یو شمېرهغه کډوال چې له شمالي وزیرستان څخه خوست ولایت ته راکډه شوي، شکایت کوي چې مرسته کوونکې ادارې د مرستو په وېش کې ورسره ناعادلانه چلند کوي.
یو شمېرهغه کډوال چې له شمالي وزیرستان څخه خوست ولایت ته راکډه شوي، شکایت کوي چې مرسته کوونکې ادارې د مرستو په وېش کې ورسره ناعادلانه چلند کوي.
په خوست کې راغلو کډوالو ته د ولایتي ادارې لخوا د ګربزو په ولسوالی کې د ګلان کمپ په نوم ځای ځانګړی شوی چې له شپږو زور څخه زیاتې کورنۍ په کې مېشتې دي.
د دې په خوا کې یو شمېر کورنۍ په کلیو او ښار کې هم په کرایي کورونو او یا هم د خپلو دوستانو په کورونو کې اوسیږي. څه موده مخکې د راغلو کډوالو یو شمېر استازو د خوست ولایتي شورا له ځینو غړو سره په کتنه کې د مرستو له ناسم وېش څخه شکایتونه وکړل.
دوی ویل، له کله راهیسې چې خوست ته راکډه شوې، ډېرې کمې مرستې ورته رسېدلې او زیاتوي چې ځينو کورنیو خو هېڅ مرسته نه ده اخستي. د ګل امیر په نوم یو تن کډوال وایي چې له اړې ورځې دلته راټول شوي دي:(( دلته د دې لپاره راغلي یو چې د ولایتي شورا له غړو سره خپلې ستونزې شریکې کړو، څو د مرستي د وېش په برخه کې مو ستونزې را حل کړي.)) هغه زیاتوي چې له دوی سره د مېرې مور چلند کیږي:(( موږ په دې خفه کیږو چې یوه ته مرسته رسیږي او بل ته نه رسیږي.)) نوموړی دغه راز وایي:(( ډېر کله زموږ په نوم راغلې مرسته بل څوک وړي.))
د اختر محمد په نوم یو بل کډوال چې د خوست متون په ((دور کوټیو)) کلي کې مېشت دی وایي، له هغې ورځې چې دلته راکډه شوی، یوازې دوه ځله یې څه ناڅه توکي د مرستې په شکل ترلاسه کړي دي:((دوه ځله یې په کمه اندازه غنم او یو څه غوړي راکړي، نور مو هېڅ هم په سترګو نه دي لیدلي.))
وزیرستاني کډوال یوازې د مرستې د وېش په برخه کې له ستونزو سر نه ټکوي، بلکې د بېلابېلو مرسته کوونکو ادارو لخوا د نوم لیکنې په برخه کې شکایت کوي او وایې چې په دې برخه کې دا ادارې له دقت څخه کار نه اخلي. په دې اړه د شمالي وزیرستان څخه راغلی کډوال ګل خان وایي چې دوی خپل ځانونه په څو ادارو کې ثبت کړې، خو د مرستې د وېش په وخت کې بیا راجسټر شوي نومونه کمپیوټر نشي پیدا کولی:(( مونږ حیران یو چې چېرته او څنګه خپل نومونه راجستر کړو چې بیا له مرستو پاتې نشو.))
وزیرستاني کډوال وایي چې یو شمېر کډوالو د ژمي سړه هوا په سختیو سره په وچ ډاګ کې وزعمله، خو اوس دې ته اندېښمن دي چې که د اوړي په سره ګرمۍ کې یې همدا حال وي؛ نو له ډېرو نورو ستونزو او ناروغیو سره به هم مخامخ شي. وزیرستانی کډوال ګل خان وایي:(( زموږ ټول مال او شته په خپلو کورونو کې پاتي دي او داسې خبر شوي یو چې هغه هم له خاورو سره خاورې شوي؛ نو ځکه اوس د افغان دولت او نړیوالو مرستو ته ډېره اړتیا لرو.))
کډوال د خوست د ولایتي شورا له غړو غواړي چې د ستونزو په اواري کې ورسره مرسته وکړي، ولایتي شورا هم ورسره د مرستې ژمنې کړې دي. د خوست د ولایتي شورا یو تن غړی عبدالولي واحدزی هم مني چې کډوال له ستونزو سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو زیاتوي چې په اړه یې له اړونده مسوولینو سره په تماس کې دي. د واحدزي په خبره په نږدې راتلونکې کې به د مرسته کوونکو ادارو له استازو سره په همدې اړه له نږدې وګوري:(( موږ د مهاجرینو ریاست له مسوولینو، د مرسته کوونکو ادارو له استازو او د هغو ولسوالیو له ولسوالانو سره چې دغه کډوال په کې مېشت دي خبرې کړې، ترڅو د مرستو د وېش په برخه کې د بي نظمیو مخه نیول شوي وي.))
بل پلو د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز ځدراڼ د کډوالو یادې ادعاوې ردوي او وایي چې د دوی او د مرستندویه ادارو له لوري اوس هم په منظم ډول له کډوالو سره د مرستو وېش روان دی. ځدراڼ وویل:(( د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره د همغږۍ په چوکاټ کې د پاتې کډوالو د ثبت او راجستر لړۍ روانه ده او تر دې دمه زرګونو کورنيو ته د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته رسېدلې او لا هم جريان لري.)) د ځدراڼ په خبره، دوی پرېکړه کړې چې ټولې مرستې بايد د دولتي او غيردولتي ادارو ترمنځ په همغږۍ او د موظف پلاوي په حضور کې کډوالو ته ورسول شي، تر څو د ګډوډيو او بې نظميو مخه په ښه توګه نيول شوې وي.
د خوست ولایت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه له شمالي وزیرستان څخه ۳۵ زره کورنۍ راکډه شوي چې د ګلان کمپ په شمول په یوولسو ساحو کې مېشتې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


