ads

پرځای ګام

د كابل ولایت د امنيه قومندانـۍ د رهبرۍ له بدلېدو شاوخوا دوه مياشتې وروسته، دا دى د ښار د ۱۷ امنيتي حوزو امرين او شاوخوا ۱۱ تنه نور مهم امنيتي منسوبين له دندو ايسته او يا د کورنیو چارو وزارت په دننه کې نورې دندې وروسپارل شوې. د كابل ولایت د امنيه قومندانـۍ د رهبرۍ […]

نویسنده: TKG
17 کب 1393
پرځای ګام

د كابل ولایت د امنيه قومندانـۍ د رهبرۍ له بدلېدو شاوخوا دوه مياشتې وروسته، دا دى د ښار د ۱۷ امنيتي حوزو امرين او شاوخوا ۱۱ تنه نور مهم امنيتي منسوبين له دندو ايسته او يا د کورنیو چارو وزارت په دننه کې نورې دندې وروسپارل شوې.

د كابل ولایت د امنيه قومندانـۍ د رهبرۍ له بدلېدو شاوخوا دوه مياشتې وروسته، دا دى د ښار د ۱۷ امنيتي حوزو امرين او شاوخوا ۱۱ تنه نور مهم امنيتي منسوبين له دندو ايسته او يا د کورنیو چارو وزارت په دننه کې نورې دندې وروسپارل شوې.

د كابل ښار د ۱۷حوزو د امرينو په لرې کړای شويو افسرانو كې د كابل د لومړۍ حوزې امره جنرال جميله هم شامله ده چې څه موده وړاندې په كابل كې د لومړۍ حوزې لپاره د لومړنۍ پوليس امرې په توګه ګمارل شوې وه. چارواكي وايي چې نوموړې اوس د كورنيو چارو وزارت د عمومي جنډر او بشري حقونو د قومندانۍ مديره ټاكل شوې او د حوزو لپاره يې نوي امرين هم سمدواره ټاكلي دي، مګر د منفك شويو يا تبديل شويو افسرانو په اړه لا هم څه نه دي ويل شوي. دا چې د دغو چارواکو د انفکاک او برطرفۍ دلیل څه دی، وروسته به معلومه شي، خو په ظاهره د نویو امرینو د معرفۍ پرمهال د حوزو له لرې کړای شویو امرینو څخه قدرداني وشوه.

د دغه ګام په اړه چې افغان حکومت اوس په هر دلیل پورته کړی، مبصرین هم په دوو ډلو وېشل شوي دي، ځینې د حوزو د امرینو انفکاک او برطرفي بې ځایه اقدام بولي او ځینې نور بیا د حکومت له دغه اقدامه سخت ملاتړ کوي. د پوځي چارو کارپوه ډګروال صابر یو له هغو کسانو څخه دی چې د کابل د حوزو امرینو برطرفي یو بې ځایه اقدام بولي. د نوموړي د استدلال له مخي له تېرو څو میاشتو راهیسې چې د ملي وحدت حکومت د سیاسي ناندریو په نتیجه کې واک ته رسېدلی، طالبانو هم له همدغه سیاسي کړکیچ ګټه پورته کړې او کابل ښار یې ناامنه کړ، خو په خبره یې اوس چې همدغو چارواکو وضعیت تر کنټرول لاندې راوست، ګوښه کول به یې د دې سبب شي چې زړه ماتې شي:(( زما په فکر له امنيتي منسوبينو سره هېڅکله دا ډول چلند نه دی پکار چې ناڅاپه له دندې لرې شي، په كابل كې امنيتي ګډوډي امنيتي منسوبينو نه وه راوستې، بلكې د حكومت په تغيیر او تبديل سره د دولت مخالفينو له سياسي ګډوډۍ ښه استفاده وكړه، بلكې په حكومت كې خپلې ملګرې كړۍ يې هم په دې ورځو كې د ځان لپاره ښې وكارولې.)) صابر وايي چې د حوزو د امرينو د برطرفه كولو پر ځای ښه دا وه چې كابل په لا ډېرو دفاعي امكاناتو لا ښه سمبال شوى واى.

خو د پوځي چارو بل کارپوه ډګرمن فاروق بيا نه یوازې په كابل ښار كې د حوزو د امرينو د لرې كېدو هركلى كوي، بلکې د حكومت هغه سپيناوى هم ستايي چې ويلي یې دي د حوزو امرين د چارو د لا ښه پرمختګ او سمبالښت لپاره ګوښه کړای شوي دي:(( زه وايم چې په كابل كې اوسنی ټينګ شوى امنيتي وضعيت موسمي دى، ځكه طالبان دا مهال په پېښور او نورو سيمو كې ژمنۍ رخصتۍ تېروي، هغوى به پسرلنۍ جګړې ته بيا هم چمتووالى ونيسي، نو حكومت ته هم پكار وه چې په كابل كې د هغوى د پلانونو د شنډولو لپاره لازم امنيتي بدلونونه راولي او یو عمده کار ښايي همدغه برطرفي به وه.))

د كابل ښار امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي هم د حوزو د امرينو د لرې كولو او بدلون د اقدام په سپيناوي كې ويلي چې له دندو ايسته شوي ۲۷ تنه امنيتي منسوبين د مجازاتو په توګه نه دي شړل شوي، بلكې دا كار يې د كابل د امنيت د لا ښه والي په پار كړى دى. رحيمي زياته كړې، غواړي له دې وروسته په كابل كې د پوليسو فعاليتونه د پخوا په نسبت لا چټك شي. نوموړي رسنیو ته ویلي چې په تېرو دوو اوونیو کې یې په لومړي ځل ۵۷ تنه او په دوهم ځل ۳۷ تنه د ۶۶ ډول ډول جرمونو په تور نیولې دي، خو په خبره یې که چېرې په امنیتي حوزو کې رامنځته شوي بدلونونه ښه نتیجه ورکړي، دا لاسته راوړنې به ډېرې شي:(( دا كسان مو د غلا، وژنې او د ناقانونه سيم باكسونو د کارولو په تور نيولي، كوښښ كوو خپل فعاليتونه نور هم ګړندي او د كابل امنيتي وضعيت لا د ډاډ وړ کړو.))

دا هرڅه په داسې حال کې ترسره شوي چې په دې وروستیو کې جمهور رئیس اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو سره ویلي وو چې پولیس باید غیرسیاسي او د کابل د ټولو امنیتي حوزو امرین دې د مسلکي توب او وړتیا پر بنسټ وګمارل شي. د جمهور رئیس تر فرمان وروسته د کورنیو چارو وزارت تېر وزیر هم منلې وه چې د کابل ښار د ډېری امنیتي حوزو امرین د سیاسي مصلحتونو له مخې ټاکل شوي دي. په دې پسې یک ټلویزیون هم د یوه تحقیقي راپور په ترڅ کې روښانه کړه چې د کابل ښار د حوزو ډېری امرین د جګپوړو دولتي چارواکو ملاتړ له ځانه سره او د هغوی په اشاره ټاکل شوي دي. د دې ترڅنګ وخت ناوخت یو شمېر خلکو هم شکایتونه کول چې په یو شمېر امنیتي حوزو کې یې کارونه په سمه توګه نه ترسره کېږي او رشوتونه ترې غوښتل کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA