د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکى انډي مولز وايي، د كركټ د ۲۰۱۵ميلادي كال په نړيوال جام كې افغانستان تر هغه ډېر څه وکړل، چې تمه يې کېده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکى انډي مولز وايي، د كركټ د ۲۰۱۵ميلادي كال په نړيوال جام كې افغانستان تر هغه ډېر څه وکړل، چې تمه يې کېده.
د هغه په وينا، افغان لوبغاړو نړيوالو ته دا ثابته کړه، چې د دوى په هېواد کې تر جګړې او ناکراريو ورهاخوا هم ډېر څه شته.
مولز د نيوزيلنډ ( سپورټ راډيو) سره په مركه كې ويلي، افغان لوبغاړو ته د هغو لوبډلو په پرتله، چې د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب لري؛ هېڅ امتيازات نه شته، خو دوى په مېړانه د خپل هېواد لپاره وياړ راوړى دى.
انډي مولز وايي، په دې کې هېڅ شک نه شته، چې په تېرو پنځو شپږو کلونو کې افغان لوبډلې ډېر پرمختګ کړى، خو په خبره يې، دا لوبډله د نورو برياليتوبونو لپاره نور پرمختګ ته هم اړتيا لري.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تراوسه د نړيوال جام په روانو سياليو كې پنځه لوبې كړي، څلور يې بايللي او يوه يې ګټلې ده.
افغانستان به خپله شپږمه او وروستۍ لوبه د راتلونكې جمعې په ورځ د انګلستان په وړاندې ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


