ads

د تاوتريخوالي عاملينو ته د سزا غوښتنه

افغانې ښځې وايي، د دوى په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره باید د نارینه وو د پوهاوي کچه لوړه شي. د افغانستان د ښځو شبکې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له كبله جمهوررئيس محمد اشرف غني ته یو سر خلاصى لیک استولى او پكې يې افغانې ښځې وايي، د […]

نویسنده: TKG
24 کب 1393

افغانې ښځې وايي، د دوى په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره باید د نارینه وو د پوهاوي کچه لوړه شي. د افغانستان د ښځو شبکې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له كبله جمهوررئيس محمد اشرف غني ته یو سر خلاصى لیک استولى او پكې يې

افغانې ښځې وايي، د دوى په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره باید د نارینه وو د پوهاوي کچه لوړه شي .

د افغانستان د ښځو شبکې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له كبله جمهوررئيس محمد اشرف غني ته یو سر خلاصى لیک استولى او پكې يې له ښځو سره د تاوتریخوالي او بد چلند عاملینو ته سزا غوښتې ده .

د يادې شبکې مشره سونیا اسلمي وايي: (( موږ ښاغلي جمهوررئيس، اجرائيه رئيس، د کورنيو چارو او حج او قافو وزارتونو ته یو سر خلاصى لیک استولى، په هغه كې مو د تاوتريخوالي ټولې وروستۍ پېښې ليكلي او دوى ته مو استولى دى، موږ له دوى نه د دغو پېښو په اړه د ښې رسیدګۍ غوښتنه كړې ده.))

د نوموړې په وینا، یوازې د تېرې میاشتې په اوږدو کې په هرات، تخار، کندز، کابل او جوزجان ولايتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۴ قضيې ثبت شوي چې تر پخوانیو قضيو لا سختې او شدیدې وې .

هغې زياته كړه، د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې د وژنې، ځان وژنې، ځان سوځونې او جنسي تېریو په بڼه ترسره شوې دي چې ۶ د وژنې، ۳ د ځان وژنې او ۵ د جنسي تېريو پېښې راجستر شوې دي .

د افغان ښځو د شبکې مشره وايي، د ښځو د حقونو د ساتنې او خوندیتوب لپاره يې د یو میکانیزم د جوړولو په هدف څو وارې خپلې اندېښنې له جمهوررئيس، دوهم مرستیال او د جمهوري ریاست د ښځو چارو له مسوولې سره شریکې کړې دي، خو په سر خلاصي لیک کې يې درې لويې غوښتنې عنوان كړې دي: (( لومړى دا چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون دی د جزا په کوډ بدل شي، ترڅنګ يې په جمهوري ریاست کې د تاوتریخوالي ځپلو ښځو د دوسیو لپاره د ځانګړې کمېټې جوړول، او په لارو کوڅو کې د ښځو د ځورولو د مخنيوي لپاره د یو ځانګړي میکانیزم جوړول هم زموږ په غوښتنو کې شامل دي، ځکه درېیم مورد نن سبا زور موندلى.))

د افغان ښځو شبکه وايي، د خپلو اصولو پر بنسټ به په یو کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو دقیقه شمېره د کال په پای کې اعلان کړي.

د سرچينې په وينا، یوازې په روان کال کې د افغانو مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي  داسې پېښې ترسره شوي چې بڼه يې تر پخوانیو هغو خورا سخته ده.

سرچينه وايي، په تېرو درېیو کلونو کې يې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۹۸۸ پېښې ثبت كړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه افغانه ښځه مرضیه جوادي چې د ښځو لپاره د وړو سوداګريو لارې هواروي وايي، له ښځو سره د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره باید د ښځو د حقونو په اړه د نارینه وو ذهنونه روښانه کړای شي.

نوموړې زياتوي: (( تل د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په اړوند له ښځو سره خبرې شوي، خو ما د خپلې ټولنې له ښځينه او نارینه دواړو كاركوونكو سره خبرې کړې دي او دا کار د ښځې د خاوند د ذهن په روښانه کولو کې ډېر ګټور ثابت شوى دى.))

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالى ورځ تر بلې زیاتېږي، خو چارواکې بیا دا نه مني، بلکې وايي، افغانې ښځې له ډېرو کلونو راهیسې د تاوتریخوالي ښکار وې چې ډېرى پېښې به د شرم او ننګ په نوم پټې پاتې کېدې، خو نن سبا د عامه پوهاوي او رسنیو د ډېرښت له كبله دغه پېښې د خلکو غوږونو ته رسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA