د زابل اوسېدونکي وایي، د نورو ولایتونو په څېر دې دوی ته هم د شپې ليسې او ښوونځي جوړې شي. د دې ولايت د اوسېدونكو په وينا، د اقتصادي ستونزو له كبله نه شي كولى چې د ورځې له مخې ښوونځيو ته ولاړ شي، كه دولت دوى ته د شپې ليسو او ښوونځیو اسانتیاوې برابره كړي، دوى به هم کار وکړي او هم به درس ووايي.
د زابل اوسېدونکي وایي، د نورو ولایتونو په څېر دې دوی ته هم د شپې ليسې او ښوونځي جوړې شي. د دې ولايت د اوسېدونكو په وينا، د اقتصادي ستونزو له كبله نه شي كولى چې د ورځې له مخې ښوونځيو ته ولاړ شي، كه دولت دوى ته د شپې ليسو او ښوونځیو اسانتیاوې برابره كړي، دوى به هم کار وکړي او هم به درس ووايي.
د زابل ولايت اوسېدونكى نوراغا وايي، يو شمېر ځوانان او هلکان د اقتصادي ستونزو له كبله د ورځې كار كوي او ښوونځي نشي ویلای:(( په يو شمېر ولسواليو كې لكه شاجوى چې زيات نفوس لري او خلك يې تعليم ته هم لېواله دي، دولت بايد هلته د شپې لیسې او ښوونځي جوړ کړي.))
د زابل ولایت له اوسېدونکي سردارمحمد څخه ځکه ښوونځی پاتې دی چې ټوله ورځ مزدوري کوي:(( خلك ډېرې اقتصادي ستونزې لري، اكثره ځوانان مجبور دي چې د ورځې كار وکړي، موږ د شپې ښوونځي او لیسې غواړو چې درس او کار دواړه وکړو.))
د سردارمحمد په خبره که دولت د زابل اوسېدونکو لپاره په مرکز او ولسوالیو کې د شپو لیسو او ښوونځیو غم وخوري، د دغه ولایت د زده کوونکو شمېر به تر اوس څو چنده زیات شي.
په زابل ولایت کې د شپې لیسو او ښوونځیو غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د دغه ولایت د پوهنې رئیس رحیم الله لودین په وینا دوی لږ تر لږ دوه بابه شپې ښوونځي په مرکز کلات ښار کې فعاله کړې دي.
د لودین د څرګندونو له مخې په دغو دوو ښوونځیو کې ۵۵۰ تنه لوست کوي چې ۵۰ یې نجونې دي. د زابل ولایت د پوهنې رئیس وايي، دوی پلان لري چې د کلات ښار ترڅنګ په ځینو ولسوالیو کې هم شپې ښوونځي او لیسې جوړې کړې:(( کوښښ کوو چې په شاجوی، شینکی او نورو ولسوالیو کې د شپې لیسې او یا ښوونځي جوړ کړو.))
د زابل ولایت مدني فعالان وايي چې په لرې پرتو سیمو کې د ستونزو د راکمولو لپاره د ښوونځیو جوړول خورا اړین دي. مدني فعال فدامحمد وايي:(( دلته ښوونه او روزونه ټکنی ده، په اکثره ولسوالیو کې ښوونځي نشته، نجونې خو ۹۰ په سلو کې له درس او تعلیم لرې پاتې دي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

