ads

ننګرهار كې د يوې لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سردار محمد داود خان لېسې لپاره د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې. چارواکي وايي، په یاده ودانۍ ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د درېیو میاشتو په موده  کې به یې کار بشپړ شي. د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سردار محمد داود خان […]

نویسنده: TKG
20 کب 1393
ننګرهار كې د يوې لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سردار محمد داود خان لېسې لپاره د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې. چارواکي وايي، په یاده ودانۍ ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د درېیو میاشتو په موده  کې به یې کار بشپړ شي.

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سردار محمد داود خان لېسې لپاره د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.

چارواکي وايي، په یاده ودانۍ ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د درېیو میاشتو په موده  کې به یې کار بشپړ شي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسؤل محمد اصف شینواري کلید ته وویل، د ښوونځي د یادې ودانۍ د بنسټ ډبره پرون کېښودل شوه.

هغه وویل، دغه ودانۍ چې یو کمپيوټر خونه، یو کتابتون او د غونډو تالار لري، په افغانستان کې د سویډن د مرستندویه ټولنې لخوا د ۳ میلیونه افغانۍ په لګښت جوړېږي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه ښوونځي شاوخوا ۳ زره زده کوونکي د کمپوټر او عامه کتابونو له اسانتیا برخمن شي.

د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په ننګرهار کې تر ۸ سوه ډېر ښوونځي شته، چې ترنیمايي یې یا ودانۍ نه لري او که شته نو د زده کوونکو لپاره بسنه نه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA