ads

پاکستان پر افغان مهاجرو راتنګ شوی

د پاکستان حكومت د پېښور پر يو نظامي ښوونځي تر بريد وروسته كه له يوې خوا افغان دولت ته د سولې د راوستو په برخه كې د همكارۍ لاس وركړى، نو بل خوا يې په پېښور او ځينو نورو سيمو كې د افغان مهاجرو ژوند دوزخ ګرځولی. د پاکستان حكومت د پېښور پر يو نظامي […]

نویسنده: TKG
23 کب 1393
پاکستان پر افغان مهاجرو راتنګ شوی

د پاکستان حكومت د پېښور پر يو نظامي ښوونځي تر بريد وروسته كه له يوې خوا افغان دولت ته د سولې د راوستو په برخه كې د همكارۍ لاس وركړى، نو بل خوا يې په پېښور او ځينو نورو سيمو كې د افغان مهاجرو ژوند دوزخ ګرځولی.

د پاکستان حكومت د پېښور پر يو نظامي ښوونځي تر بريد وروسته كه له يوې خوا افغان دولت ته د سولې د راوستو په برخه كې د همكارۍ لاس وركړى، نو بل خوا يې په پېښور او ځينو نورو سيمو كې د افغان مهاجرو ژوند دوزخ ګرځولی.

په پاكستان كې مېشتو افغانانو د پاكستان د وروستي ناوړه چلند په اړه بېلابېلو رسنيو ته په پټه ويلي چې پنجابي پوليسو له تېرو شاوخوا دوه نيمو مياشتو راهيسې د افغان مهاجرو د كمپونو مخې ته پوستې اچولي، هغوى ښار ته په سودا پسې له راوتو منعه كوي، كه مهاجر كارت ولري يا يې ونه لري، خو په يوه او بله بهانه يې د پوليسو مركزونو ته وړي، رنګ رنګ عذاب وركوي او په هغه او دغه جرم په زوره ورباندې اقرار کوي.

په دې اړه له پاكستاني رسنيو څخه د (مهاجر ضد) تر عنوان لاندې د داسې پوليسي عملياتو راپورونه هم خپاره شوي چې په كې پاكستاني پوليس په اسلام اباد، پېنډۍ، كوهاټ او مردان كې د مهاجرو افغانانو پر اباديو ورننوځي، نارينه يې نيسي، ښځې او ماشومان يې چغې وهي، خو پوليس د سكواټور په مرسته د هغوى جونګړې نړوي.

په همدغسې يو ويډيويي راپور كې د پوليسو د قومندان په لاس كې ګڼ مهاجر كارتونه لیدل کېږي او مخامخ په موټرو كې افغانان اچول شوي، یو خبريال پوښتنه كوي چې له دوى سره، خو كارتونه هم شته؛ نو ولې يې زندان ته وړئ؟ قومندان خبريال ته وايي، په دې كارتونو د جعل شك لري او د كارتونو خاوندان به ورسره تر هغې بنديان وي چې سپيناوى يې تر اوږدو څېړنو وروسته ثابت شي. د پوليسو قومندان وړاندې وايي، د مهاجرو كورونه ځكه په سكواټور نړوي چې دوى ته يې د حكومت له امر سره سم درې ورځې وخت وركړى و، څو له پاكستانه ووځي، مګر دوى لا هم د خپلو كډو په راټولولو وخت ضايع كاوه.

خو په پېښور كې مېشت افغان كډوال او فعال نجيب اكرامي بيا كليد ته وويل، پاكستاني پوليس د مهاجرو د ځور هېڅ موقع له لاسه نه وركوي. دى وايي، كه څه هم مهاجرو افغانانو خپل شكايتونه لوړو مقاماتو او د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې ته رسولي او هغوى هم پر مهاجرو د پاكستان فشارونه غير قانوني او له نړيوالو اصولو خلاف بللي، مګر پاكستاني پوليس لا هم ګواښونه كوي چې کډوال دې سیمې ژر تشې کړي:((چې پوليس دې ونيسي څومره زياتې پيسې چې په جيب كې لرې در څخه اخلي یې، ته به روان يې شيبه وروسته به درپسې بله ډله راواستوي، جيب به دې تالاشي كړي، پيسې به درسره پاتې نه وي چې ور یې کړې، نو زندان ته به دې يوسي.))

عبدالرحمن سادات بيا وايي، په پېښور كې دا مهال د افغانانو ژوند خورا خراب دی، ځکه كاروبارونه سراسر له تاوان سره مخ دي، په ښار كې د كرايي كور د نيولو اجازه نه لري او په كومو كمپونو كې چې اوسي پر هغو ټولو كمپونو برېښنا هم پرې شوې ده:(( دلته يو جهنم غوندې ژوند را پر غاړه دى چې څوك افغانستان ته كډې باروي، حتی له هغوى سره د موټر كرايه هم ولاكه پوره كېږي.))

په اسلام اباد كې د افغان سفارت د مهاجرينو مسوول مصري خان مومند هم دا مني چې پاكستاني پوليسو له اصولو خلاف پر مهاجرو خورا فشارونه وارد كړي او زرګونه افغانان يې لا هم په  زندانونو كې بندي ساتلي دي. په پېښور كې د افغان قونسلګرۍ چارواكي هم د  پاکستاني پولیسو ناوړه چال چلند تاییدوي او وايي چې پاكستان د افغانانو په ځورونه كې دومره سپين سترګى شوى چې څه موده وړاندې پر افغان ډیپلوماتانو هم صرفه ونه کړه او ورځې یې په بند کې وساتل.

د چارو كارپوهان په دې برخه كې د افغان حكومت پر چوپ پاتې كېدو سخته نيوكه كوي او وايي چې دغه بې غوري به له افغان حكومته سخت مهاجر متنفره كړي. سياسي مقاله ليكونكى صادق ترابزى وايي:(( پاكستان همدا غواړي چې يو خوا افغان حكومت د سولې په خبرو بوخت وساتي او بل خوا په خپله غېږه كې مېشت افغان كډوال د فشارونو په نتیجه کې له كابله متنفره كړي. افغان حكومت ته په كار دي چې د خپلو كډوالو پوښتنه وكړي او دا مسئله جدي ونيسي، جمهور رئیس بايد اسلام اباد ته يو سفر هم ولري او له مهاجرو افغانانو سره هېواد ته د بېرته راستنېدو خبره وكړي، تر ټولو مهمه ده چې حكومت بايد دلته د خپلو كډوالو ځاى پر ځاى كولو ته ځايونه هم معلوم كړي.))

رضوان الله بشرمل هم په دې باور دى چې له مهاجرو افغانانو سره د پاكستان پر ناوړه چلند د كابل چوپ پاتې كېدل غوره عمل نه دى. دى وايي، له افغانستانه مهاجر شوي خلك د همدې خاورې بچيان دي، هغوى له حالاتو مجبور شوي او بل وطن كې ژوند كوي، خو اوس چې په خپل وطن او يا په مهاجرت كې ورته د ژوند امكانات ترخه شي، دا به له خپل حكومت څخه د هغوى د تنفر سبب شي:(( دا مسئله جدي تعقيب غواړي او له حكومته مو هيله ده چې په دې اړه چوپ پاتې نه شي، كه نه دا به ډېر تاوان وكړي چې يوه لويه برخه افغانان له يو بد سرنوشت سره لاس او ګرېوان پرېږدي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA