهنګي انقلاب رامنځته كړي.))

سيمين غزل په رسنيو كې د ښځو د ونډې په اړه وايي، په رسنيو كې د ښځو ونډه د تېرو كلونو په پرتله كمرنګه ښكاري چې ښايي په ځينو سيمو كې امنيتي ستونزې او د ښځو د فعالي ونډې په اړه ځينې جنسيتي چلندونه د دې سبب شوي وي چې كورنۍ ونه غواړي ښځينه غړې يې په رسنيو كې كار وكړي. په همدې حال كې سيمين غزل بيا په دې خوشبينه ده چې د ټولنيزو رسنيو د فعاليت په اړه د مقررې په تصويبېدو سره به د كاري مصئونيت اړوند ستونزې چې خبريالان په تېره بيا ښځينه خبريالانې ورسره مخ دي؛ حل شي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA