د افغان حكومت او مخالفینو ترمنځ د سولې خبرو د خبرو په اړه خپرو شويو رپوټونو د يو شمېر افغانانو غبرګونونه راپارولي دي. ځینې د دغو خبرو د پیلېدو لپاره د پاکستان لېوالتیا او د لارې اوارول د دغه هېواد مجبوریت ګڼي او له همدې کبله د دغو خبرو مثبتو پایلو ته چندانې هيله من نه دي.
د افغان حكومت او مخالفینو ترمنځ د سولې خبرو د خبرو په اړه خپرو شويو رپوټونو د يو شمېر افغانانو غبرګونونه راپارولي دي. ځینې د دغو خبرو د پیلېدو لپاره د پاکستان لېوالتیا او د لارې اوارول د دغه هېواد مجبوریت ګڼي او له همدې کبله د دغو خبرو مثبتو پایلو ته چندانې هيله من نه دي.
د كابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاده او د ښځو د حقونو د برخې فعاله شهلا فرید د سولې د خبرو لپاره د پاکستان له خوا رامنځته شوې فضا ماتېدونکې بولي او وايي، پاکستان په خپل هېواد کې د بدو امنیتي حالاتو او پېښو د رامنځته کېدو له كبله د افغانانو ترمنځ جوړجاړي ته غاړه ایښې ده.
هغې زياته كړه، پاکستان د هغه مجبوریت له مخې چې احساسوي يې؛ د افغانانو ترمنځ د سولې لپاره دا لاره اواره كړې چې د دې په اند خورا ماتېدونكې ده.
د هغې په خبره، که د دغې فضا یا وضعیت په هر ګام کې پاکستان پوه شي چې مجبوریتونه يې له منځه تللي او کولای شي له دغې رامنځته شوې فضا نه په خپلې ګټې استفاده وکړي، نو دغه فضا به ضرور ماته کړي.
له بلې خوا شهلا فرید د سولې خبرې یو ملي بهیر ګڼي چې ټول افغانان باید پکې ونډه واخلي او خپل استازی ولري، حال دا چې د هغې په وینا، اوسمهال افغان ښځې له دغه بهیره څنډې ته ايستل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې جمهوررئيس محمد اشرف غني د افغان ښځو له استازو سره په ليدنه كې له هغوى سره د سولې د رامنځته کېدو او له مخالفینو سره يې د خبرو د میکانیزم په اړه خبرې کړي او د هغوی نظریات يې اخیستي دي.
خو شهلا فرید وايي، غوره شوې هغه ښځې نه دي چې د سولې بهیر لپاره دې مناسبې او د مثبتې ونډې لرونکې وي. د هغې په وینا، جمهوررئيس باید له هغو ښځو سره دا موضوع شریکه کړې وای چې د مثبتو او بې پرې نظریاتو خاوندانې دي.
نوموړې زياتوي:”دوی نوې څېرې او له هغو ولایتونو نه راغلې وې چې جګړې دومره نه دي ځپلي، موږ غواړو د سولې خبرو لپاره دې هغه ښځې وټاكل شي چې په جګړه کې يې قربانۍ ورکړې دي.”
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي ټولنې مشر ګل آغا حسني هم د سولې خبرو لپاره د مېرمنو پر ګډون ټینګار کوي او وايي، ښځو ته باید د مشورې حق ورکړل شي، ځکه ښځو ته په اسلام او افغاني ټولنه کې د مشورې حق ورکړل شوی او مشوره باید د نظر له خاوند سره وشي؛ هغه که ښځه او كه نارينه وي.
له بلې خوا شهلا فرید د سولې د عالي شورا په چوكاټ کې د شته ښځو په اړه وايي: (( دغه ښځې هم څنډو ته ايستل شوې دي، خو نوی حکومت باید هغوى له څنډو راوباسي او د سولې خبرو لپاره يې نظرونه واوري.))
د نوموړې په خبره، دى له نوي حکومت نه غواړي چې یا دې دغه ښځې له څنډو نه د خبرو میدان ته راولي او که نشي کولای، نو جمهوررئيس باید ډېر ژر د سولې د عالي شورا د غړو په ترکیب سره غور وكړي، ځکه ياده شورا داسې نارینه او ښځینه غړي لري چې د سولې لپاره هېڅ راز ژمنتیا نه لري، بلكې د ځان بقا په جګړه کې ویني، نو دوی د سولې لپاره مثبت ګام نشي پورته کولای.
د حقوقي چارو دا کارپوهه وايي: (( اوسمهال د افغان حکومت او افغانو ښځو ترمنځ یو ډول بې باوري رامنځته شوې، ځکه د ملي يووالي حکومت مشرانو د خپلو کمپاینونو پر مهال په حکومت کې د ښځو ۳۵ فيصده ګډون منلى و، خو تر بریا وروسته يې په خپلو ژمنو عمل نه دى كړى.))
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو ۱۳۲۵ ګڼه پرېكړه لیک افغان حكومت اړ باسي چې د سولې په خبرو کې ښځې له یاده ونه باسي او هغوی ته دې اساسي رول ورکړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


