له افغانستان سره د المان همکارۍ اداره وايي چې د افغانستان د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې د “سولې” په نوم مضمون په درسي نصاب کې د المان په مرسته شامل شوى دى.
له افغانستان سره د المان همکارۍ اداره وايي چې د افغانستان د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې د “سولې” په نوم مضمون په درسي نصاب کې د المان په مرسته شامل شوى دى.
د يادې ادارې له لوري کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې هدف روانه اوونۍ( تېره اوونۍ) د ټول هېواد د ښووونکي د روزنې په مرکزونو کې د “سولې” د نوي مضمون د شاملېدو په نوم په رسمي توګه نومول شوى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د المان هېواد په مرسته، د پوهنې وزارت د ښوونکي د روزنې عمومي رياست، د دغه نوي مضمون وېشل پيل کړي او د لا ښه پېژندلو په هدف يې په تېرو پنځو ورځو کې د ښوونکي د روزنې د مرکزونو له دېرشو ولايتونو ١٢٠ استادانو ته په کابل کې يو روزنيز ورکشاپ جوړ کړى دى.
سرچينې زیاته کړې، همدارنګه د سولې مضمون کابو ٤٥زره ټوکه کتابونه د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې زده کوونکو او همداراز په همدې اړه د استادانو لپاره د تدريسي لارښود کتاب چاپ او خپور شوى دى. تمه ده چې دغه کتابونه له نوروز (د را روان کال د وري لومړۍ نېټه) وړاندې په ټول هېواد کې د ښوونکي د روزنې مرکزونو ته ورسېږي.
د سرچينې په وينا، ياد مضمون په لومړيو کې په ازمېښتي توګه د بدخشان، بلخ، تخار، کندوز او سرپل ولايتونو د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې په درسي نصاب کې شامل شوى و.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، وروسته له دې به د سولې مضمون د هېواد د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې په درسي نصاب کې شامل کتاب وي چې په دې سره به له ٧٥زرو څخه زيات زده کوونکي د دوو کلونو زده کړو په جريان کې دغه مضمون زده کوي.
سرچينه زياتوي، زده کوونکي به د دغه مضمون له لارې، د سولې په اړه پوهه، روزنه او هغه څه زده کوي چې په ښوونځيو او ټولنو کې د سولې په رامنځته کولو کې ګټور وي.
خو د پوهنې وزارت د خپرونو رييس کبير حقمل بيا وايي چې د سولې په نوم کوم ځانګړى مضمون د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې نه دى شامل شوى، يوازې په متفرقه ډول دغه موضوعات د دغو مرکزونو په نصاب کې موجود دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


