ads

جنوب لويديځه حوزه كې امنيت ښه شوى

جنوب لوېديځه حوزه د هېواد مهمه سيمه ده چې يو وخت د ټول هېواد په کچه خورا ناارامه وه او د وسله والو طالبانو فعاليتونه د نورو ولايتونو په مقايسه په کې ډېر وو، خو اوس د دغې حوزې نظامي مسوولين وايي، په کندهار، زابل، روزګان او دايکنډي ولايتونو کې امنيت خورا ډاډ من شوى […]

نویسنده: TKG
17 کب 1393

جنوب لوېديځه حوزه د هېواد مهمه سيمه ده چې يو وخت د ټول هېواد په کچه خورا ناارامه وه او د وسله والو طالبانو فعاليتونه د نورو ولايتونو په مقايسه په کې ډېر وو، خو اوس د دغې حوزې نظامي مسوولين وايي، په کندهار، زابل، روزګان او دايکنډي ولايتونو کې امنيت خورا ډاډ من شوى دى.

جنوب لوېديځه حوزه د هېواد مهمه سيمه ده چې يو وخت د ټول هېواد په کچه خورا ناارامه وه او د وسله والو طالبانو فعاليتونه د نورو ولايتونو په مقايسه په کې ډېر وو، خو اوس د دغې حوزې نظامي مسوولين وايي، په کندهار، زابل، روزګان او دايکنډي ولايتونو کې امنيت خورا ډاډ من شوى دى.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد، په دغو ولايتونو كې د امنيت د سميدو لوی عامل له دغو سيمو د بهرنيو سرتېرو وتل او افغان پوځ ته د امنيتي چارو سپارل بولي.

دى وايي، پخوا په جنوب لويديځه حوزه كې د بهرنيو ځواكونو پر وړاندې مخالفتونه ځكه ډېر وو چې هغوى د افغانانو له كلتور سره نابلده او پر وړاندې يې زيات حساسيت موجود و، مګر اوس چې افغان ځواكونه د هر څه كنټرول په لاس كې لري؛ نو زياتو حساسو خلكو هم د جنګ بهانه له لاسه وركړې ده:(( بهرني ځواكونه زموږ په زون كې لومړى له روزګانه ووتل، بيا له زابل او دايكنډي نه، د دوى خاليګاوې زموږ امنيتي ځواكونو ډكې كړي.))

دى وايي، اوسمهال افغان ځواكونه د سيمې د امنيت د خوندي كولو تر ټولو ښه وړتيا او پياوړتيا لري، خو بيا هم په كار ده چې د افغان ځواكونو لپاره د بهرنيانو له لوري پراخ روزنيز پروګرامونه پلي شي:(( دا ضروري ده چې افغانان لا زياته روزنه ترلاسه كړي او د سيمې د هېوادونو په كچه يو پياوړى ځواك واوسي.))

دى وايي، كندهار ته د امريكا د نوي دفاع وزير په راتلو يې له هغه سره هم دا خبره ياده كړې او ژمنه يې ترې اخستې چې امريكا به افغان پوځيانو ته د پرمختللو وسلو د كارولو روزنه هم وركوي:(( هغه د تازه افغان ځواكونو د روزنې ډاډ راكړى، خپلو مسوولينو ته يې امر هم كړى چې افغان ملي ځواكونو ته به د نويو وسلو تر وركړې وروسته خاصه روزنه وركوي او په دې اړه به خورا نوي پرمختګونه وشي.))

د اتل قول اردو قومندان وايي، دا مهال يې د جنوب لويديځې حوزې په بېلابېلو خطرناكو سيمو كې پراخ او قوي عمليات روان دي چې تر اوسه يې پايلې هم ښې راوتلې دي.

د جنرال عبدالحميد په خبره دم ګړۍ د اتل قول اردو سرتېري دومره پر مخ تللي چې اوس د هلمند په سنګين او يو شمېر نورو سيمو كې له ميوند ۲۱۵ قول اردو سره هم په ګډه او اوږه په اوږه عملياتو كې ونډه اخلي.

دا په داسې حال كې ده چې طالبان د تېر په پرتله ځان په جنوب لويديځه حوزه كې زيات فعال ښيي او هره نوې ورځ رسنيو ته د خپلو بېلابېلو دولت ضد فعاليتونو په اړه خبرونه استوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA